انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ کله چې سي وي (CV) لېکئ/لېږئ نو دغه اته خبرې پام کې ونېسئ او ژر نوې دنده تر لاسه کړئ (۱-برخه)

د نوې دندې لپاره سي وي او له سي وي سره يوځای کارو لېټر يا غوښتنليک اړين وي. دا چې سي وي او کارو لېټر په انګلېسي ژبه څنګه ولېکو، کوم ډول لغات، جمله بندي او ګرامر په کې استفاده کړو په دې لنډه لېکنه کې درته په ګوته کوو. 

۱- کله چې سي وي لېږئ نو تاسې د دندې په لټه کې ياست. هڅه وکړئ چې ډېر مسلکي او رسمي ځان ښکاره کړئ. د سي وي په لېکو کې لنډ شوې لغات او جملې مه کاروئ. په کار نه ده چې دې؛ 
.... I am پر ځای تاسې Im ولېکئ او يا هم ورته نور. همدا ډول د سيمه ييزې ژبې يا Slang له کارونې ډډه وکړې. د a lot پر ځای a bunch مه لېکئ. دواړه کلمې يوه مانا لري خو a bunch د ډېر په مانا د a lot غير رسمي کلمه يا slang ده. 

۲- دغه  قيدونه مه کاروئ. غوره نه ده چې ولېکئ (I am really hard worknig)، ساده ولېکئ چې (I am hard working). همدا ډول (I am totaly perfect, I am very good...) او داسې نور مه لېکئ. 

۳- اصطلاحات يا Idioms مه لېکئ. اصطلاحات په ورځنيو خبرو اترو کې کارول کيږي خو په رسمي ډول نه. د بېلګې په ډول (This is a piece of cake)، د دغه اصطلاح مانا ده ډېر ساده او اسان. a piece of cake يوه اصطلاح ده چې د ډېر اسان په مانا ده. 

۴- باادبه اوسئ. د want کلمې پر ځای I would like, I would appreciate کلمې وکاروئ. د want کلمه د امر په ډول ده، خو نور دوې بيا ادبې بڼه لري. 


بېلګه: 
ولېکئ؛

I would like to be a member of your company. 


مه لېکئ؛

 I want to be a member of your company. 


۵- يوه سي وي لسګونه دندو ته مه لېږئ. سي وي مو هر وخت اپډېټ وساتئ. د دندې د لايحه وظايف يا Job Descrption څخه کلمې راواخلئ. د بېلګې په ډول کېدای شي د دندې په اعلان کې لېکل شوي وي، چې يو صادق او سخت کارکوونکي ته اړتيا ده. نو تاسې د خپل ځان په وړتياوو کې د honest او hard working کلمې ولېکئ، چې ترڅو ستاسې وړتياوې او د ادارې اړتياوې سره مساوې لاړې شي. 

۶- شکمنې کلمې مه کاروئ. ځيني خلک ليکې چې، I feel or I believe د دغه ډول کلمو پر ځای خپل ځان باوري او ډاډمن وښيئ او لېکئ چې I am confident, I am certain. 

۷- د نورو لېکنو په ډول په سي وي او کارو لېټر کې د کلمو له تکرار مخه ونېسئ. هغه کلمه چې يو او هم دوه ځلې کارول شوې وي، نو بيا يې د بيا تکرار مخه ونېسئ. 

۸- وروستي دا چې مشکل لغات چې په اساسي او څو اړخيزه مانا يې نه پوهېږئ مه کاروئ. دلته موخه دا ده چې لغات ښوودنه مه کوئ، بلکې مفهوم لرونکې او ساده لغات وکاروئ. 

يادونه: په (CV) سي وي کې د ګرامر کارونې ښوودنه په دويمه برخه کې .........