انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ ټافل ازموينه کې د (Writing) يا لېکنې درس- پنځلسمه برخه

شپاړلسمه (الف) سټراټېژي: ځيني عامې تېروتنې په ياد ولرئ او ډېر تمرکز پرې وکړئ Understand some common errors well, and focus on them. 

هغه وخت چې لېکنه د سمون لپاره ګورئ نو ځيني ځانګړي ګرامري اصول او قاعدې په ياد ولرئ او پلې يې کړئ. د زمانو استعمال، د کلام برخو يا parts of speech کارونه، د کلمو املا، ساده، مرکبې او پيچلې جملې؛ د جملو او پرګرافونو ترمنځ اړيکه او نور  عمده تېروتنې له نظر تېرې کړئ. 
 
شپاړلسمه (ب) سټراټېژي: د کلمو جوړښت او دنده وګورئ Check words forms and functions. 
انګلېسي ژبه کې هر کلمه چې هر کله په جمله کې کارول کيږي، نو ځانګړی دنده او ځای لري. يانې د جملې دننه يوه کلمه د صفت، قيد، نوم، تړنې کلمې، فعل، فاعل، معفول، ضمير او پېژندنې توري په توګه استعماليږي. د بيا کتنې په وخت کې بشپړه پاملرنه د کلمو دندې او ځای ته ورکړئ. 

د بيلګې په ډول، د feel, look, sound, smell او taste کلمې هم د عمل او د حالت ښوودنه کوي او دا توپير د جملې له جوړښت څرګنديږي. که چېرې پورته کلمې د عمل ښوودنه کوي نو بيا subject + action + adverb فارمول سره کارول کيږي او که بيا چېرې پورته کلمې حالت په ګوته کوي نو بيا د subject + state + adjective فارمول څخه ګټه اخېستل کيږي. 

له دې څلورو جملو کې صفت يا adjective او قيد يا adverb ناسم کارول شوی. 

The people felt angry about the news rules. 
Someone who cannot sleep alwaysa looks tiredly. 
I looked quick out the window. 
silk feels smooth, so many people enjoy it. 

د دغه جملو سمه بڼه په لاندې ډول ده. 

The people felt angry about the news rules. 
Someone who cannot sleep always looks tired. 
I looked quickly out the window. 
silk feels smooth, so many people enjoy it. 

يادونه: لومړيو څلور جملو کې د صفت پر ځای قيد او د قيد پر ځای صفت کارول شوی وو، چې د کلام برخو يا parts of speech پر بنسټ تېروتنه ده. صفت يا adjective يوه جمله کې نوم او ضمير تشريح کوي او بيا قيد يا adverb د فعل، صفت او بل قيد په اړه تشريح ورکوي. 

لاندې دوه جملو کې فعل په ناسم ډول او د جملې د فاعل او مفعول په توګه کارول شوی دی. 

The speaker disagrees with spend all the time. 
Read a book is more fun for me than watch a movie. 

پورته لومړۍ جمله کې spend فعل دی خو د مفعول په ډول کارول شوی او همدا ډول read فعل دی چې د فاعل پر ځای راوړل شوی دی چې جملې يې غلطې کړې دي. سمه بڼه يې په لاندې ډول لېکلی شو. 

The speaker disagrees with spending all the time. 
Reading a book is more fun for me than watch a movie. 

د spend او read  کلمو ته د ing- په ورکولو سره دغه کلمې له فعل په نوم واوښتي چې نوم د مفعول او فاعل په ډول راتلی شي. 

نور بيا ...