جورج حبش

 که څه هم جورج حبش ، چې د فلسطيني مقاومت او مبارزې يوه ډېره مشهوره څېره وه ، لس ورځې دمخه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي ، خوڅرنګه چې لا هم دعربي نړۍ په مطبوعاتو کې هره ورځ د ده د شخصيت او مبارزو په اړه ليکنې ، تبصرې او شننې خپريږي . غواړم په لاندې څو کرښو کې د جورج حبش د ژوند،شخصيت او مبارزو په اړه خپلو لوستونکو ته رڼا واچوم :
ډاکتر جورج حبش په 1925 ز کې په اللد نومي سيمه کې زيږيدلې دی . په نسبي بډايه کورنۍ کې ، چې اووه اولاده يې درلودل راستر شو ،د کرنې ځمکې او سرايونه يې لرل پلار يې په خپل وخت کې د فلسطين مشهور سوداګر و. موريې ډېر زيار ايسته ، چې زامن يې درس ولولي اوپوهنتوني بري ليکونه تر لاسه کړي . ډاکتر حبش په 1961 ز د خپل تره له لور هيلدا حبش سره واده وکړ . ميرمن حبش له څلوېښتوکلونو راهيسې د خپل مېړه تر څنګ ولاړه وه او د مبارزې په هر پړاو کې يې د پام وړ مرسته کړې ده او د ټولو هغو دسيسو لکه دحبش تښتونه او ترور پر وړاندې ولاړه وه ان تردې ، چې زندان ته هم اچول شوې ده . د هر ډول کړاو تر څنګ يې په لبنان کې دکورنيو جګړو پر مهال خپل ولسي او ښځينه فعاليتونه تر سره کړي . ډاکتر حبش دوه لورګانې ، چې ميساء يې د طب ډاکتره ده اودرې اولاده لري او لمايې دکيما انجينره ده . ډاکتر حبش خپلې لومړنۍ زده کړې په اللد کې ترسره کړي او منځنيو زده کړو لپاره د يافا اوالقدس ښوونځيو ته ورغلی او په القدس کې له تراسنطة ښوونځي څخه فارغ شوی. وړاندې له دې ، چې حبش په پوهنتون کې شامل شي ددوو کلو لپاره په يافا کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړله او عمر يې دغه مهال شپاړلس کاله و .
حبش په 1944 ز کې د لوړو زده کړو لپاره په بيروت کې امريکايې پوهنتون ته مخه کړه او په 1954 ز کې ورڅخه ډاکتر فارغ شو . نوموړي د زده کړې پر مهال کامياب او غوره محصل و . د پوهنتون په ژوند کې يې د مطالعې او زده کړې ترڅنګ سپورټ او هنر ته هم پام و . په امريکايې پوهنتون کې دوخت په تېرېدو ډاکتر حبش ملي فکر او ليدلوری په ځلېدو شو . له خپل استاد قسطنطين زريق څخه اغېزمن شو . زريق د عربي ملتپالنې د روحي پلار حيثيت لري . امريکايي پوهنتون د هغو عرب ځوانانو د راټوليدو پر ځای واوښت ،چې دعربي نړۍ له هر ګوټ څخه دلته راتلل او دخپل ملت غم او ګډې ملي هيلې ورسره وې ،دوی به د العروة الوثقی ټولنې په فعاليتونو کې ونډه اخېسته ،دايوه فرهنګي ټولنه وه ، چې حبش يې په 1950 ز کې مشر پاتې شوی .
د 1948 ز غميزه وه ، چې دحبش پوهنتوني زده کړې يې ټکنۍ کړې ، دا غميزه دده په ژوند کې د اوښتون پيل او د تاريخي واټ بڼه خپله کړه، زده کړه يې پريښوده او مخ په فلسطين روان شو . هغه مهال په پرله پسې توګه فلسطيني سيمې صهيوني ډلو نيولې . حبش د اللد په روغتون کې د ډاکتر په توګه کار پيل کړ ، د ډېرو ټپونو درمل يې وکړ خو تر ټولو ستر ټپ د اللد سقوط او په همغو سختو شرايطو کې دده دمشرې خور شهادت و ، چې شپږ بچې ورڅخه پاتې شول . دغه مهال په لسګونو او زرګونو فلسطينيان ووژل شول په دغه توګه يو پوره ملت دمرګ کومې ته ولوېده . حبش د حکيم لقب وګاټه د ډاکتر په توګه يې عادي ژوند درلود . همدغه پېښې وې ،چې دی يې سرکښۍ او دمقاومت دسنګر سرتېری کړ . دڅوکلو زده کړې او د قسطنطين زريق او ساطع الحصري له فکر څخه په الهام جورج حبش دخپلو يو شمېر ملګرو لکه وديع حداد ، هاني الهندي ، احمد الخطيب ، صالح شبل اوحامد جبوري په مرسته په 1951 ز کې د عرب ملتپالو خوځښت تاسيس کړ . موخه يې په سيمه کې پراخه عربي پاڅون و . ډاکتر حبش اوملګرو يې په هغو لاريونو کې دمخکښ رول ولوباوه ، چې لبنان يې په سر رااخېستې و. دغه سترو لاريونونه په 1951 ز کې د الوفدګوند دمشر مصطفی النحاس دحکومت په ملاتړ وشول ،دده حکومت دمصر او برتانيې تړون لغوه اعلان کړ .د الوفد دغه زړور ګام په عربي نړۍ کې د عربي ولس ولولې راوپارولې او ټولو ورڅخه خپل ملاتړ اعلان کړ .
جورج حبش په 1952 ز کې اردن ته ولاړ او هلته يې خپل سياسي فعاليتونه پيل کړل ، له ډاکتر وديع حداد سره يې د عمان په منځ کې په ګډه طبي کتنځای پرانيست . په پنډغالو کې يې دمېشتو مهاجرو وړيا درملنه پيل کړه . دغه کتنځای د عرب ملتپالو د فکر دخپرولو او سياسي شعور د لوړولو پر مرکز واوښت . دغه مهال په اردن کې دنورې عربي نړۍ په پرتله يوڅه ازادي وه خو دجورج حبش هڅې يې ونه زغملې او حکومت دوی تر څار لاندې ونيول ، جورج دوه کاله په اردن کې په پټه خپل کار ته دوام ورکړ . له دې وروسته حبش سوريې ته ولاړ او په دمشق کې يې خپلې سياسي او ولسي هڅې له سره پيل کړې .
په 1952 ز کې په مصر کې ازادو ضابطانو پر اوښتون لاس پورې کړ او شاهي نظام يې ړنګ کړ . دجمال عبدالناصر دملاتړ په ترڅ کې ملي بهير وده ومونده او په 1958 ز کې د سوريې او مصر د يو ځای کېدو اعلان وشو . دغه اعلان دعرب ملتپالو خوځښت ته ډېر څه ورکړل ، دجمال عبدالناصر او دغو ملتپالو تر منځ لاپخوا اړيکې ډېرې کلکې شوې وې . ډاکتر حبش د هغو کړيو لخوا څارل کېده ، چې دسوريې اومصر ديو ځای کېدو له موضوع سره مخالف وو. دغه کړۍ په 1961ز کې رامنځ ته شوه .
د ډاکتر حبش دسياسي مبارزې په ژوندکې تر ټولو سخت پړاو د 61 – 1964 ز کلونه وو . نوموړي دزندان او څار له ډاره خپله مبارزه په پټه تر سره کوله . دغه پړاو دده له واده سره سم پيل شو. ډاکتر حبش په 1964 ز کې اړ شو ،چې په پټه دمشق ته سفر وکړي او له هغه ځايه خپلې سياسي هڅې ترسره کړي . په 1967 ز کې د القدس د سقوط او پاتې فلسطيني ځکمو دنيولو له امله ستره غميزه رامنځته شوه او له دغې پېښې ډاکتر حبش ډېر اغېزمن شو او د عربي ملتپالو حرکت يې يو څه محدود کړ .
په لومړي سر کې د عرب ملتپالو خوځښت ټولې عربي نړۍ لکه لبنان ، اردن ، سوريه ، يمن بحرين او ليبيا ته غځېدلی و . له بل پلوه دغه ماته ددې لامل شوه ، چې دعربو ملتپالو خوځښت له ايډیولوژيک اړخه پر کمونېزم اولېننېزم واوړي . خو دغه اوښتون له ملتپالنې سره په ټکر کې واقع نه شو او په 1967 ز کې يې ( الجبهة الشعبية لتحرير فلسطين ) جوړ کړ اودوسله والې مبارزې لپاره يې ترتيبات ونيول .
ډاکتر حبش په 1968 ز کې په سوريه کې ديوه کال لپاره زنداني شو ، ډاکتر وديع حداد له زندان څخه د ډاکتر حبش د تښتونې يو پلان جوړ کړ ، چې بريالی شو. کله ، چې په 1969 ز کې له زندانه رابهر شو ويې ليدل ، چې نايف حواتمة په ګوند کې دوېش او جلا والي پر پلان کار کاوه په 1969 ز کې په پټه اردن ته واوښت ، د فلسطين د مقاومت يو پړاو په اردن کې و او د اردن له پوځ سره په 1969 ز کې په خونړيو جګړو کې ښکيل شو دفلسطين مقاومت له عمان څخه احراش جرش ته ولېږدېده . په الاحراش کې له يوه ستونزمن کال څخه وروسته د اردن پوځ وتوانېده ، چې د فدائيانو اډې محاصره کړي او مقاومت وځپي ، پاتې جنګيالي او د مشرتابه هئيت اړ شو ، چې لبنان ته ووځي .
په 1972 ز کې پر حبش دزړه حمله راغله نږدې و ،چې ژوند له لاسه ورکړي ، په همدغه کال کې يې د سنګر نږدې ملګری غسان کنفاني موساد ترور کړ دغې پېښې حبش سخت ودرداوه ، په 1973 ز کې د لبنان له پوځ سره په جګړو کې ښکېل شو . ډاکتر حبش د تښتونې له يوې پيښې بچ شو اسرائيلو د ( مېډل ايسټ ) لبناني شرکت ديوې الوتکې د تښتونې پلان درلود ،موساد معلومات تر لاسه کړې وو ، چې حبش په همدغه الوتکه کې سفر کوي ، بخت له حبش سره ياري وکړه وړاندې له دې ،چې الوتکه پورته شي د امنيتي دلايلو له مخې يو شمېر لازم ترتيبات ونيول شول او دموساد پلان يې شنډ کړ .
په 1975 ز کې په لبنان کې وضعيت له کنتروله ووت ، د لبنان د کورنيوځواکونو ، فلسطيني مقاومت ، له اسرائيلو سره دمرستندويه ښي اړخه لبناني ډلو تر منځ تاوتريخوالی رامنځ ته شو، لبنان دکورنيو جګړو په درشل کې ودرېد ، دغميزې په پای کې هېوادويجاړ او له سلو زرو زيات هېوادوال دمرګ کومې ته ولوېدل . ډاکتر حبش په 1982 ز کې له لبنان څخه ووت او په دمشق کې دېره شو. او په 2000 ز کې يې د ګوند مشري مصطفی الزبري ته پريښودله ، نوموړی د حبش د مبارزې د لارې ملګری دی . ډاکتر حبش د اوږدې مبارزې څخه وروسته د 2008 ز د جنوري پر 26 مه په پلازمېينه عمان کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې .