د ولسمشر غني او کورنيو چارو وزارت پام وړ  د ښځينه پوليسو درناوي او امنيت ته جدي پاملرنه وکړئ!

د ښځينه کارمندانو درناوی او ساتنه (امنيت) د دولت ملي - اسلامي واخلاقي دنده ده

د رباني د وخت پېښه بيا بايد تکرار نه شي چې له شپږ مياشتني تپ وتلاش وروسته يې ايله دومره ورته ليکلي وو ((زنش بدهيد!))

د ښه کرکټر څښتن هېڅکله له خپل واکه ناوړه ګټه نه پورته کوي، خو بې ادبه، له خدايه ناترسه او بېعزته کسان د خپل ضمير ووجدان پر خلاف کړنې ترسره کوي. په دې هيله چې مرتکب يې پيدا او د قانون منګلو ته راکش کړئ چې بيا بل بېوجدانه او بېضميره دغسې بېوجدانه او بېضميره کړنه ترسره نه کړي. ولې د ښځينه کارمندانو فرياد نه اورېدل کيږي؟ په دنده کې له ښځينه کارمندانو سره ناوړه چلند د اسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. کورنۍ تربيه او اصالت ښه شی دی.

ښاغلی ولسمشره،
له آغلې فاطمه احمدي سره چې د خپل کارځاي د مشرتابه له لورې له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې په صورت کې څه زياتی شوی بايد لاسنيوی وشي او ناهيلۍ ته پرې نه ښوول شي.

آغلې احمدي تاسې ته ليکي:
((ښاغلی ولسمشر او د کورنيو چارو ښاغلی وزير تاسو خو ښځې هڅوئ چې پوليسو ته راشئ، تاسو يې اول امنيت ونيسئ. اوه کاله کېږي چې ما خدمت کړی، بهر د قاتل له لاسه ورځ نه لرم او کارځی کې مې د خپل امر له لاسه ورځ بده ده)).

دا ولس د تېر جهادي پير له مخکېني ولسمشره ترخې او بدې خاطرې لري چې يو زورواکي له چا خپله منکوحه مېرمن په زور ستنه کړې وه چې له ډېر کړاو او خواريو او واسطو يې ايله تر هغه پورې ځای رسولی وو او هغه ورته په عرېضه ايله همدومره ليکلي وو :
((زنش بدهيد!)).

چېرته چې ځمکه او غونډۍ دي هغه خو يې ټول خېټې ته واچول او مزار (قبر) يې هم بې برېښنا کيږي او د برېښنا لګښت هم نه ورکوي. لوړ ښوونيز بنسټونه يې هم په نامه دي، خو له بل لورې بيا لا تراوسه له ښځينه کارمندانو سره په کارځي کې داسې ناوړه چلند کيږي او بيا هم څوک يې د مظلوميت غږ نه اوري، نو دا به د حکومت لپاره هم ډېر په بده تمامه شي چې د خپلو ښځينه کارمندانو ساتنه نه شي کولی او نه يې غږ اوري.