بدخشان ولايت کې ۲۵۰ تنه تر ځمکې لاندې شوي.


د بدخشان ولايت امنيه قوماندان فضل الدين عيار وايي، چې د ځمکښويېدنې په وجه، د دغه ولايت د ارګو په ولسوالۍ کې ۲۳۰ کورنۍ تر ځمکې لاندې شوي، چې ۲۵۰ تنه په دغه پېښه کې وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، ۴۰۰ نور داسې کورنو هم شتون درلود، چې له ورته خطر سره مخامخ کيدی شول او له همدې امله له سيمې انتقال شوي دي.
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان زياته کړې، چې د پېښې ځای ته مرستې په موخه ځواکونو استول شوي دي.