انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينه کې د (Writing) يا لېکنې درس- اوه لسمه برخه

شپاړلسمه (د) سټراټېژي: د جاري زمانې پر ځای واقعيتونه په ساده حال زمانه کې استعمال کړئ Make sure all facts are in the present simple, not the continuous. 
ځيني وخت د انګلېسي ژبې زده کوونکي حال جاری زمانه بې ځايه او ډېره کاروي. په ياد ولرئ چې حال جاري زمانه يا present continuous tense د هغه کړنو لپاره استعماليږي چې د خبرو کولو پر مهال واقع کيږي. واقعيتونه يا facts هغه ثبوت شوي مسايل دی چې په چاپيريال کې شتون لري. واقعيتونه يا facts که عمل يا action او يا هم حالت يا state وي په حال ساده زمانه کې راځي.  پاملرنه ولرئ چې هغه واقعيتونه يا facts په حال ساده زمانه کې وي، چې بدلون په کې نه راځي. 

بېلګه: 
Trees produce oxygen. دغه جمله کې واقعيت بيانوی شوی دی. ونې اکسېجن تولېدوي دا يو ثبوت شوی حقيقت دی چې  په حال ساده زمانه کې بايد وښوودل شي. خو بیا دغه جمله Afghanistan economy is growing rapidly.  جاري زمانه کې راغلی په دې خاطر چې د افغانستان اقتصادي وده يو تل پاتې حقيقت نه دی. 

لاندې بېلګې ولولئ. لومړی څلورو جملو کې واقعيتونه يا facts شتون لري خو په جاري زمانې سرسه ښوودل شوي دي، چې ناسمې دي. وروستۍ څلور جملې د لومړيو سمه  بڼه ده. 

Planting trees is a good idea because trees are producing oxygen. 
Students should always work hard, because universities are accepting best students. 
Clouds are forming partly from evaporated water. 
Volcanoes are shooting lava into the air when they erupt. 

سمون: 
Planting trees is a good idea because trees produce oxygen. 
Students should always work hard, because universities accept best students. 
Clouds form partly from evaporated water. 
Volcanoes shoot lava into the air when they erupt. 

ونې اکسېجن تولېدوي، پوهنتونونه ترټولو لايق زده کوونکي قبلوي، وريځې يو اندازه له تبخير شوي اوبو جوړيږي او اور اور غوځونکي غرونه لوا هوا ته شړلي.... حيققتونه دي چې په حال جاري زمانه کې استعمال يې تېروتنه او بايد چې په حال ساده زمانه کې استعمال شي.