لارډ پډي اشډاون

 ټاکل شوې ، چې ملګري ملتونه برتانوی لارډ پډي اشډاون افغانستان ته د ځانګړي استازي په توګه راواستوي ، خو دهغه له ګومارلو سره د افغانستان دولت او دولتي رسنيو ډېر کلک مخالفت ښودلی . د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ويلي ، چې د هغه د دندو لايحه ابهام لري ، دولتي او يو شمېر نادولتي رسنيو هغه له مکناټن سره پرتله کړی او هغه ته يې پېغور ورکړی ، چې څنګه افغانانو د ده نيکه په قلعه قاضي کې وواژه او يوشمېر نورو بيا ليکلي ، چې افغانستان وايسرا ته اړتيا نه لري . موږ دقيقاً نه پوهېږو ، چې د افغانستان د دولت د اندېښنو اصلي لامل څه دی ؟ ايا هغوی رښتيا له دې څخه ويريږي ، چې اشډاون به د دوی په چارو کې پراخه لاسوهنه پيل کړي او که د امريکې په مشوره غواړي دهغه مخه ونيسي .
يوه خبره ، چې څرګنده ده هغه دا ده ، چې اشډاون په برتانيا او اروپا کې يو با نفوذه شخصيت دی او هڅه کوي ، چې افغانستان ته له پوره اختياراتو سره راشي . اشډاون د لندن په کنفرانس کې د افغانستان په اړه ځينې په زړه پورې خبرې درلودې . د ده په وينا ، که چېرې ناټو او نړيواله ټولنه افغانستان ته جدي پاملرنه ونه کړي نو ناټو به دا جګړه وبايلي . دی وايي ، چې بوزنيا ته د افغانستان 25 چنده ځواکونه استول شوي او د سړي سر 50 برابره زياته مرسته شوې ، نو په کار ده چې افغانستان ته هم پاملرنه زياته شي . دی د بوزنيا د تجربو له مخې وايي ،چې لومړی بايد د قانون واکمني پلي شي او بيا د دموکراسۍ په چوکاټ کې ټاکنې ترسره شي ، که نه له دموکراسۍ څخه به يوازې جنايتکاران او جنګسالاران ګټه پورته کړي او واک ته به راشي . همداراز د قانون تر پلي کېدو دمخه دموکراسي به په دولتي اداره کې پراخ فساد ته لاره اواره کړي . بله مهمه خبره ، چې اشډاون يې کوي دا ده چې په بحراني هېوادونو کې ګاونډيان ډېر لاس لري ، نو بايد د بحران په اوراۍ کې د ګاونډيانو شفاف رول ته پاملرنه و شي .
اشډاون د نړيوال سياست ځانګړې تجربه لري او په بوزنيا کې د ده دنده بريالۍ ګڼل کيږي او داسې ښکاري ، چې دی غواړي د افغانستان په بحران کې کارنده رول ولوبوي . تر ټام کونيکس دمخ لخدر ابراهيمي هم له زياتو اختياراتو سره افغانستان ته راغلی و ، خو د هغه پاليسي داوه چې د ستونزو د حل پر ځای پر هغو برغولی کېږدي او موقتاً يې دفع کړي ، بله دا چې ده د عدالت پر ځای مصلحت غوره ګاڼه او زه فکر کوم د افغانستان په اوسني بحران کې د ده کاذب مصلحتونه هم لويه ونډه لري .
د لارډ پډي اشډاون په هکله يوه اندېښنه دا ده ، چې نوموړی انګرېز دی او ښايي هڅه به کوي له افغانستان څخه خپل غچ واخلي ، خو زه نه پوهېږم په داسې حال کې چې نيمه نړۍ د برتانيې دتر واک لاندې وه او له ټولو سره برتانيې په خپل وار جګړې درلودې ، برتانيه به اوس له چا چا څخه غچ اخلي ؟ خو يوه خبره بايد په پام کې وساتل وشي ، چې د برتانيې سياستونه ډېر پاکستان پلوي دي او د دې وېره شته چې کومه ورځ افغانستان د پاکستان د ګټو قرباني کړي .
په دې وروستيو وختو کې د اروپايي اتحاديې او په ځانګړې توګه برتانيې او امريکې ترمنځ د افغانستان د پالېسۍ په اړه يو لړ ستونزې او اختلافات ليدل کيږي او داسې انګېرل کيږي ، چې اشډاون به هڅه وکړي دا ستونزې له منځه يوسي او د افغانستان په اړه د ناټو او ملګر وملتو سياستونه سره هم غږي کړي . د ناټو د دفاع وزيرانو په يوه غونډه کې د امريکې او اروپا د دفاع ټولو وزيرانو د اشډاون له ټاکنې څخه ملاتړ وکړ ، خو دا چې رښتيا به دی په دې کار وتوانيږي او يا به د ده هڅې د افغانستان ستونزې راکمې کړي ، دې پوښتنو ته به د ده عملي دنده ځواب ووايي ، خو د اوس لپاره به وګورو ، چې اشډاون څوک دی او دنړيوال سياسټ په ډګر کې يې کومې چارې تر سره کړي :
لارډ اشډاون په 27.02.1941 نېټه د برتانوي هند په ډېلي کې په يوه نظامي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانيستې .اشډاون د اوو خويندو اوورورڼو مشر ورور دی . پلار يې د خپل عمر ډېره برخه د هندوستان په استعماري اداره کې تېره کړې ده ، پلار يې کاتوليک او مور يې پروټسټانټه وه . دده پلار د هندوستانۍ اردو د څوارلسم پنجاپ په قول اردو کې قومندان و . اشډاون په شمالي ايرلنډ کې راستر شوې ، هلته دده پلار( ډوناکاډي) ته څېرمه يو فارم درلود . اشډاون لومړنې زده کړې د سيمې په لومړني ښوونځي کې تر سره کړي دي . يولس کلن و ، چې د انګلستان د فيډ بورډ ښوونځي ته د نورو زده کړو په موخه شامل شو ، اشډاون ته کله نا کله د پېډي خطاب هم کېده لامل يې د نوموړي ايرلنډي لهجه وه .
کله ، چې د اشډاون پلار په سوداګرۍ کې تاوان وکړ اشډاون د بحري قواوو سکالرشپ تر لاسه کړ، ده د دولسم ټولګي له فراغته وړاندې په 1959ز کې د برتانيې د شاهي بحري قواوو د کوماندو قطعې ته لار وموندله او د 1972ز پورې يې دلته دنده تر سره کړه او برونای او د پارس په خليج کې هم دندې ترسره کړې دې . اشډاون له دې وروسته په لرې ختيځ کې د ځانګړو بېړيو قومانده په غاړه درلوده .
لارډ اشډاون په 1967ز کې هانګ کانګ ته ولاړ ، چې دلته چينايي ژبه زده کړي او په 1970ز کې بېرته انګلستان ته راستون شو او په بلفاسټ نومي ښار کې يې دکوماندو په شرکت کې د قومندان په توګه وټاکل شو .
د بحري قواوو له پرېښودو وروسته اشډاون په ملګرو ملتونو کې د انګلستان د بهرنيو اړيکو د دفتر د لومړي سکرتر په توګه په جينوا کې دنده پيل کړه اوهمدارنګه د ملګرو ملتونو دمختلفو ارګانو او انګلستان تر منځ داړيکو مسوول و او په ډېرو نړيوالو پرېکړو کې دنوموړي ونډه د يادونې وړ ده . داسې ويل کيږي ، چې پورتنۍ دندې له ( ام آی 6 ) سره دده پر اړيکو د پردې غوړولو يوه هڅه وه . البته اشډاون په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې .
سياسي شاليد
د لومړي ځل لپاره اشډاون د سياست نړۍ ته دکارګر ګوند له لارې راننوت ، خو په 1975 ز کې لېبرال ګوند ته واوښت او په لېبرال ګوند کې ده خپلې سياسي هڅې د خپلې مېرمنې له ټاټوبي څخه پيل کړې . په 1976ز کې ديوويل له سيمې څخه د لېبرال ګوند له اړخه دولسي جرګې د کانديد په توګه غوره شو .
له يوويل سيمې څخه د لېبرال ګوند کانديد د دوهم ځل لپاره د 1974ز په فبرورۍ او درېيم ځل د 1974ز په اکتوبر کې په عامو ټولټاکنو کې ګټونکی شو اشډاون هيله درلوده ، چې خپل سيال ټيوريز ته ماتې ورکړې ، ځکه کارګر ګوند په دغه سيمه کې له 1918ز څخه رادېخوا د زيات اغېز څښتن ګوند و او دا هيله يې پوره هم شوه . د1979 ز په ټولټاکنو کې محافظه کاران بيا واک ته ورسېدل او اشډاون دويم مقام تر لاسه کړ . په 1983ز کې ، چې جون پيټان په ټاکنو کې ونډه وانه خېسته او خپل شخصي ژوند يې پيل کړ اشډاون دده پر ځای وټاکل شو، اشډاون دغې څوکۍ ته د 3000 رايو په ګټلو ورسېد . اشډاون په لېبرال ګوند کې داوږدې مودې لپاره په سوشل ډېموکرات څانګه کې خدمت وکړ . اشډاون په 1980ز کې په اروپا کې د هستوي وسلو پر ضد دکمپاين مشر وګومارل شو . وړاندې له دې ، چې اشډاون ولسي جرګې ته لار ومومي نوموړي د سوداګرۍ او پوهنې په برخه کې دګوند د وياند دنده درلوده . په 1984ز کې د شاهي رسالې د خصوصي کولو هڅه رامنځ ته شوه ، خواشډاون يې مخالفت وکړ .
د لېبرال ډېموکرات ګوند مشري
کله ، چې په ۱۹۸۸ز کې لېبرال او سوشل ډېموکراټ ګوند سره يو ځای شول او د ګوند لپاره يې نوم لېبرال ډېموکرات غوره شو ، مشريې ورته همدا اشډاون وټاکه . اشډاون د 1992 تو 1997 کلونو ترمنځ کې هم د ګوند مشر و ، چې په ټولټاکنو کې يې ونډه واخېسته او خپلې دوه څوکې يې له لاسه ورکړې ، خو په 1997ز کې بيا همدغه ګوند 46 څوکۍ تر لاسه کړې ، چې دا له 1920ز څخه رادېخوا د ګوند په تاريخ کې تر ټولو ستره بريا ده . نوموړي ډېر کوښښ وکړ ، چې د نوي کارګر ګوند سره ګډه همکاري رامنځ ته کړي ، له توني بلير سره داېتلافي حکومت درامنځته کولو په موخه يو شمېر پټې ليدنې هم وکړې .
اشډاون په 1999ز کې د ګوند له مشرۍ څخه استعفا وکړه اوپر ځای يې چاليس کېنېډي وټاکل شو اوپه 2000 ز کې يې خپل شخصي ژوند پيل کړ .
اشډاون ، چې کله په برتانيه کې له سياست څخه لاس واخېست ، نوموړي په 2002ز کې د بوزنيا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازې وټاکل شو او د ډېرې مودې لپاره هلته پاتې شو . په 2007 ز کې دبي بي سي د يوه راپور له خولې ، چې ګولډن براون له اشډاون څخه غوښتي ، چې له ده سره دشمالي جزيرې دوزير په توګه کار وکړي ، خو لېبرال ګوند وايي ، چې براون داسې غوښتنه نه ده کړې .
اشډاون په سويس کې له خپلې مېرمن جان کورټيني او دوو بچيانو سره د ژېنېو دساحل په غاړه سوکاله ژوند درلود اودده په زړه پورې لوبې په بحر کې د کښتۍ ځغلول او سکي دي .