په بدخشان کې د ځمکښوېيدنې د تلفاتو اټکل تر ۲۵۰۰ تنو پورې کيږي.


د بدخشان په ولايت کې د ځمکښوېيدنې په پېښه کې د وژل شوو شمېر۵۰۰ تنه او ۲۰۰۰ تنه نور تري تم دي.
سختو ورښتونو د يوې تپې سره نږدې د اوسيدونکو پر سيمه ځمکه ورښوېولې ده، چې ډير زيات د سر زيان يې اړولی.
په لومړيو رېپوټونو کې د ۲۵۰ تنو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی و، خو وروستي رېپوټونه وايي، چې دا کچه ډيره لوړه ده.
رېپوټونه زياتوي، چې ځمکښوېيدنې، ان تر ۶۰ مترو پورې ژور کورونه تر خاورو لاندې کړي، چې د ژغورنې چارې يې ډيرې سختې بلل شوي دي.
تر اوسه د تلفاتو د وروستيو شميرې په هکله ويل مخکې له وخته دي، خو په سيمه کې چارواکو په دې هکله خپله اندېښنه څرګنده کړې او وايي، چې تلفات ډير زيات دي. په همدې مهال، ځينې نورې کورنۍ له ورته برخليک سره د مخامخ کيدو له ويرې، له سيمې انتقال شوي دي.