ډاکتر يوسف القرضاوي

 د2008 ز دفبرورۍ پر 7 مه نېټه دبرتانيې دکورنيو چارو وزارت اعلان کړه ، چې دوی دمسلمان عالم يوسف القرضاوي د ويزې غوښتنليک نه دی منلې، نوموړي زياته کړه : ( برتانيه د يوسف القرضاوي په څېر خلکو ته ، چې سخت دريځه وي اوله ترهګرۍ ملاتړ نه کوي دا اجازه نه ورکوي ، چې د دوی خاورې ته ننوځي ، ځکه دده راتګ به په ټولنه کې درز راپيدا کړي . » په برتانيه کې د اسلامي ټولنې رئيس محمد عبدالباري پر دغه پرېکړه نيوکه وکړه اوويې ويل : « زه ډاريږم ، چې دا به د برتانيې د ټولنې او کولتور په اړه مسلمانانو ته يو غلط پيغام وي ،ځکه چې يوسف القرضاوي په اسلامي نړۍ کې له ډېر درناوي څخه برخمن مسلمان عالم دی . د مخالف محافظه کار ګوند مشر ډېوېډکامېرون د يوسف القرضاوي له سفره وړاندې د فبرورۍ په لومړيو کې د ښاغلي القرضاوي په اړه وويل : « دا دګواښ خبره ده ، برتانوي ټولنه به وويشل شي » ده د برتانيې له لومړي وزير ګولډن براون څخه وغوښتل ،چې نوموړی له راتګ څخه منع کړي .
د يادونې وړ ده ، چې القرضاوي په 2004 ز کې له برتانيې څخه ليدنه وکړه او د ليدنې پر مهال يې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې په اسرائيلو کې د فلسطينيانو له بريدونو ملاتړ وکړ او د هغوی داځان وژنې بريدونو ته يې دشهادت لقب ورکړ ، يهودو پر دغې ليدنې نيوکه وکړه اوالقرضاوي يې تورن کړ چې نوموړی له سامي نژاد سره مخالفت لري ، خو هغه مهال د برتانيې چارواکو دده له ليدنې ملاتړ وکړ او زياته يې کړه ، چې دا د منځلاري اسلام يوه روښانه څېره ده .
يوسف القرضاوي په معاصره نړۍ کې جنجال پنځونکی مسلمان عالم پېژندل شوی ، ځينې علماو د القرضاوي له فقهې نظرياتو سره مخالف دي ، دوی نيوکه کوي ، چې نوموړی رايه پر شرعي دليل مخکې کوي او د عصر غوښتنې په پام کې نيسي ، اهل الحديث ورسره له دې امله مخالفت کوي ، چې نوموړي پر ضعيفو احاديثو استدلال کوي ، سلفيان ورسره ځکه مخالفت کوي ،چې القرضاوي په يوشمېر موضوعاتو کې له قطعي اجماع څخه مخ اړوي او په اصول الفقه کې يې نوي اصول رامنځ ته کړي . سيکولرستان پرې نيوکه کوي ، چې القرضاوي له يو شمير اسلامي حدودو ( سزاوو ) لکه د مرتد وژنه ، د واده شوې زناکار سړي او ښځې رجم څخه ملاتړ کوي ، پردې سربيره يې د لويديځ غصه او قهر هغه مهال راوپاروه ، چې کله يې د ښځې سنتګيري او په فلسطين کې داسراييلي نيواک پر وړاندې ځانوژونکې بريدونه روا وبلل .
له بل پلوه ، د القرضاوي پلويان وايي ، چې نوموړی توانيدلې ، چې د څرګندو قواعدو په رڼا کې کره فقهي نظرياتو ته ورسيږې .
ډاکتر يوسف عبدالله مصطفی القرضاوي په 1926 /9/9 مه نېټه په مصر کې وزيږيده د دوو کلو ، چې پلار يې وفات شو روزنه يې د تره پر غاړه شوه او دهمده تر څارنې لاندې راستر شو ، لس کلن نه و ، چې قران کريم يې په يادو زده کړ ، زده کړې يې په الازهر پوهنتون کې پيل کړې او په 1953 ز کې د ( الشهادة العالية ) بري ليک تر لاسه کړ او په 1954 ز کې يې د تدريس اجازه تر لاسه کړه په پوهنځی کې د زده کړې پر مهال به په ازموينو کې اول نومره راته په 1960 ز کې په اصول دين پوهنځي کې د قران او سنت په څانګه کې د ماسټرۍ دوره تر سره کړه او په 1973 ز کې يې له همدې پوهنځي د دکتوراه سند تر لاسه کړ د تېزس عنوان يې ( الزکاة وآثرها فی حل المشاکل الاجتماعية ) و. ډاکتر القرضاوي څو ځلې بندي شوی هم دی ، په 1949 ز کې د شاهي نظام په پېر کې له اخوان المسلمين سره دتړاو په تور اووروسته بياد جمال عبدالناصر دواک پر مهال درې ځلې زندان ته استول شوی .
له فراغت وروسته يې د حج او اوقافووزارت په چوکاټ کې په مسجدونو کې دتدريس اوخطبې دنده ترسره کړه وروسته بيا د امامانو دانسټيټوټ مشر شو ، يو څه موده وروسته په الازهر پوهنتون کې داسلامي کولتور عام مدير شو. په 1961 ز کې د قطر دولت وغوښت او دمنځنيو ديني زده کړو د انسټيټوټ مشري يې وروسپارله ، دوخت په تېرېدو ورته دقطر دولت خپل تابعيت هم ورکړ په 1973 ز کې يې د نجونو او هلکانو لپاره د روزنې پوهنځی جوړ کړ ، چې وروسته بيا د قطر پر پوهنتون واوښت او يوسف القرضاوي يې د اسلامي زده کړو د پوهنځی مشر وټاکل شو . په 1977 ز کې په قطر پوهنتون کې د شرعياتو او اسلامي زده کړو دپوهنځي د جوړولو چارې وروسپارل شوې او د 1990 ز پورې د همدې پوهنځی رئيس و. په 1991 ز کې له قطر څخه الجزائر ته وغوښتل شو تر څو د الجزائر په پوهنتون کې د شرعياتو او اصول الدين د برخو دسرپرست او لارښود په توګه کار وکړي . له الجزائرڅخه بېرته قطر ته راستون شو او دنبوي سيرت او احاديثو د څېړنو مرکز يې پرانيست او تر ننه يې مشري ورترغاړې ده . همدارنګه د دفتوا او څېړنو داروپايې مرکز د قطر او بحرين د اسلامي بانکونو دشرعي څار د ډلې ، دانټرنېټي وېپاڼې اسلام انلاين ، دمسلمانو علماوو د ټولنې مشردی . په مکه مکرمه کې د رابطة العالم الاسلامي د اسلامي فقهې د څانګې او په افريقا کې د اسلامي دعوت د شورا اوپه اکسفورډ کې داسلامي څېړنو دشورا غړی دی .
د القرضاوي کتابونه :
ډاکتر يوسف القرضاوي په سلګونو کتابونه او فتواوې لري پردې سربېره په يو شمېر تلويزوني کانالونو کې هم دديني پروګرامونو ميلمه وي ، دنوموړي مشهور کتابونه په لاندې ډول دي :
الفتوی بين الانضباط والتسيب ، حول قضايا الاسلام والعصر ، ثقافة الداعية ، نساء مومنات ، فتاوی المراة المسلمة ، النقاب للمراة بين القول ببدعيته والقول بوجوبه ، التربية الاسلامية ومدرسة حسن البنا، المدخل للدراسة الشريعة الاسلامیة ، الحلال والحرام فی الاسلام – پښتوته ژباړل شوې - ....
ډاکتر يوسف القرضاوي اسلام ته دخدمت لامله يوشمير جايزې تر لاسه کړې په 1411 هـ کې دپراختيا داسلامي بانک لخوا جايزه ترلاسه کړه په 1413هـ کې يې په اسلامي څېړنو کې دملک فيصل نړيواله جايزه تر لاسه کړه او په 1996 ز کې يې د نړيوال اسلامي پوهنتون – ماليزيا د رئيس لخوا د علمي هلو ځلو په مناسبت جايزه تر لاسه کړه او په 1997 ز کې ورته دبروناي پاچا په اسلامي فقه کې دسلطان حسن البلقية جايزه ورکړه .