ترکيه ، افغانستان او پاکستان به راتلونکی کال ګډ پوځي تمرينات وکړي

په استانبول کې د افغانستان ، ترکيې او پاکستان تر منځ تر درې اړخيزو خبرو وروسته د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل په يوه تلويزيوني وينا کې وويل، چې د راتلونکي کال په اپرېل مياشت کې به درې واړه هېوادونه ګډ پوځي تمرينات ترسره کړي. ده د تمريناتو ځای ته اشاره ونه کړه ، خو دا به له بهرنيو هېوادونو سره د افغان ځواکونو لومړني ګډ پوځي تمرينونه وي ، چې ترسره کوي يې.