ويده موسکا

چې مو په شونډو کې ويده موسکا راويښه نه شي
له موږه تللې او خپه رڼا راويښه نه شي

سترګې مو باسي او په خوله زموږ مهرونه وهي
چې په شپېلۍ کې د ژوندون نوا راويښه نه شي

د جادوګرو ښامارانو د ښکلا زړه راکاږي
له کومې خوا به د موسى(ع) امسا راويښه نه شي

جېلوانه! ورو زولنې اچوه لاسو ته زما
چې په شرنګي يې دا ويده دنيا راويښه نه شي

يوه شېبه د خوشالۍ ده نغمې وروغږوئ
دم غنېمت دى څو شېبې ژړا راويښه نه شي

تتي رڼا ته د سپوږمۍ يې پټ دېدن کومه
په زړه کې خداى، خداى يادوم چې دا راويښه نه شي