شيخ حسينه واجد

د اتلسو کلو راهيسې د بنګلادېش د واک واګې د دوو سياستوالو مېرمنو او د بنګلادېش ددوو وژل شويو ولسمشرانو د وارثينوتر منځ سره لاس په لاس کيږي ، او دا دی تر اتو کلونو وروسته يو ځل بيا وار شيخ حسينه واجد ته ورسېد. تر دوو کلوناندريو، تورونو او بنديزونو او تر اتوکلو ځنډ وروسته په بنګلادېش کې ټولټاکنې ترسره شوې او يو ځل بيا د بنګلادېش مشهورې سياستوالې او د عوامي ليګ هوډمنې مشرې شيخ حسينه واجد په لوی اکثريت سره د لومړي وزارت څوکۍ وګټله او خپلې ځواکمنې سيالې او د پخواني ولسمشر ضياالرحمن مېرمنې خالده ضيا ته يې درنه ماته ورکړه. عوامي ليګ په دې بريالی شو ، چې د پارلمان له 300 څوکيو څخه 230 څوکی ترلاسه کړي او د بنګلادېش په ټاکنيز تاريخ کې تر ټولو لوی بری ترلاسه کړي ، خو دا بايد وويل شي ، چې دا بری هسې وړيا نه دی ترلاسه شوی ، بلکې ترشا يې د شيخ حسينه اوسپنيزه اراده ولاړه وه. راځئ ، چې د دې مشهورې سياستوالې د ژوند لوړو ژورو ته په ګډه يو لنډ نظر واچوو:
شيخ حسينه واجد د بنګلا دېش دلومړني ولسمشر او بنسټ اېښودونکي شيخ مجيب الرحمن تر ټولو مشره لورده ، چې د 1947 کال د سپټمبر پر 28 نېټه د ګوپال ګنج په يوه لرې پراته کلي (تونګي پاره) کې زېږېدلې ده. سياسي ژوند يې په شپېتمو کلونو کې په(اېډن کالج) کې د يوې فعالې زده کوونکې په توګه پيل کړ. هغه په 1966 کال کې د کالج د زده کوونکو د اتحاديې د مرستيالې په توګه وټاکال شوه،وروسته د ډاکه په پوهنتون کې هغه د عوامي ليګ د زده کوونکو د څانګې (چتهراليګ ) غړې وه .
په 1968 کې شيخ حسينه د بنګلادېش له يوه مشهور ساينسپوه واجد مياه سره واده وکړاو خدای(ج) له دغه واده څخه يوزوی درته ورکړ. په 1973 کې د ډاکه له پوهنتون څخه فارغه شوه.کله چې په 1971 کې بنګلا دېش له لوېديځ پاکستان څخه خپلواکي ترلاسه کوله ، دا له خپلې مور ، خور ، دريو وروڼو او يوزوی سره په کورکې نظر بند وه او پلار يې (شيخ مجيب الرحمن) په لوېديځ پاکستان کې بندي و. تر خپلواکۍ وروسته چې شيخ مجيب الرحمن د بنګلادېش د لومړني ولسمشر په توګه دنده واخيسته ، شيخ حسينه په سياست کې لږه ونډه درلوده ، ځکه چې دا مهال د دې ورور شيخ کمال ته د ځای ناستي په سترګه کتل کېدل .
په 1975 کې د يوې پوځي کودتا په ترڅ کې شيخ مجيب الرحمن له خپلې مېرمنې او دريو زامنو سره ووژل شو. شيخ حسينه او د هغې خور شيخ ريحانه دا مهال په لوېديځ جرمني کې د روغ نيتۍ په يوه رسمي سفر بوختې وې او يوازې همدوی ژوندۍ پاتې شوې. دوی تر هغې وروسته په برتانيې کې پناه واخيسته او وروسته يې په نوي ډهلي کې استوګنه اختيار کړه او دلته د 1981 کال د می تر اولسمې نېټې پورې پاتې شوه. په 1981 کې چې دا لاهم په هندوستان کې وه ، د عوامي ليګ د مشرې په توګه وټاکل شوه.د همدې کال د می په مياشت کې ولسمشر ضياالرحمن د يوې بلې پوځي کودتا په ترڅ کې ووژل شو او وروسته جنرال حسين محمد ارشاد د يوې ارامې کودتا له لارې د واک واګې ترلاسه کړاو ( مارشل لا ) يې اعلان کړه.
په 1983 کال کې شيخ حسينه له واک څخه د جنرال ارشاد د لرې کولو په موخه د 15 ګوندونو يو اتحاد رامنځته کړ. د اتيايمو کلونو په ترڅ کې به تل کله په زندان او کله پر کوروه ، خو په ټوله موده کې عوامي ليګ او د خالده ضيا په مشرۍ د بنګلادېش ملي ګوند په يوه وخت کې هڅه کوله ، چې پوځي حکومت له واکه لرې کړي. دواړه ګوندونه په 1990 کې په دې بريالي شول ، چې د جنرال ارشاد حکومت راوپرځوي .
په 1991 کې د لرې کېدونکي قاضي القضات شهاب الدين احمد په مشرۍ د سرپرست حکومت ترڅارنې لاندې د بنګلادېش لومړنۍ ازادې ټاکنې ترسره شوې. د خالده ضيا په مشرۍ د بنګلادېش ملي ګوند ټاکنې وګټلې ، خالده ضيا د لومړنۍ لومړۍ وزيرې په توګه په کار پيل وکړ او د شيخ حسينه په مشرۍ عوامي ليګ د يوه پياوړي اپوزېشن په توګه راڅرګند شو.
په 1994 کې دعوامي ليګ يو پارلماني غړی مړ شو ، کله چې د هغه د ځای ناستې لپاره ټاکنې وشوې او ملي ګوند ټاکنې وګټلې ، خالده ضيا واکمن ګوند په درغليو تورن کړ، او له يو شمېر نورو ګوندونو سره يې يوځای د دې غوښتنه وکړه ، چې د يوه بل سرپرست حکومت تر مشرۍ لاندې دې له سره ټولټاکنې ترسره شي .د خالده ضيا حکومت د دغه غوښتنې له منلو ډډه وکړه او مخالفو ګوندونو په پرله پسې اعتصابونو لاس پورې کړ ، ترڅو د 1996 کال د جون په دېرشمه د قاضي حبيب الرحمن د سرپرست حکومت په مشرۍ بيا ټولټاکنې ترسره شوې او داځل د شيخ حسينه واجد عوامي ليګ د يو څو وړو ګوندونو په مرسته ټولټاکنې وګټلې .شيخ حسينې د لومړۍ وزيرې په توګه لوړه ياده کړه او ژمنه يې وکړه چې د ملي يووالي حکومت به رامنځته کوي.که څه هم يو شمېر واړه ګوندونه او دملي ګوند يو څو غړي د شيخ حسينه په حکومت کې ورګډ شول ، خو د دوو اصلي مخالفو ګوندونو ترمنځ مخالفت په خپل قوت همداسې پاتې شو. شيخ حسينې د پخواني سرپرست حکومت مشر قاضي شهاب الدين احمد په دې راضي کړ ، چې د جمهوري رياست څوکۍ ومني او د يو شمېر پلويانو له خوا د دې کار ښه هرکلی وشو او دا يې د شيخ حسينه د روغ نيتۍ يوه غوره نښه وبلله.
د خپل واک پرمهال شيخ حسينه بريالۍ شوه له هندوستان سره د(فرکه بارګ) تړون په لاسليک کولو سره د اوبو يوه مهمه لانجه غوڅه کړي ، همدارنګه هغه بريالۍ شوه چې له يوشمېر باغي قبايلو سره د سولې تړون لاسليک کړي ، چې له تړون سره د ناراميو په کچه کې ډېر کموالی راغی ، خو د دې ترڅنګ د دې حکومت بيا په اداري فساد تورن شو او ورسره دا تورونه هم ولګېدل ، چې شيخ حسينه له خپل حکومت څخه د خپل پلارپه اتل جوړولو کې سواستفاده کړې او مېډيا يې تر زياتې اندازې سياسي کړې ده. د هغې د حکومت په وروستي کال کې د ملګرو ملتو د يوه رپوټ له مخې بنګلا دېش د نړۍ تر ټولو فاسد حکومت اعلان شو ، که څه هم بنګلادېش له پخوا څخه د پنځو فاسدترينو هېوادونو په کتار کې و ، خو وروستي اعلان د هغې حکومت ته ډېر زيان ورساوه . اپوزېشن د استعفا غوښتنه وکړه ، خو هغې خپل حکومت ته ترپايه دوام ورکړ. قاضي لطيف الرحمن د سرپرست حکومت مشر وټاکل شو او په 2001 کال کې ټولټاکنې ترسره شوې ، په دغو ټولټاکنو کې د شيخ حسينه عوامي ليګ ډېره درنه ماته وخوړه او په پارلمان کې يې يوازې 60 څوکۍ ترلاسه کړې.د دې پر وړاندې د خالده ضيا په مشرۍ د څلورو ګوندونو اېتلاف بيا 200 څوکۍ وګټلې . که څه هم شيخ حسينې مخالف ګوندونه په درغليو تورن کړل ، خو نړيوالې ټولنې د ټولټاکنو پايلې تاېيد کړې.
په 2003 کې شيخ حسينه د حاکم ګوند د پرځولو هڅه پيل کړه ، خو پاتې راغله . ترهغې وروسته پر شيخ حسينه باندې څوځلې د وژنې ترهګر بريدونه وشول ، چې دا ترې بچ شوه خو د دې د ماليې وزير ترکچې د ګوند ځينې مهم غړي په کې ووژل شول.
د 2007 کال د جنورۍ د 22 نېټې د پلان شيوې ټاکنوپرسر هم لانجه راغله ، شيخ حسينه د سرپرست حکومت پر مشرلاج الدين احمد د نه بې پرېتوب يا د مخالف ګوند د پلويتوب ادعا وکړه ، ټولټاکنې وځنډول شوې ، لاج الدين احمد له واک څخه لرې شو او په هېواد کې د اضطرار حالت اعلان شو. په همدې ترڅ کې شيخ حسينه د بډو اخيستو او همدارنګه د خپلو مخالفينو پر ضد د وژنې په دسيسه تورنه شوه . د 2007 کال په اپريل کې ، چې شيخ حسينه د متحده ايالتونو په يوه سفر تللې وه ، اضطراري حکومت د هغې د بېرته ستنېدو مخه ونيوله او د هغې دسورلۍ الوتکې ته يې د کوزېدو اجازه ورنه کړه. پر سبا يې د شيخ حسينه د نيول کېدو امر ورکړ شو ، خو شيخ حسينې هڅه وکړه چې له لندن څخه بېرته راستنه شي او حکومت يې مخه ونيوله . هغې وويل ، چې دا به په هره بيه چې وي بېرته هېواد ته ستنيږي او ټول هغه تورونه چې پردې لګول شوي غلط ثابتوي . څو ورځې وروسته پر هغې لګيدلي تورونه بېرته واخيستل شول او د بېرته راتګ اجازه يې هم ورکړل شوه.څرنګه چې حکومت د شيخ حسينه پر سيالې خالده ضيا هم فشار راوستی و ، چې له هېواد څخه ووځي نو داسې ښکاري چې اصلا حکومت هڅه کوله سياسي سيستم بيا ورغوي تر دې چې د هغې د سيالې ملاتړ وکړي. تر 51 ورځو جلاوطنۍ وروسته شيخ حسينه بېرته د 2007 کال د می په 7 نېټه بنګلادېش ته راستنه شوه. د جولای په مياشت کې هغه د فساد په تور ونيول شوه ، چې وروسته محکمې د هغې د خوشې کېدو پرېکړه اعلان کړه او بيا ترهغې وروسته څو څو ځلې د رشوت او اختلاس تورونه ورباندې ولګول شول او هڅه کېده ، چې دا له ملک څخه بهر وتو ته اړ باسي ، خو هغې په ډېر ټينګار سره مقاومت وکړ. د 2008 کال په فبرورۍ کې سترې محکمې پرېکړه وکړه ، چې د اضطراري حکومت لاندې د هغې محاکمه قانوني نه ده او پر هغې يې د تورونو لړۍ بنده کړه .د 2008 کال په جون کې هغه د خپل غوږ د درملنې لپاره ، چې د يوه ترهګربريد په ترڅ کې يې ضربه ليدلې وه ، متحدو ايالتونو ته لاړه او د نومبر په 6 نېټه بېرته راستنه شوه ، څو د ډسبمر په ترسره کېدونکو ټولټاکنو کې برخه واخلي . د ډسمبر په 11 نېټه يې د خپلې ټاکنې اعلاميه خپره کړې او د ډسمبر په 30 نېټۀ يې د بنګلادېش په تاريخ کې تر ټولو لوی اکثريت سره خپلې سيالې خالده ضيا ته ماته ورکړه .