خدای پاماني

د ژوندون سخته شیبه خدای پاماني ده
د سره اور یوه لمبه خدای پاماني ده

یو ناڅاپه یې د تللو شیبه راســـــي
یوناڅاپه وایي ځه  خدای پاماني ده

تګ دیار، تګ د اولاد، تګ د دوستانو
په زړه ګډه کړي لړزه خدای پاماني ده

ټول ژوندون د ساړه ژمي مازدیګر دی
او د ژمي اوږده شپه خدای پاماني ده

ژوند یوخوب و، څومره ژر تیر شو دنیا کې
بس څو ورځې وم میلمه خدای پاماني ده