غزل

څه به وایو د یو داسي کس په شان کې؟
چې ګټمن دی هر مخلوق ترې په جهان کې

د صفاتو اِنتها یې شوې نده؟
چې موصوف دی په څو ځلي په قرآن کې

په راتلو سره یې ورک شوله ظلمونه
خوشالي شوه را څرګنده په خفګان کې

محبت په انسانانو کې رواج شو
رڼاګاني شوې په ځمکي په اسمان کې 

شاعري هم ښکلې نده مُحمده ص
چې ستا مینه چرته نه وي په دېوان کې