ايران د افغانستان د تېلو ټانکرونو ته تګ اجازه ورکړه

د افغانستان د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي ، چې همدا اوس د رسمي سفر په مخه ايران کې دی ، وايي چې ايران موافقه کړې د افغانستان شاوخوا 1600 د تېلو ټانکرونو ته تګ اجازه ورکړې. که څه هم افغانستان له ايران سره د ترانزيت تړون لري ، خو ايران په دې پلمه چې ټانکرونه په افغانستان کې ناټو ته تېل رسوي ، دغه ټانکرونه په خپله خاوره کې درولي وو.
د يادونې وړ ده ، چې هر کال د ژمي په درشل کې ايران هڅه کوي د افغانستان لپاره په يو ډول نا يوډول ستونزې جوړې کړي. تېر دوه کلونه ايران په همدې وخت کې په زرګونو افغان مهاجرين د ژمي په سختې يخنۍ کې له خپله کورنو راوشړل.