تينزن ګياتسو( دالای لاما )

 له څو ورځو راهيسې د چين تبت بيا په بحران او اړودوړ کې ښکېل شوی ، تبتيانو په لاريونونو لاس پورې کړی او چيني پوليسو هم په خلاص مټ ځپلي دي . امريکا له نړۍ څخه غوښتنه کوي چې بايد د چين داکړنه وغندل شي ، فرانسه وايی چې د چين المپيک لوبې دې تحريم شي او چينيان بيا د پېښو تر شا د امريکې او دالای لاما لاسونه ګوري . په تبت کې ستونزې او اړودوړ څه نوې خبره نه ده او پخوانۍ ريښه لري .
د 1959 ز په مارچ کې چينايې ځواکونو په تبت کې پاڅون وځپه ، څوارلسم تينزن ګياتسو هند ته وتښتيد ، دهغه مهال د شلن کلن ځوان ګانده او برخليک ناڅرګند و . دالای لاما د ايالت داستوګنو سره مخ شو ، د تيبت ډيری استوګن له ده سره دملاتړ په نيت له خپلو کورونو ووتل . دالای لاما اړ و ، چې د دوی کلتور او ارزښتونه خوندي کړې . هغه مهال د ګوتو په شمار هېوادونه دې ته چمتو و ،چې له چين سره ځانونه مخامخ کړي او د پناه غوښتونکو مسووليت پر غاړه واخلي .
ددغو ټولو ستونزو سربېره د تبت د روحاني مشر مقام د تبعيد له چاپيرياله واوښت او په نړيواله کچه يوه منل شوې څيره وګرځيده .
نړيوالې ټولنې دالای لاما د نوموتې ديني مشر په توګه وپيژند نوموړې ته د کاريزماتيکې څيرې په سترګه کتل کيږي او تل يې د سولې له هڅو څخه ملاتړ کړی . دالای لاما په 1989 ز کې دنوبل د سولې جايزه ګټلې ده . څوارلسم دالای لاما دتبت دخپلواکۍ د تر لاسه کولو په اړه دهر ډول زور له کارولو سره مخالفت ښودلی .
کوچنی مشر
تينزن ګياتسو یا څورالسم دالای لاما د ( هامو دهوندوب ) په بزګره کورنۍ کې د 1935 ز د جولای پر 6 نېټه د تيبت په شمال ختيځ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې ، موروپلار يې دنور اولادونه هم درلودل . نوموړې لا دوه کلن و ، چې دبودايې چارواکو يوې ډلې دا ومنله ، چې تينزن ګياتسو د پخوانې ديارلسم دالای لاما د ځايناستې ځانګړنې لري . تينزن ګياتسو خپلې لومړنۍ زده کړې د بودايانو په عبادتخونو کې پيل کړې او له همدې ځايه يې په بودايې فلسفه کې دوکتوراه تر لاسه کړه . په 1950 ز تينزن ګياتسو د پنځلس کلو و ، چې چينايې ځواکونو پر تيبت يرغل وروړ . په 1951 ز کې د چين حکومت يو تړون رامنځ ته کړ او دايې پر ځان ومنله ،چې د چين حکومت به دتيبت په ديني ، فرهنګي او سياسي موسسو کې هيڅ ډول لاسوهنه نه کوي . په 1954 ز کې دالای لاما چين ته ولاړ او هلته يې د چين له ولسمشر ماوتسي تونګ سره وليدل او دخپل ملت دبرخليک د ټاکنې په اړه يې ورسره هر اړخيزه خبرې وکړې .
خو چين له رامنځ ته شوې تړون څخه مخ واړوه او دتيبت اوسيدونکو دخپل حق دترلاسه کولو په موخه پر مقاومت لاس پورې کړ د 1959 ز په مارچ کې د تيیت اوسيدونکې سړکونو ته راووتل او د پراخه لاريون له لارې يې د چين دنيواک د ختمولو غوښتنه وکړه .
دالای لام او تبعيد
څوارلسم دالای لاما د چينايې ځواکونو له ډاره پياده د هندوستان پر لور رهی شو او دهند په شمال کې د دارامسالا نومي سيمه کې يې سياسي پناه تر لاسه کړه د څو مياشتو په تيريدو له تيبت څخه نور 80 زره پلويان ورورسيدل او همدلته په تبعيد کې يې خپل جلا وطنه حکومت جوړ کړ .
دالای لاما په تبعيد کې شپه او ورځ پر ځان يوه کړه او دخپلو همنژادو چوپړ ته يې مټې رابډوهلی . دخپلې ژبې ، کولتور ، دين د ساتنې او ژغورنې په موخه يې ښوونځي او نور روزنيز ځايونه پرانيستل . څوارلسم دالای لاما د ښوونيزو او روزنيزو چارو سربېره خپل پام د تيبت کړکيچ ته هم ورواړوه او له ډيرو هڅو وروسته وتوانيده ، چې دتيبت کړکيچ ته نړيواله بڼه ورکړې په 1959 – 1965-1961ز کې يې ملګري ملتونه او سرمشريزه پردې قانع کړل ، چې د تيبت د اوسيدونکو د حق په اړه ځينې پريکړې او اعلاميې خپرې کړې .
همدارنګه دالای لاما دنړۍ دمشهورو ديني مشرانو لکه دويم بولس پاپ فقيد يوحنا سره يې په يو شمیر مناسبتونو کې ليده کاته وکړل . په 1987 ز کې دالای لاما دکړکيچ د هوارې يوه منځلارې ځل وړانديز کړ او له چينايې چارواکو يې وغوښتل ، چې د تيبت دې د سولې سيمه شي اونور دې دلته چينايې توکمه هان قبيله دميشتيدنې په موخه نه رااستول کيږي . نوموړې اوس هم دسولې او خبرو له لارې د کړکيچ هوارې غواړي . خو چينايې چارواکې يې پر وړانديز غوږ ونه ګروي او ده ته د جلاغوښتونکې مخکښ په سترګه ګوري . خوده تل داهڅه کړې ، چې له چين سره خبرو ته دوام ورکړې په له 1993 ز راديخوا دغه خبرې د لسو کلو لپاره په ټپه ولاړې وې .
په 2002 ز کې ديني لارښود خپل استازي بکين او لاهاسا ته واستول ترڅو له چينايې چارواکو سره له سره خبرې پيل کړې خو دغه نوښت او خبرو کومه د پام وړ پايله نه درلوده .
دالای لاما په 2004 ز کې له اسکټلينډ څخه د ليدنې پر مهال بي بي سي ته وويل : ( دا ډيره مهمه ده ، چې سړی د صبر ، هيلې او هوډ لمن ونيسي ) نوموړې تل خپلو پلويانو ته سپارښتنه کړې ده ، چې ددوی لاريون بايد سوله ييز وي . وايې : ( کله ، چې موږ تاوتريخوالی ته لاس واچوو دغه مهال له کنتروله وتل اسانه دي که دريځ او حالت هر څومره ناوړه هم وي موږ بايد له تاوتريخوالی ځان وژغورو ) دالای لاما د چينايې نيواک د شپيتمې کليزې په مناسبت په 2006 ز په مارچ کې وويل : ( زموږ موخه دخپل واک تر لاسه کول دي نه له چين څخه جلا کيدل ) .
د دالای لاما د استوګنې مرکز
د پنځم دالای لاما له پېره تر 1959 ز د څوارلسم دالای لاما د تبعيد تر مهاله ، د دالای لاما ژمنۍ پلازمينه بوتالا ماڼې او د دوبنۍ هغه يې نوربولينګا ماڼې وه دا دواړه ماڼې د تيبت په پلازمينه لاهاسا کې دي او د دواړو تر منځ مسافه نږدې درې کيلومتره اټکل شوې ده . کله ، چې په 1959 ز کې چين پر تيبت يرغل وروړ دالای لاما تينزن ګياتسو د پناه غوښتونکې په توګه هند ته ولاړ د وخت لومړې وزير جواهر لال نهرو یې ستړی مشي ته راوتې و . ده او دده لارويانو ته يې دهوسا او له امنه ډک ژوند وربرابر کړ . دالای لاما دهند په شمال کې د اپراپرديش ايالت په دهارامسالا سيمه کې استوګن شو او همدلته يې دتيبت مرکزي اداره ( د تيبت جلا وطنه حکومت ) جوړه کړه .
د دالای لاما دنومونو لړليک
نوم تاريخ او لقب
ګينا دون دروب 1391-1447 زلومړی دالای لاما
ګينا دون ګياتسو 1475-1542 ز دوهم دالای لامــا
سونام ګياتسو 1543-1588 ز دريېم دالای لاما
يونتين ګياتسو 1589- 1616 ز څلورم دالای لاما
لوزانګ ګياتسو 1617- 1682 ز پنځم دالای لاما
تساتګينګ ګياتسو 1683- 1706 ز شپږم دالای لاما
ګيلزانګ ګياتسو 1708- 1757 ز اووم دالای لاما
جامويل ګياتسو 1758- 1804 ز اتم دالای لامــــا
لونګتوک ګياتسو 1806- 1815 ز نهم دالای لامــــا
تسولتريم ګياتسو 1816- 1837 ز لسم دالای لامـــا
خيندروب ګياتسو 1838- 1856 ز يولسم دالای لامــا
ترينلي ګياتسو 1856- 1875 ز دولسم دالای لامـــا
وويتين ګياتسو 1876- 1933 ز ديارلسم دالای لاما
تينزن ګياتسو 1935- تر اوسه څوارلسم دالای لاما
دالای لاما
دالای لاما د تيبت ميشتو بودايانو تر ټولو ستر مذهبي لارښود دی ، تر 1959 ز پورې دالای لاما په تيبت کې مذهبي او حکومتي چارې ترسره کولې . په ټوليزه توګه د اد زيړو ګوډلو ( ګيلوکيا ) بودايې راهب دې په ( 1357- 1419 ز ) کې چونګابا رامنځ ته کړې .
په منګولي ژبه کې دالای غاړې ( ساحل ) ته وايې او په تيبتي ژبه کې ( ګياتسو ) د حکمت او پوهې ساحل ته وايې او ( لاما ) روحي لارښود ته ، دالای لاما دبيوکرات نظام ، حکومت دوارث استازيتوب کوي .
سره له دې ، چې دالای لاما د زيړو ګوډلو د ډلې راهب شميرل کيږي خو په تيبت کې ټولې مشهورې بودايې
ډلې دده روحي واک مني .