د رڼا په لټه

ځان مو ونه ليد د هيندارو له بازاره راغلو
ړانده هم نه وو، بې امساء په دغه لاره راغلو

عجېب وطن و، د مرګ خولې ته به کتار ولاړ وو
نوبت راونه رسېد، موږ له سر د داره راغلو

مينې! اوس تا ته هم وزګار نه يو د ژوند له ترخو
هسي ساده وو، دې دنيا ته ستا له پاره راغلو

وایي ژوندى دى ها د ښکلو ښاپيرېو وطن
دوي څه خبر دي موږ پرون يې له مزاره راغلو

دلته مو هم ټېکه ونه شوه د ماښام کلي کې
بس د رڼا په لټه موږ له سپين سهاره راغلو