الطيب صالح

 ايا تاسې  څه  فکر کویء، چې يوناول دې  له سړي  ( اسطوره ) جوړه کړي  لکه څرنګه ، چې ( موسم الهجرة الی الشمال ) په عربي ادب کې  وکړل. سوډانی  ليکوال الطيب صالح ، چې داتيا کلوپه عمر يې  دچهارشنبې په ورځ  له دې نړۍ سترګې پټې کړې  دخپل ژوند په يوه شيبه کې  هم دنوموړي  ناول   له  پنجې ونه وت  او دهمدومره شهرت تر څنګ يې ورته  ډيرې ستړياوې هم  ورپه برخه کړې  . 
موسم الهجرة الی الشمال ، چې په لومړي  ځل په 1966 ز کې  له بيروت  خپور شو هېچا نه انګيرله، چې الطيب صالح دې دصموئيل هنتګټون څخه وړاندې  د ( تمدنونو تر منځ ټکر ) نظريه وړاندې کړي، رښتيا هم دغه ناول دهمدې نظريې په انځورونه کې لومړی و او دخپل  اتل ( مصطفی سعيد) ، چې ددرېيمې نړۍ  زوی دی  پر وسيله يې دغه کړکېچ انځور کړ  له دې وړاندې  توفيق الحکيم  ( عصفور من الشرق ) کې دغه موضوع راڅپړلې وه  په ناول کې سوډانې اتل ويني ، چې لويديز ختيز ته  له نيواک پرته دتمدن په نوم هېڅ شی نه دې لېږدولې .  الطيب صالح  په سوډان او عربۍ نړۍ کې دناول ليکوال او سياستوال په توګه له جنجاله ډک ژوند تير کړ  نوموړي هیڅکله سوډان  له ياده نه و ايستې  صالح د 1989 ز کال  له اوښتون  سر ه سخت  مخالف و او دده دغه وجيزه د سوډان دروڼ اندو تر منځ ډيره مشهوره شوه، چې دانقلابيانو په اړه يې ويلې وه، چې  (دا له کومه راغلل ؟؟) حکومت په الخرطوم پوهنتون کې د ده په اثارو بنديز لګولې و له دې سره بيا هم  الطيب صالح  په 2005 ز کې دحکومت بلنه ومنله او په  هغه کنفرانس کې يې ونډه واخيسته، چې الخرطوم يې دعربي کلتور پلازمينه  ټاکلې وه.  په همدغه کنفرانس کې يو شمير برخوالو دده پر راتګ نيوکې وکړې ځکه، چې الطيب صالح ددارفور او وسله والو ډلو په اړه  جلا دريځ درلود، د ده ځينو مينه والو دا دعربو له مشهور شاعر المتنبي سر ه ورته وباله ، ځکه د المتنبي هم  له واکمنۍ کړۍ سره چندانې جوړه نه وه .  په عربو کې يوه مقوله ډيره مشهوره ده، مصريې ليکي، بيروت يې چاپوي او سوډان يې لولي  الطيب صالح دخپل موسم الهجرة الی الشمال  ناول په ليکلو دغه  انګيرنه له منځه يوړله  اوس يې سوډان دلوستلو سربيره ليکي هم . دالطيب صالح دژوند لوړې  ژورې په دې توګه دي .  الطيب صالح ( 1929-2-18 /2009-2-18 ) سوډانې اديب  او دعربو مشهور ليکوال  و او دناول  داتل په نوم په ګرده نړۍ کې پيژندل شوې . الطيب صالح دسوډان په شمال کې دکرمکول  نومې کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې  او د الرکابیة قبيلې سره يې تړاو درلود . نوموړي خپل کوچنيتوب  په همدغه کلی کې تير کړ  وروسته  بيا پلازمينې  ( الخرطوم ) دلوړو زده کړو په موخه  ورغې  او دساينس په پوهنځي کې شامل شو له همدې ځایه دنورو زده کړو لپاره لندن ته ولاړ  او دلته يې خپل څانګه  بدله کړه او په نړيوالو چارو کې يې  سند تر لاسه کړ .  الطيب صالح  څو ځایه دندې تر سره کړې  لومړې  ديو ښوونځي مدير شو ، بيا يې  دبرتانيې  په BBC کې  دنده تر لاسه کړه په همدې راديو کې د ډرامې دڅانګې مشر شو . له BBC يې ، چې کله استعفا ورکړه  بېرته  سوډان ته راستون شو  او د سوډان  په دولتي راديو کې يې کار پيل کړ له دې ځایه  يې بيا قطر ته  سفر وکړ او د اطلاعاتو کلتور په وزارت  کې دمعين او دځينو برخو دڅارونکي په توګه دنده تر لاسه کړه  وروسته  بيا په  عربي خلیج کې ديونسکو استازې شو .  ديادونې وړ ده ، چې  الطيب صالح دختیځ ، لويدیځ ، شمال او سويل ترمنځ وګرځيده ځکه خو يې دنړۍ  او ژوند په اړه پخه تجربه  راخپله کړه او پردې سربېره يې  دخپل ملت  ستونزې  ښې درک کړې او د ( موسم الهجرة  الی الشمال ) کې يې دغه ستونزې او پېښې په ډيره ښه بڼه انځور کړي .  دالطيب صالح  ډيری ليکنې له سياست  سره تړلې  په دغو ليکنو کې دنيواک ( استعمار ) په اړه دشوو ليکنو برخه ډيره غوښنه وه همدارنګه  نوموړي دعربۍ نړۍ او لويديز  په اړه هم دپام وړ ليکنې کړي  په برتانیه کې دمېشتيدنې  له کبله وتوانيده  ،چې دلويديز او ختيز دتمدن ترمنځ داختلاف په اړه هم  خپل قلم وچلوي  . الطيب صالح ديو مشهور ليکوال په توګه  ژوند وکړ لنډې کيسې يې ډيرې مشهورې  دي دهمدغو کيسو له برکته يې  کره کتونکې  دجبران خليل جبران ، طه حسين  او نجيب محفوظ سره پرتله کوي .  الطيب صالح  يو شمير ناولونه  ( موسم الهجرة الی الشمال ، عرس الزين ، مريود ، ضوء البيت ، دومة و حامد او منسي ) يې دنړۍ  30 ژبو ته ژباړل شوي دي  . د 54 هېوادو مشهورو ليکوالو دپريکړې له مخې ( موسم الهجرة الی الشمال )  دنړۍ د100 مهمو ناولونو څخه  يو دی  ، چې يو شمير جايزې يې هم تر لاسه کړې دي . دلومړي ځل لپاره دشلمې پیړۍ په شپيتمه لسيزه  کې له بيروته خپور شو  او دهمدې ناول له برکته الطيب صالح دعربي ناول داتل لقب وګاټه ،خو دسوډان چارواکو دشلمې پیړۍ په نويموکلونو کې  په خپلو پوهنتونونو کې ددغه  ناول لوست  بندکړ او پردې يې تورن کړ ،چې ځينې بربنډ جنسي انځورونه  لري .  په 2001 ز  په دمشق کې  عربي اکاډمۍ وکښل ، چې دا په شلمه پيړۍ کې تر ټولو ښه ناول دی  دادبي پنځونو تر څنګ الطيب صالح  لس کاله له لندن څخه خپريدونکې ( المجلة ) نومې مجلې ته  کالمونه  وکښل ، چې دوخت  مهمې او دپام وړ  پېښې يې په کې انځور کړي .   په دې وروستيو کې په سوډان کې دليکوالو ټولنې  او دعبدالکريم ميرغني مرکز دسويډن اکاډمۍ ته ليک واستوه او الطيب صالح يې نوبل جايزې ته کانديد کړ . خپله الطيب صالح دنوبل جايزې په اړه په يوې  مرکې کې ويلي و : « دنوبل جايزه زما دمولانا ابوالطيب له انده  ( زما بډایه يم او مال زما مريې دی  ، زه  خپل فکر پردغه جايزه نه بوختوم  زه  باورنه لرم ، چې زه په دغه تر لاسه کړای شم  او دا ماته مهمه نه ده ، په نړۍ کې ډير داسې ليکوالان شته ، چې ددغې جايزې  وړ دي  او ځينې يې په عربي نړۍ کې دي ، چې دغه جايزه يې تر اوسه نه ده تر لاسه کړې  دا لاټرۍ په څير ده فکر نه کوم ،چې  زه به يې تر لاسه کړم  ... که چيرې مې تر لاسه کړه خوشاله به شم  او زه فکر نه کوم ، چې زه  دې له جايزې پورته وم  خو که رښتيا درته ووايم زه يې په اړه کوم  سوچ نه کوم » .  الطيب صالح نيت درلود ،چې خپله بيوګرافي وليکي خو بخت او وخت ورسره ياري  ونه کړه  او د ( منسي : انسان نادر علی طریقته ) په نوم يې يو اثر وليکه ، چې دده د ژوند او اند ځينې نښې په کې له ورایه  ښکاري .  الطيب صالح داتياکلو په عمر د روان کال د فبرورۍ  پر 18 مه نېټه په لندن کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې  او جنازه  يې دجمعې په ورځ خپل پلرنې کلي ولیږدول شوه . دسوډان د لوړپوړو چارواکو ، مشهورو ليکوالو  سربېره دسوډان ولسمشر عمر البشير  يې په جنازه کې برخه اخيستې وه او دجنازې دلمانځه امامت  يې وکړ .