انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينه کې د (Writing) يا لېکنې درس- اتلسمه برخه

شپاړلسمه (هـ) سټراټېژي: تېره ساده زمانه له مشخص وخت سره استعمال کړئ Use simple past tense with known, specified or implied time. 
لکه څه ډول مو چې وړاندې د ټافل ازموينې لېکنې برخه کې د حال ساده زمانې د استعمال په اړه وويل نو غوره ده چې د ساده تېرې زمانې استعمال په اړه هم ډېر پوه شئ. که چېرې واقعيتونه  لېکئ نو حال ساده زمانه استعمال کړئ خو بيا د تېرې ساده زمانې استعمال برخه کې بايد وخت مشخص، مالوم او يا هم په يوې مالومې او مشخصې دورې پوري اړوند وي. 

د تېرې ساده زمانې سره يا مشخص وخت لکه تېره ورځ، تېر کال، پرون، نيم ساعت وړاندې ....... راځي او يا هم  مشخصه دوره او ځانګړی وخت لکه د دويمې نړيوالې جګړې وروسته/پرمهال/وړاندې، د ويتنام او امريکا جګړې وړاندې. تېرې زمانې سره د وخت prepositional phrases هم کارول شئ. لکه هغه وخت چې زه په ښوونځي کې وم، کله چې زه ځوان وم....... 
بېلګې: 
She discussed all this yesterday. 
 This office was built before WW2. 
I was mischievous when I was child. 
پورته درېیو جملو کې؛ لومړۍ سره يې څرګند وخت (تېره ورځ) راغلی چې عمل په يو مشخص وخت کې تر سره شوی. دويمې جملې سره (دويمه نړيواله جګړه) راغلې ده، چې دويمه نړيواله جګړه د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۵  ترمنځ پېښه شوې وه او تاريخ کې دا يوه څرګنده او مالومه دوره ده. او همدا ډول (کله چې زه ماشوم) د وخت اصطلاح ده، چې يو مشخص وخت چې ماشوتوب دی، په ګوته کوي. 

هر کله چې د تېر وخت د يو عمل يا وضعيت په اړه خبرې/لېکل کوئ خو څرګند، مالوم او مشخص وخت/نېټه/دوره يې درته مالونه نه وي، نو غوره ده چې بشپړ حال يا Present perfect tense څخه کار واخلئ. 

لاندې دوه بېلګې ولولئ. لومړۍ يې ناسمه او دويمه يې سمه بڼه ده. 
 
I would prefer to live in the mountains because I never lived there. 
I studied many instruments, but may favorite is trombone.  

پورته جملې په تېرې ساده زمانې کې لېکل شوې دي، خو وخت يې هېڅ مالوم نه دی او نه هم کوم ځانګړي وخت ته په کې اشاره شوې ده. ..... هلته هېڅ نه يم اوسېدلی، دغه جمله کې کوم مشخص وخت نه ده ښوودل شوی او همدا ډول ما د موسيقۍ ډېرې آلې مطالعه کړې..... خو دا چې کله يې مطالعه کړي؛ مالومات نه دي ورکړل شوي. 

سمه بڼه: 

I would prefer to live in the mountains because I never lived there when I was child. 
 
پورته جمله کې (لکه چې زه ماشوم وم...) د مشخص وخت فقره راغلې ده. يا هم د تېرې ساده زمانې پر ځای بشپړ حال يا Present perfect   tense استعمال کړئ. 

I would prefer to live in the mountains because I have never lived there. 

I studied many instruments in high scholl, but may favorite is trombone.  
يا 
I have studied many instruments, but may favorite is trombone.  
نور بيا....