د 1948 دمې پر 15 مه نېټه انګلستان پر فلسطين دخپلې واکمنۍ دپای اعلان وکړ او ورسره سم په سيمه کې ناسور زړي وکرل شول عربي هېوادونو هڅه وکړه ،چې ددغه ناسور مخه ونيسي خو تر ننه په دغه چار کې بريالي نه شول او هغه مقوله ،چې بې ځمکې ولس او بې ولسه ځمکه خبره اخر هم ومنل شوه .
د اوسلو له تړون راوروسته 3000 فلسطينيان شهيدان او نږدې 1000 نيواکګر ځواکونه په دغه کړکيچ له منځه ولاړل دا د 2006 ز کال شميرې دي .
د ولسمشر ياسر عرفات له مړينې يا وژنې وروسته ولسمشر بوش وانګيرله ، چې دغه کړکيچ ته د پای ټکی کيږدي نو دلارنخچې خبره يې رامنځته کړه او دا ژمنه يې وکړه ، چې دخپلې واکمنۍ تر پايه به هڅه کوي ، چې د فلسطينيانو خپلواک دولت رامنځته کړي اوس ، چې د ولسمشر بوش د واکمنۍ ختميدو ته ايله څوارلس ورځې پاتې دي بيچاره به څه کوي منتخب ولسمشر وايي زه د غزې حالت له نږدې څارم خو مداخله ځکه نه کوم ،چې د ولسمشر بوش قانوني واک ته لا څو ورځې پاتې دي .
د 2008 /12 /27 مه نېټه اسراييلو پر غزة بريد وکړ ددغه بريد اعلان څوورځې وړاندې شوی و ،چې دوی به پر غزة بريدکوي نړۍ ورته ليدل هيچا هم پرې غوږ نه ګروه .
په اسلامي نړۍ کې دخپلو واکمنو پر وړاندې د لاريونو يوه څپه راپورته شوله ولسونه يوه خوله شول او نظامونه هماغسې تيت وپرک ان تردې ،چې په خپله اسرایيلو کې ددغې شومې جګړې پر ضد لاريون وشو . لويديځ ،چې د بشر حقوقو ډنډوره غږوي اوس هم خوله چوله کړې هيڅ هم نه وايي ځکه دغزې اوسيدونکي انسانان نه دي .
داسراييلو لا پخوا د بيل يې کړه ايل کړه سياست راخپل کړی و نوموړی يې دمحمود عباس ا ودده اجيره اداره راخپله کړه او اوس يې حماس پسې رااخيستې ده حماس بله ګناه نه لري يوازې داچې اتلس مياشتې وړاندې يې ټولټاکنې وګټلې او له اسراييلو سره خبرو ته حاضر نه و هر اړخ خپل شرطونه درلودل .
هماغه و ، چې غزة محاصره شوه او خبره تر بريده راورسيده ددې جګړې يو اړخ حماس دی راځې ، چې دحماس دسياسي څانګې مشر خالدمشعل وپيژنو ځينې وايي ، چې همدا دحماس مشر دی خو دامنيتي لاملونو له مخې يې نوم نه اعلانوي :
خالد مشعل په 1956 ز کې درام الله په سلواد نومي کلي دعبدالرحيم اسمعيل کور کې نړۍ ته سترګې پرانېستي تر 1967 ز پورې همدلته په رام الله کې و او خپلې لومړنۍ زده کړې يې همدلته بشپړې کړې وروسته يې بيا کورنۍ کويت ته وليږديده او همدلته يې خپلې منځنۍ زده کړې بشپړې کړې همدغه مهال د فلسطين په څانګه کې له اخوان المسلمين سره يو ځای شو او د کويټ له پوهنتون څخه يې دفزيک په برخه کې دبکلوريا سندتر لاسه کړ .
دکويټ پوهنتون د شلمې پيړۍ په اويايموکلونو کې دعربي فکري خوځښتونو څخه تر مورګو رسيدلی و دفلسطين مسالې په دغو خوځښتونو کې خپل جوت ځای درلود او د محصلينو خوځښت يې له ودې او غوړيدا څخه برخمن و دهغه مهال پر محصلينو يې اغيز اوس هم له ورايه ښکاري .
خالد مشعل هم دنورو محصلينو په څير لدغه چاپيريال څخه اغيزمن و دده شخصيت او وړتياوې همدلته وغوړيدې دنوموړې فکري ، ګوندي او سياسي وړتيا ددې لامل شوه ، چې دکوت په پوهنتون کې د فلسطين اسلامي خوځښت رهبري کړي د الفتح خوځښت پر وړاندې يې دکتلة الحق الاسلامية ډله جوړه کړه او په کويټ پوهنتون کې يې د فلسطين دمحصلينو داتحاديې مشري دهمدغې ډلې له برکته تر لاسه کړه . دغه ډله بيا ډير زر د فلسطين دمحصلينو اسلامي ټولنه شوه .
خالدمشعل له فراغت وروسته په کويټ کې دفزيک استاد شو له دې نورو بوختياوو سربېره خالد مشعل د فلسطين له مسالې لاس وانخيست په دغه مسله کې خالد مشعل له نورو ډير چوست او چالاکه و د فلسطين په څانګه کې داخوان المسلمين لپاره يو شمير کسان راجلب کړل ، چې اوس يې په دغه ګوند کې لوړ منصبونه تر لاسه کړي .
خالد مشعل په 1987 ز کې د حرکة المقاومة الاسلامية ( حماس ) په رامنځته کولو د پام وړ ونډه درلوده د يادونې وړ ده ، چې خالد مشعل دحفص په روايت دقران کريم نوموتی حافظ دی .
خالدمشعل ، چې کله د کويټ له پوهنتونه فارغ شو په 1980 ز کې يې واده وکړ داوو اولادونو له منځه يې درې لوڼې ا وڅلور زامن دي .
په 1987 ز کې دحماس له رامنځته کيدا سره سم خالدمشعل ددغه ډلې ملګری و کله ، چې اردن ته راغی ددغې ډلې له فعاله او کارنده غړي په توګه وپيژندل شو په 1996 ز کې دحماس د سياسي څانګې رئيس وټاکل شو .
دترور هڅې
د 1997 ز د سپټمبر پر 25 مه نېټه موساد د لومړي وزير بنيامين نتنياهو په مستقيم امر دخالدمشعل دترور په موخه دموساد 10 تنه مامورين په کاناډايي پاسپورتونو اردن ته واستول ځکه خالد مشعل داردن تابعيت درلوده او دغه مهال په اردن کې استوګن و کله ، چې نوموړی د وصفي التل له سړکه تيريده نو دغو مامورينو يو څه زهرجن مواد دپيچکارۍ له لارې دده بدن ته ورداخل کړل .
اردني چارواکي پوه شول ، چې دا د ترور يوه هڅه ده او د پېښې په تړاو يې دوه تنه مامورين ونيول کله ،چې خبره ملک حسين بن طلال ته ورسيده نو دسمدلاسه داسرائيلو له لومړي وزير وغوښتل ، چې ددغو موادو ضددرمل ورواستوي په لومړي سر کې نتنياهو د حسين خبره ونه منله د خالدمشعل دترور هڅې سياسي اړخ غوره کړ ان تردې ، چې ولسمشر بيل کلنټن هم په کې مداخله وکړه او نتنياهو يې اړ ويست ، چې دغه درمل اردن ته واستوي دامريکا ولسمشر بيل کلنټن هغه مهال دنتنياهو په اړه وويل : « زه له دغه سړی سره کار نشم کولای دا سرتمبه غوندې دی » .
د اردن چارواکو دغه دوه تنه دموساد ايجنټان د الشيخ احمد ياسين ، چې داسرائيلو په زندان کې په عمري بندمحکوم د خوشې کولو په بدل کې ورپرېښودل .
په 1999 ز کې د اردن چارواکو دامريکا دفشار په ترڅ کې حکومت دخالدمشعل دنيولو امر وکړ دغه مهال دامريکا دبهرنيو چارو وزيره ماډلين البرايت هم اردن ته راورسيده . خالد مشعل او ملګري د1999 ز دنومبر پر 21 قطر ته ولاړل هلته ورته دقطر چارواکو ښه راغلاست ووايه يو څه وخت همدلته پاتې شول وروسته بيا سوريې ته ولاړل تر اوسه همدلته ميشت دی .
په 2002 ز کې خالدمشعل په پلازمينه رياض کې د سعودي عربستان له ولي عهد (اوسنی پاچا عبدالله ) سره وليدل خالدمشعل دالموتمر العالمي للشباب المسلم په نوم يو کنفرانس ته د ګډون لپاره ورغلې و دغه ليدنه ډيره ښه ارزول شوې وه خو پايلې يې مطبوعاتو ته ښکاره نه شوې .
وروستي