د بلوچستان سروزير : د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بريدونو لپاره به اجازه ورنکړل شي

 د بلوچستان ايالت سروزير محمد اسلم ريساني خبري رسنيو ته ويلي: د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بريدونو لپاره به په دغه ايالت کې د اجازې ورکولو کوم فرمان صادر نشي.
څو موده د مخې امريکايانو ويلي وو ، چې دوی به په دغه ايالت کې بريدونو پراخوي. د پاملرنې وړ ده ، چې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونو سره زيات شمېر ملکي خلک هم وژل کيږي ، چې څو ورځې د مخه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې يې له امله د وزيرستان خلکو لخوا ﻻريون هم تر سره شو.
يوازې په تيرو دريو مياشتو کې په وزيرستان کې څلور سوه تنه د دغه ډول بريدونو له امله وژل شوي دي .