باراک اوباما

 داسې ښکاري ،چې 46 کاله وروسته د مشهور تورپوستي امريکايي مبارز مارتين لوتر کېنګ خوب په رښتيا کېدو دی . لوتر کېنګ په 1963 کال کې په خپله مشهوره وينا ( زه يوخوب لرم ) کې وويل : « زه يو خوب لرم ،هغه دا چې زماڅلور واړه ماشومان به يوه ورځ په داسې يوه ملت کې ژوند کوي چې پردوی باندې به د رنګ له مخې نه ، بلکې د دوی د شخصيت د څرنګوالي له مخې قضاوت کيږي .»
پرون په امريکا کې د مارتين لوتر کېنګ ورځ وه او دادی نن د ده د خوب د رښتياکېدو ورځ ده او د امريکې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره يو تورپوستی او هغه هم داسې يو تورپوستی چې يورګ يې د مسلمان دی سپينې ماڼۍ ته د واکمن په توګه پښه ږدي . اوباما به د پوهنتوني زده کړو پر مهال خپلو ملګرو ته ويل ،چې داسې ورځ به هم راشي ، چې د امريکا ولسمشر تورپوستې وي ؟ هغه ورځ راغله ، خو ډېرو تورپوستو خپلې وينې اوخولې وبهولې او نن يې داوباما په رنګ يو کس ته د ولسمشر کېدو لار هواره کړه . خو اوس پوښتنه داده ، چې اوباما به په خپله د نړيوال نياو او عدالت لپاره څومره کار وکړي او نړيوال کړکېچونه لکه د افغانستان ، عراق ، منځني ختيځ ، دايران اتومي ستونزه ، مالي کړکېچ ، په امريکا کې د بېکارۍ ستونزه او ... څنګه حلوي . بله خبره ، چې شنونکي يې له کوم احيتاط پرته کوي دا ده ، چې ښايي د اوباما مرستيال جوزيف بايډن چې دده په پرتله د ډيرې پخې سياسي تجربې څښتن دی ، هر څه به په خپل ګروت کې ونيسي او اوباما به يوازې سمبوليک رول تر سره کوي . دا ټولې هغه خبرې او اندېښنې دي ، چې ځواب موندنې ته يې وخت شته . اوباما د امريکا څلورڅلوېښتم ولسمشر دی راځیء ، چې دده د ژوند مختلفو پړاوونو ته تم شو :
د اوباما د ژوند پړاوونه دامريکا په سياسي تاريخ کې له عجيبه کيسو څخه شمېرل کيږي اوکېدای شي دا به يوازنی سياستوال وي ، چې په دريو وچو افريقا ، اسيا او امريکا کې خپلوان لري .
اوباما د 1961 ز داګست پر 4 مه نېټه د ( هاوايي ) ايالت په ( هنولولو ) کې نړۍ ته سترګې پرانېستي پلار يې باراک حسين اوباما نوميږي ،چې په کينا کې د ( لوا) قبيلې سره تړاو لري اوپه کوچينوالي کې يې په خپل کلي ناينګوما کې ميږې څرولې، لومړنۍ زده کړې يې په کينا کې پيل کړي وروسته بيا د تحصيلي بورس له برکته امريکا ته راغی او همدلته يې دهاوايي په پوهنتون کې داوباما له مور سره لېده کاته وشو . دغه مهال داوباما پلار عمر ايله 18 کاله و او مور يې د کنساس د ايالت وه باراک اوباما به د دوو کلونو و ، چې مور يې له پلار څخه جلا شوه د اوباما پلار په 1982 ز کې په کينا کې په يوه ترافيکې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ اوباما په دې اړه وايي « هغه دخپل ډول ځانګړې سړی و زه يې پر مړينې ډير خواشيني وم » .
پلار يې هاروارډ پوهنتون ته ولاړ او باراک اوباما يې له مور سر ه پرېښود ،موريې وروسته بيا له اندونيزيايي انجينر سره واده وکړ او په 1967ز د اوباما په ګډون درې واړه اندونيزيا ته ولاړل. اوباما به د لسو کلونو و ، چې په جاګارتا کې يې په اسلامي ښوونځي کې ځان شامل کړ همدلته يې د درېيمې نړۍ پر بيوزلۍ سر خلاص شو .
اوباما بېرته امريکا ته راستون شو او له خپل مور ني نيا او نيکه سره ميشت شو او له دولسم ټولګي څخه په 1979 ز کې فارغ شو. دزده کړې پر مهال د ښوونځي دورځپاڼې مسوول مدير و او پردې سربېره يې د باسکټ بال لوبه هم کوله . اوباما په خپل ښوونځي کې د فعالو شاګردانو له ډلې شمېرل کېده او هره اونۍ به له تورپوستو شاګردانو سره د ( نژادي کونج ) په نوم پيژندل شوي ځای کې يو ځای کېده . ټوني پيترسون ، چې ددغو ناستو له برخوالو څخه و وايي : « يوه ورځ اوباما د بحث پر مهال وويل ... ايا تاسې دا اټکل کولای شیء ، چې موږ به يوه ورځ په خپل ژوند کې تورپوستی ولسمشر وګورو؟ » اوباما د نورو پوستو سياستوالو په څير نژادي مسألو ته لمن نه وهله ځکه ، خو يو شمېر وايي دا پور تورپوستې نه دی .
له دې وروسته اوباما لاس انجلس ته ولېږدېده او هلته يې د ( اوکستندال ) پوهنځي کې زده کړه پيل کړه وروسته بيا په نيويارک کې د کولمبيا پوهنتون ته ولاړ او په 1983 ز کې ورڅخه فارغ شو اوباما په دغه پړاو کې له يو ډول ناارامۍ سر ه لاس وګريوان و خپله يې هم ويلي و ، چې د ( هويت له ستونزې ) ډير ځوريږي او له همدغې ستونزې څخه دخلاصون په موخه يې د يو څه وخت لپاره مخدره توکو ته مخه کړه. اوباما وايي : « د ماري جوانا او کوکايينو د کارونې له لارې مې وغوښتل ، چې له دې پوښتنو ځان خلاص کړم ، چې ز ه څوک يم » .
په نيويارک کې يې په انترناسيونال کارپوريشن کې دنده ومونده ، له څلورو کالو وروسته شيکاګو ته ولاړ ،شيکاګو له نيويارک سره په دوو ځانګړنو کې ورته ده، يو داچې په شيکاګو کې افريقايي امريکايان ډير دي او بله دا چې دنيويارک په څيرډېرې اسمانڅکې ودانۍ لري .
اوباما په 1985 ز کې شيکاګو ته ولاړ او دلته يې د سيمه ييزو ټولنو د تنظيم او څار په برخه کې دنده تر لاسه کړه او دمياشتې 1000 ډالره تنخوايې تر لاسه کوله ، کله چې يې دنده تر لاسه کړه د ښار نخچه به ورسره وه له بيوزلو سره يې دمرستې په اړه په زړه کې ډيرې هيلې وې دغه مهال يې تر ټولو لويه هيله دا وه ، چې ليکوال شي . وروسته يې بيا ( له پلاره راپاتې خوبونه ) او ( هيلې زړورتيا ) دوه کتابونه وليکل همدغه مهال يې لنډې کيسې هم وليکلې دکيسو په اړه يې يو ملګری وايي : « زه نه پوهېږم ، چې دا څرنګه توانېدلې ، چې د سړک خلکو غبرګون او احساسات په خپلو ليکنو کې ځای پر ځای کړي » .
اوباما دخپل ژوند په دغه برخه کې دوه خبرې په پام کې ونيولې ، نورو ته بايد ښه غوږ ونيسي او زر زده کړ ه وکړي ، اوباما ته به د ټولنيز بدلون په اړه خبرو ډېر خوند ورکاوه . اوباما له 1988-1985 ز پورې همدغه دنده تر سره کړه اود ټولنيز و چارو په اړه يې ښه تجربه تر لاسه کړه خپل ځان يې په نورو کې ليدلای شو .
په 1988 ز کې د دريو اونيو لپاره اروپا ته ولاړ بيا يې خپل پلرني ټاټوبي کينيا ته سر ورښکاره کړ ، د لومړي ځل لپاره يې ځينې خپلوان وليدل . په همدغه کال کې د هاروارډ دقانون پوهنځي ته شامل شو ، په 1990 ز کې د هاروارډ دمجلې مسوول مدير شو. دی اولنې تورپوستی و ، چې په امريکا کې د دومره مهمې او مشهورې مجلې مسوول مدير کيږي .
په 1991 ز کې له هاروارډ څخه فارغ شو. دپوهنتون مهال ملګري د اوباما په اړه وايي : « پوخ روڼ انده و او د چارو د ارزونې ښه وړتيا يې درلوده او دا ځواک يې درلود چې ديوې خبرې ګرد اړخونه وسنجوي » .
کله چې په 1995ز کې شيکاګو ته راغی همدلته يې ( له پلاره راپاتې هيلې ) په نوم کتاب وليکه او د ټاکنو په حوزو کې دافريقايي امريکايانو دنومليکنې په کمپاين کې شامل شو او د قانوني سلامشورو په شرکت کې يې کار پيل کړ، وروسته بيا په شيکاګو پوهنتون کې د قانون استاد شو اوتر 2004 ز پورې يې د استاد دنده ترسره کړه. کله چې يې کانګرس ته لار ومونده د پوهنتون استادي يې پرېښوده .
دسياست په ډګر کې د اوباما ستوری هغه مهال په ځلېدو شو کله ،چې په 2004 ز د ديموکرات ګوند په کنفرانس کې دمهمو ويناوالو په کتار کې راغی همدلته يې له امريکايانو وغوښتل ،چې راځیء د تنوع له لارې خپل يووالې په زباد ورسوو ! په دغه وينا کې يې دغه مشهوره خبره وکړه : « نه ليبراله امريکا شته او نه محافظه کاره، نه سره امريکا شته او نه شنه يوازې متحده ايالات به وي ، هلته نه توره امريکا شته او نه سپنه ، نه لاتينه امريکا شته او نه اسيايې ، بلکې يوازې متحده ايالات به وي ... موږ يو ملت يو... موږ ټول به امريکايي توغ ته رښتيني يو ... موږ ټول به له امريکا څخه دفاع کوو » . له همدې شپې راوروسته په امريکا کې ځينو سياستوالو وويل ، چې دا شونې ده ، چې اوباما دسپينې ماڼې په لور ګام پورته کړي . اوباما په 2004 ز کې دکانګرس په ټاکنو کې ونډه واخيسته او د پام وړ برياليتوب يې تر لاسه کړ او په 70% رايې يې تر لاسه کړې .
په کانګرس کې يې تر هېښونکي برياليتوب لږ وروسته ورڅخه وپوښتل شو ،چې ايا تاسې به ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړیء ؟ ده ورغبرګه کړه ،چې دغسې يو ګام زما په راتلونکو پروګرامونو کې نشته ، خو له دې دريځه پر شا او په 2007 ز کې يې د الينوي ايالت په سيرينګوليډ ښار کې د ( اولډ کيبټل ) تالار کې خپله کانديدا يې اعلان کړ او دا شعار يې ( هغه بدلون ،چې موږ پرې باور لرو ) پورته کړ نوموړې وتوانېده ،چې په خپلو ټاکنيزو منډو ترړو کې له اټکله پورته بسپنه ، چې 265 ميلونه ډالره وه راټوله کړه دومره بسپنه دامريکا د ټاکنو په تاريخ کې هېڅ يو کانديد نه ده راټوله کړې د يادونې وړ خو داده ،چې دابسپنه دهغو يونيم ميلونو کسانو له پانګې برابره شوه ،چې عايد کم و . وړاندې له دې ، چې له هيلري کلنټن سره يې خبره سپينه شي ځينو ملګرو ورته د ښاغلي ولسمشر خطاب کاوه .
د اوباما د اسلام مسئله
دا له هماغه پيله څرګنده وه ، چې اوباما بايد د دوو تورونو پر وړاندې ټينګ ودریږي اسلام او دده افریقايي ريښې . سناتور باراک اوباما د ټولټاکنو له پيله پردې تورن شو، چې دا مسلمان دی په لومړي سر کې ( فوکس نيوز ) کانال د اوباما په اړه وويل « اوباما دخپل عمر يوه لسیزه دمسلمان اندونيسي پلار په پالنه کې تیر کړي ، مور يې هغه مهال ورسره واده وکړ ، چې کله له خپل لومړې میړه جلا شوه ، او په هغه سخت دریځه اسلامي مدرسه کې شامل شو ، چې بسپنه يې د سعودي عربستان له لورې چمتو کیده » .
څه موده وروسته يو شمیر ښي اړخه خبري رسنيو دخپل راپورونو پر مټ د اوباما دمسلمان پلار په اړه خبرې کولې ،خودا به يې ورسر ه يادوله ، چې ( اوباما داسې مسلمان دی ، چې عيسوي جامې اغوندې ) پردې سربېره خپله اوباما پر عيسويت وياړ کوي او ځان د امريکا دمتحده ايالاتو د ( ازادۍ کليسا ) غړی بولي .
داوباما ملګرو هیڅکله دغسې تورونه او خبرې نه دي منلې ښي اړخه خبري رسنيو ،چې څه داوباما په اړه کښلي دا ناسم دي . اوباما دمسلمان پلار پر وسيله نه دی روزل شوې ځکه نوموړې به دوو کلو ،چې مور يې ورڅخه جلا شوه پردې سربېره پلار ملتزم مسلمان نه و بله خبره داده ، چې اوباما د يوه مسلمان په توګه نه دی راستر شوې اونه يې په سخت دریځه اسلامي مدرسه کې زده کړې تر لاسه کړي .
اوباماخپله وايي « دا ناسمه ده ، زه مسلمان نه يم او نه کومه ورځ وم » .
دده درې ګونې نوم باراک حسين اوباما په اړه هم څو ډوله خبرې کیږي ځينې ډلې يې له دې امله راپورته کوي ، چې دده ارزښت راکم کړي ځينې يهودي کړۍ يې په دې موخه خوله په خوله ګرځوي ، چې داسراييلو او يهودو لپاره دمرستې ډيرې ژمنې ورڅخه واخلي په دې اړه اوباما وايي « رښتيا زه په کوچينوالي کې د باري په نوم يادیدم کله ، چې راستر شوم پريکړه مې وکړه ، چې خپل کينايي کلتور او هويت ته وروګرځم او دخپل اصلي نوم باراک وکاروم » .
اوباما وايي : باراک او حسين سامي کليمې دي او امريکايان د امر يکا له منځته راتګ سره سامي کليمات کاروي ان تردې ، چې د امريکا د درې څلویښتو ولسمشرانو له ډلې څوارلس ولسمشران داسې و ، چې د دوی نومونه سامي و . او امريکايي انګليسي داسې ډيرې عربي کليمې لري ، چې تر ننه کاریږي .
اټکل شوې ده ، چې باراک اوباما به ډیر زر دخپل حکومت غړي معرفي کړي ، چې په امريکا د اقتصادي کړکیچ مخه ونيسي پردې سربېره د عراق او افغانستان جګړو لپاره وړ ستراتیژي ومومي .
په همدې لړ کې باراک اوباما له الينوي ايالت څخه دکانګرس غړی رام ايمانويل د سپينې ماڼۍ د مامورينو مشر ټاکلې .
دباراک اوباما د حکومت د ځينو غړو نومونه په دې توګه دي :
 رابرت ګیټس : ګیټس د ولسمشر جورج بوش په دويمه دوره 2006 د دفاع وزیر په توګه وټاکل شو نوموړې له دې وړاندې له 1993-1991 ز پورې دامريکا دمرکزي استخباراتو مدیر و همدارنګه ګیټس د ایران د چارو کارپوه دی .
 جوزیف بایډن : د بارک اوباما مرستيال
http://www.s-rohi.com/weekperson.php?id=48
 ریچارډ دانزیګ :
نوموړې داوباما له پياوړو سلاکارانو څخه دی او د کلنټن د واکمنۍ پر مهال دبحري ځواکونو مسوول و او له 1997-1993 ز پورې د بحري ځواکونو د وزیر په توګه دنده تر سره کړې ده .
 لورنس سمرز :
د کلنټن د واکمنۍ پر مهال د خزانې وزير و پردې سربېره دامريکا د مشهور پوهنتون هارورډ رئيس هم تیر شوې او اوس د باراک اوباما له مشهورو سلاکارانو څخه و .
 تيموسی ګيسنر :
دا په نيويارک د اتحادي ټولنې مشر او د کلنټن د ولسمشرۍ پر مهال د ماليې وزارت مرستيال و .
 هيلری کلنټن : دبهرنيو چارو وزیره
http://www.s-rohi.com/weekperson.php?id=34
 سام نان :
دا پخوانی سناتور او د هوايي ځواکونو مشر تیر شوې نان له ډيره پخوا پردې مشهور دی ، چې دامريکا په بهرنۍ تګلار کې نوموتې ديموکراتيکه څيره ده .
 سناتور چاک هیګل :
دا دبهرنيو اړيکو په کميسون کې مهمه څيره ده نوموړې د عراق دجګړې پر مهال پر جمهوري غوښتونکو سختې نيوکې کولې په مشرانو جرګه کې يې دوه دورې تیرې کړي اوس يې متقاعد شوې .
 پيټرا اورزاګ د بودیجې او ادارې مدیر :
د 2007 ز دجنورۍ رادیخوا دکانګرس د بودیجې مدیر و او له دې وړاندې د کلنټن په اداره کې اقتصادي سلاکار و .
 دامريکا د سوداګرۍ استازی :
ډان تارولو نوموړې په جورج ټاون پوهنتون کې دحقوقو استاد او د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ د چارو کارپوه دی د کلنټن د واکمنۍ پر مهال يې د لوی مرستيال په توګه د اوو صنعتي هېوادونو د غونډو په جوړونه کې مرسته کوله .
 ایريک هولډر دعدليې وزیر :
نوموړې د کلنټن د واکمنۍ پر مهال د عدليې وزیر مرستيا او د اوباما د ټاکنیز کمپاين د قانوني سلاکارانو څخه و .
 توم ويلساک دکرنې وزير :
نوموړې پخوا ايوا ايالت ګورنر و په 2006 ز کې اول ديموکرات و ، چې ځان يې ولسمشرۍ ته کاندید کړ ، خو ډير زر له خپلې کاندیدا څخه دهيلري کلنټن لپاره تیر شو ويلساک دانرژۍ او د کرنیزو پروژو کارپوه دی .