په ايران کې د بهاييانو د هديرې پر ورانولو پيل شوی دی.

عکس آرشیوی از گورستان تخریب شده بهاییان در حومه نجف آباد – وبسایت جامعه بین المللی بهاییان
د بهاييانو نړيوالې ټولنې، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په ايران کې د بهاييانو د هديرې د ورانولو باندې نيوکه کړې او د خواشينۍ وړ يې بللي.
د بهاييانو ټولنه، چې مرکز يې په نيويارک کې دی، پخپله ويبپاڼه کې په دې خبرپاڼه کې زياتوي، چې په شيراز کې په لسګونو لارۍ موټر پر دې باندې لګيا دي، چې د بهاييانو له هديرې نه خاوره يوسي او دغه هديره، چې يو تاريخی ځای دی، ويجاړه کړي.
خبرپاڼه زياتوي، چې په دغه هديره کې د هغه لس تنه بهايي ميرمنو مړستونونه هم شتون لري، چې په ۱۳۶۲ کال کې د ايران د حکومت لخوا په دار وځړول شوې او دا د ظلم يوه جوته بېلګه يې ده.
همداراز ويل شوي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د بهاييانو د هديرو د ويجاړيدلو چارې تر سره کيږي، مخکې تر دې هم ورته کړنې شوي او موږ له نړيوالو غواړو، چې مخنيوی يې وکړي.