صدام حسين

  د 2006ز د ډسمبر 13 مه د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين د ژوند وروستۍ ورځ وه ، د بغداد له سقوط څخه نوموړې پوره اته مياشتې امريکايي سرتېرو ولټاوه او پيدا يې نه کړ ، خو بخت ورسره د عمر تر پايه ياري ونه کړه تکرېت ته څېرمه سېمه کې 2003 په / 4 / 9 نېټه د امريکايانو لاس ته ورغی . صدام ، چې له کومې ورځې د واک پر ګډۍ کېناست ( 1997 ز ) ټوله نړۍ يې بوخته کړې وه ، دا که له ايران سره اته کلنه ( 1980 – 1988 ز ) جګړه وه او يا پر کويټ يرغل و ، چې په ( 1991ز ) کې نړيوال ائتلاف د صحرا د جګړې په ترڅ کې اړ کړ ، چې له کويټه ووځي . له دې وروسته هغه سخت او بې رحمه بنديزونه و او نه ستړې کېدونکې هڅې وې ، چې ټوله موخه يې دا وه ، چې څرنګه دعراق اتومي پروګرام شنډ او ددې تر څنګ په عراق کې د علم او پوهې هغه دنګ منارونه هم ونړوي ، چې د سيمې تمدن ورپورې تړلی و . د صدام د شخصيت پېژندنه به د هغو پېښو په شننه کې يو مهم لامل وي ، چې په دغه پړاو کې رامنځ ته شوې په ځانګړې توګه په عربي نړۍ کې ددغو پېښو ځينې قسطونه لا تر اوسه روان دي .
پيدايښت او روزنه
صدام حسين په 1937 / 4 / 28 نېټه په يوې بېوزله بزګره سني کورنۍ کې ، چې د بغداد په شمال لويديځ کې له تکرېت څخه 170 کيلومتره لرې پرته ده ، نړۍ ته سترګې وغړولې . پلار يې حسين المجيد دده له زېږېدنې څخه څومياشتې وړاندې ومړ ، مور يې له ابراهيم حسن سره ، چې يو بزګر و، واده وکړ دغه مهال يې مور او ناسکه پلار روزنه پر غاړه واخېسته . صدام حسين خپلې لومړنۍ زده کړې دتکرېت په ښوونځي کې بشپړې کړې او منځنۍ هغه يې په بغداد کې د کرخ په ښوونځي کې سرته ورسولې . صدام په بغداد کې له خپل ماما خيرالله طلفاح سره اوسېده او دده له نژادي افکارو او نيواک ضد احساس څخه سخت اغېزمن شو کله ، چې صدام د عراق واګې په لاس کې ونيولې خپل ماما يې د بغداد حاکم وټاکه . صدام ،چې منځنۍ زده کړې پای ته ورسولې په دې هڅه کې شو ، چې د بغداد په نظامي پوهنتون کې زده کړې وکړي ، خو د ټيټو نمرو له امله يې دا هيله نه شوه تر سره .
ټولنيز حالت
صدام حسين دلومړي ځل لپاره په 1962 ز کې د خپل ماما له لور ساجده خيرالله طلفاح سره واده وکړ ، عدی او قصی او درې لورګانې يې له همدې مېرمن څخه وزېږېدلې ، دوو لورګانو يې له صدام او حسين کامل سره - دواړه ورونه دي - واده وکړ ، درېيمې لورېې د دفاع د وزير سلطان هاشم احمد له زوی سره واده وکړ . د صدام حسين دويم واده له سميره شاهبندر صافی سره وه نوموړې د بغداد له مشهورو کورنيو څخه وه، صدام له دې څخه د علي په نوم يو زوی لري .
فکري لوری
صدام حسي د ملتپالو ليکوالو او مفکرينو څخه اغېزمن شو په ځانګړې توګه له بعثي هغو څخه ، چې په سر کې يې ميشل عفلق راته ، د دواړو اړيکې د شلمې پېړۍ په شپېتمو کلونو کې ټينګې شوې . صدام د ځوانۍ له مهاله د عراقي بعث ګوند فعال او خوځنده غړی و . له دې امله ډېر مشهور شو ، چې د هېواد ولسمشر شو نه دا ، چې د يو ملي کس په توګه ، چې ځان ته جلا سياسي ، فلسفي او فکري نظر ولري .
دبعث په ګوند کې د صدام سياسي ژوند
صدام په 1956 ز کې د بعث ګوند ليکو ته ورننوت ، په 1958 / 1959 ز کې زندان ته ولېږدول شو حکومت پرې تور ولګاوه ، چې صدام په تکرېت کې يو دولتي مامور وژلی .
د عبدالکريم قاسم اوښتون
په 1958 ز کې په عراق کې د پام وړ سياسي اوښتون رامنځ ته شو ، د پوځ يو شمېر ضابطانو ، چې له بعث ګوند سره يې اړيکې نه درلودې د عبدالکريم قاسم په مشرۍ وتوانېدل ، چې د فيصل الثاني حکومت ړنګ او ځان واک ته ورسوي .
د ترور ناکامه هڅه
ددغه اوښتون له امله په عراق کې سياسي ټيکاو نور هم پسې ترينګلې شو . د بعث ګوند وپتيله ، چې لومړې وزير عبدالکريم قاسم نور له منځه لرې کړي او مخه ځان ته خوشې کړي ځکه ، چې عبدالکريم قاسم د خپل حکومت ضد د ځينو پوځي افسرانو د داعدام حکم لاسليک کړې و . ګوند دغه دنده د صدام حسين په شمول يو شمېر لوړ پوړو غړو ته وسپارله ، دوی له حکم سره سم د 1959 ز د اکتوبر پر اوومه نېټه په بغداد کې د الرشيد پر سړک د عبدالکريم قاسم د موټرو پر کاروان ډزې وکړې ، خو دغه هڅه ناکامه شوه او خپله صدام حسين په پنډۍ کې په مرمۍ ولګېد او د عبدالکريم قاسم د امنيتي څارګرو له ډاره خپل پلرني ټاټوبي تکريت ته وتښتېد له همدغه وخته د صدام ستوری په ځلېدو شو او د بعث په ګوند کې يې درناوي په ډېرېدو شو .
سوريې او قاهرې ته هجرت
کله ، چې صدام حسين وليدل ، چې په تکرېت کې يې ژوند له ګواښ سره مخ دی نو له ځان سره يې پرېکړه وکړه ، چې سوريې ته ولاړ شي د يوه اوږده او له کړاوه ډک سفر وورسته وتوانېده ، چې سوريې ته ورسيږي ، هلته درې مياشتې پاتې شو او له دې ځايه بيا په 1960 / 2 / 21 مه نېټه مصر ته روان شو . دلته ورته دا زمينه په لاس ورغله ، چې د قصر النيل ښوونځي ته لار ومومي او د بکلوريا سند يې له همدغه ښوونځي څخه تر لاسه کړ او د الدقی په کلي کې له خپلو ملګرو سره اوسېده . د محصلينو په منځ کې يې نفوذ وکړ ان تردې ، چې د بعث په ګوند کې د مصر د څانګې مسوول شو . هلته په بغداد کې نظامي محکمې په 1960 ز کې پر ده او دده په تښتېدلو ملګرو په دې تور د اعدام حکم وکړ ، چې دوی د عبدالکريم قاسم د ترور هڅه کړې وه .
عراق ته راستنېدنه
صدام حسين په 1961 ز کې د قاهرې په پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي ته شامل شو ، خو زده کړه يې بشپړه نه کړه . په ۱۴ / ۷ / ۱۹۶۳ز کې د بعث ګوند پر اوښتون لاس پورې کړ اوښتون يې کامياب شو ، عبدالکريم قاسم يې له واکه لرې کړ او پر ځای يې عبدالسلام عارف د ولسمشر په توګه وټاکه . ډېر زر دده او د بعث ګوند د مشرانو تر منځ اختلاف سر راپورته کړ ، عبدالسلام عارف په 18 / نومبر / 1963ز د ګوند د مشرانو پسې را واخېسته يو شمېر يې زندان ته واچول د بنديانو په ډله کې صدام حسين هم و، نوموړی وروسته وتوانېده ، چې له زندانه وتښتي او له خپل يو نږدې خپلوان احمد حسن البکر سره ،چې وروسته بيا د بعث ګوند د حکومت پر مهال لومړې وزير شو اړيکې ټينګې کړې ، دغه مهال صدام حسين دګوند د نظامي څانګې مسوول وټاکل شو او د عبدالسلام عارف د حکومت د ړنګولو لپاره يې هڅې پيل کړې .
له ميشيل عفلق سره د صدام حسين اړيکې
صدام حسين په 1963 ز کې دمشق ته ولاړ او د ګوند له موسس ميشيل عفلق سره يې وليدل ، دواړو د عراق په څانګه کې د نااراميو او اختلافاتو په اړه خبرې وکړې . صدام حسين ، چې کله له دغه سفره راستون شو يو شمېر سياسي لاسته راوړنې يې درلودې ، لکه د بعث ګوند د ملي ګنګرې غړی شو په سوريه کې يې دګوند له مشرانو سره اړيکې نورې هم ټينګې شوې . صدام په سوريه کې د ګوند د مشرانو سپارښتنې له پامه وغورځولې او دمشق کې پاتې نه شو هماغه و ، چې دعبدالسلام عارف حکومت د ګوند د ځينو غړو پر هڅو پوه شو ، چې دده د حکومت د ړنګولو پسې يې رااخېستې ده. د عبدالسلام عارف امنيتي څارګر د 1964 / اکتوبر/ 14 مه نېټه وتوانېدل ، چې صدام ونيسي او په هغه زندان کې يې واچوي ، چې نوموړی له اعدام وړاندې هم په کې وځورول شو . په سوريه او عراق کې د ګوند مشرانو ، چې کله د صدام زيار او هڅې وارزولې ډېرې په زړه پورې خو له کړاوه ډکې وې ، صدام دغه مهال ( 1966 ز ) په زندان کې و ، چې د ګوند دمنشي په توګه يې وټاکه .
له زندان څخه تېښته
صدام حسين د ځينو ملګرو په مرسته وکولای شو ل، چې له زندانه وتښتي ، هماغه و کله ، چې يې د محاکمې لپاره محکمې ته روان کړ دلته صدام پوليسو ته په هوټل کې د ډوډۍ خوړلو وړانديز کوي او هغوی يې هم مني کله ، چې دوی ډوډۍ ته کېناستل صدام د جوړ شوي پلان له مخې له بلې دروازې څخه بهر وځي او په 1966 / 7 / 23 نېټه په دغسې يو چل د حکومت له ولکې ځان خلاصوي .
په ګوند کې د امن مسوول
کله ، چې په 1966 کې له زندانه وتښتېد په ګوند کې دننه يې د ( حنين ) په نوم يو امنيتي ارګان پرانيست وروسته يې بيا د ښځو او بزګرانو د چارو د سمون مسووليت هم پر غاړه واخېست .
د 1968 / 7 / اوښتون
کله ، چې د عبدالسلام عارف د سورلۍ الوتکه د هغه پلان په ترڅ کې رانسکور شوه ، چې د صدام حسين په مشرۍ ګوند ترتيب کړی و ، د عبدالسلام ورور عبدالرحمن عارف واک ته ورسېد . دغه مهال د بعث ګوند پرېکړه وکړه ، چې د عراق واک نور په خپل لاس کې واخلي او عبدالرحمن عارف له واکه لرې کړي .
صدام لومړنی کس و ، چې د ولسمشرۍ ماڼې ته ورننوت .
په 1968 / 7 / 30 نېټه ډګروال احمد حسن البکر په عراق کې واک تر لاسه کړ او صدام ورسره د مرستيال په توګه کار کاوه ان تردې ، چې په رسمي بڼه يې په 1969 / نومبر / 9 نېټه دغه منصب تر لاسه کړ . دغه مهال دنوموړي عمر 32 کاله و ، ددې تر څنګ د کورني امنيت مسووليت هم ورترغاړې و . صدام لس کاله دغه دنده تر سره کړه . صدام په دغه ټوله موده کې هڅه کوله ، چې په حکومت کې خپل نفوذ زيات کړي ، ددې موخې تر لاسه کولو لپاره يې خپل نږدې خپلوان د حکومت په مهمو او حساسو پوستونو وګومارل . د مرستيال او د امنيت دمسوول په توګه يې يو ستر امنيتي ارګان جوړ کړ او د حکومت په هر ارګان کې يې خپل څري په دندو ګومارل .
د تېلو ملي کول او دبې سوادۍ له منځه وړل
په 1972 ز کې صدام د تېلو په صنعت کې مهم رول ولوباوه او د عراق تېل ېې ملي کړل ، همدارنګه يې د بې سوادۍ له منځه وړلو کې د هېواد په کچه يوه پراخه او ستره پروژه پيل کړه او ددې پروژې د کاميابولو په موخه د هغو کسانو لپاره ، چې د بې سوادۍ کورس ته نه حاضرېدل د درې کلو د بند سزا وټاکله . هماغه و ، چې ددغې پروژې له برکته په زرګونو ښځو او سړيو لوست او ليک زده کړ .
د شط العرب وېش
په 1972 ز کې صدام حسين د مرستيال په توګه د ايران له پاچا سره په شط العرب سيمه کې بريد پولې په بيا له سره وکاږلې او تړون يې ورسره لاسليک کړ دغه وېش په دې شرط په مساوي بڼه تر سره شو ، چې ايران به نور د عراق په شمال کې له کردي مخالفينو سره مرستې نه کوي .
ولسمشري
د 1976 / 7 / 16 مه نېټه ولسمشر احمد حسن البکر په خپله استعفا اعلان کړه ، دغه مهال د نوموړې د استعفا لامل دده ناروغي او ډېر عمر وښودل شو خو هر څه ، چې و ، له صدام سره بخت ياري وکړه . صدام حسين د عراق ولسمشر د بعث ګوند رئيس او د وسله والو ځواکونو سر اعلی قومندان وټاکل شو . دومره ډېره موده نه وه تېره ، چې صدام د خپل واک د پراخولو او پياوړې کولو په فکر کې شو . د يوې انقلابي هڅې د کشفولو خبر يې ورکړ ، چې تر شا يې په عراق کې د بعث ګوند ځينې غړي و، له دې جملې څخه پنځه د سياسي بيورو غړي وو ، چې د سوريې په مرسته او هڅونه يې پر داسې يو اقدام لاس پورې کړی و . دغه ټول په نظامي محکمه کې محاکمه شول ، چې دګوند د 17 تنومشرانو له اعدام سره دا مساله پای ته ورسېده ، هغه مهال يې دغه ډول اقدام ته د تصفيه کولو نوم ورکاوه ، چې نږدې 450 تنه پوځي افسرانو په کې خپل ژوند او دنده له لاسه ورکړه .
د عراق - ايران جګړه
په ايران کې خميني پر اوښتون لاس پورې کړ ، دشاه نظام يې ړنګ او پر ځای يې د اسلامي جمهوريت اعلان وکړ . په ټوليزه توګه لوېديځ او په ځانګړې توګه امريکا له دغه اوښتون څخه د ډار احساس کاوه ، نو ځکه يې د له منځه وړلو په فکر کې شول . صدام حسين هم دغه ډول مذهبي اوښتون ته په ښه سترګه نه کتل او ډارېده ، چې په عراق کې د شيعه ګانو او کردانو په منځ کې خپور نه شي او يا د وخت په تېرېدو ددوی سيمې ته ونه غځيږي . صدام په ايران کې له نوي نظام سره د جګړې پرېکړه وکړه او د شط العرب تړون يې لغوه اعلان کړ . دعراق او ايران ترمنځ جګړه ونښته او اته کاله ( 1980 – 1988 ز) يې دوام وموند ، په دغه اته کلنه غميزه کې دواړو خواوو نږدې يومېليون وګړي له لاسه ورکړل ، نارسمي ارقام د جګړې ټول تاوان اته سوه مېليارده ډالره اټکلوي . دغې بې موخې جګړې د دومره تاوان سربېره په زرګونو بنديان ، ټپيان اومعلولين پر ځای پرېښودل ، چې تر ننه هم هغه شوم وخت سړی ته وريادولای شي .

د صدام حسين او امريکا اړيکې
د عراق – ايران له جګړې راوروسته د رونالډرېګن دواک پر مهال د صدام او امريکا اړيکې په ډير ښه حالت کې وې . کېدای شي لامل به دا و ،چې متحده ايالاتو غوښتل ، چې عراق په سيمه کې د پوليس رول ولوبوي اودايران مخ په زياتېدونکي نفوذ مخه ډب کړي ، چې په سيمه کې يې د امريکا تر ټولو ښه او نږدې ملګري رضا شاه پهلوي نظام ړنګ کړ ی و . دمتحده ايالاتو بله اندېښنه په سعودي او کويټ کې دتېلو سرچينو ته وه . د دوی په اندکه چېرې ايرانی اوښتون دسيمې هېوادو ته وغځيږي کېدای شي دخليج په هېوادو کې امريکا پلوي نظامونه ولړزوي چې دا د امريکا په ګټه نه وه اونه ده .
هغه مهال صدام هم خپلې ځانګړې ګټې درلودې او له دې درکه دی هم دامريکا مرستو ته اړ و. صدام هم خپل واک ژغوره ، سيمې ته د ايران د انقلاب را وارېدېدل دده او دده دنظام په ګټه نه و . په عراق کې شېعه او کرد مېشتې سېمې له فکري اوسېاسي اړخه له ده سره مخالفې وې . متحده اېالاتو ، چې په 1982 ز کې کوم مهم کار تر سره کړ هغه دا و ، چې د امرېکا دبهرنېو چارو وزارت د عراق نوم له هغه لېست څخه لرې کړ ، چې له ترهګرو سره مرستې کوي . تر څو امريکا په قانوني توګه وتوانيږي ، چې له بغدادسره دوسلو او نورو هغو اړتياوو مرسته وکړي ، چې په جګړه کې کارول کيږي .
ولسمشر رېګن د عراق دا ټينګار ومانه ، چې پر ( يو – اس – سټارک ) امريکايي بېړۍ دعراق هوايي بريد ، چې په پايله کې 37 امريکايې بحري پوځيان ووژل شول تېروتنه وه . متحده ايالاتو دعراق له خوا هغه کيماوي وسلې له پامه وغورځولې ، چې صدام حسين پر ايراني ځواکونو او د الانفال په بريد کې پر عراقي کردانو کارولې وې .
واشنګټن پوست داسې اسناد ، چې په دې وروستيو کې نشر هم کړل ، تر لاسه کړي ، چې ولسمشر رېګن او بوش ( پلار ) حکومتونو دا موافقه کړې وه و ، چې له عراق سره د استخباراتو او لوژستيک په برخه کې مرسته وکړي . دواړو حکومتونو دا امر هم کړی و ، چې پر عراق دې هغه مواد وپلورل شي ، چې دوه اړخيزه – نظامي ، مدني – کارول کيدای شي . دا مواد له کمياوي ، بيولوژيکي ، ان له انسټراک څخه برخمن وو .
پر کويټ يرغل
په 1988 زکې د عراق – ايران د جګړې له ختمېدو سره سم د عراق او ګاونډي کويټ تر منځ اختلاف سر راپورته کړ ، ستونزه پر عراق دکويټ له پور څخه راولاړه شوه . د اختلاف بل لامل د دواړو هېوادو پر پوله د تېلو ګډې سرچينې وې بغداد پر کويټ تور لګاوه ، چې په تېلو کې برخه نه ورکوي ، بازار يې په خپله ولکه کې راوستې او دتېلو نرخ يې ډېر راټيت کړی او نور ... د خليجي هېوادونو سربېره مصر او اردن ډېرې هڅې وکړې ، چې دغه کړکېچ دخبرو له لارې حل شي خو د دوی ټولو هڅې بې پايلې راووتې ځکه صدام غوښتل ، چې دا خبره د وسلې په زور حل کړي . صدام خپل پوځ ته په غوره کې و ، چې اته کاله يې له ايران سره ډغرې ووهلې او ښه نظامي وړتيا يې خپله کړې وه . صدام د امريکا دا څرګندونې ، چې واشنګټن د عراق او کويټ په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي د شنه څراغ په توګه وارزولې . هماغه و ،چې نړۍ په 1999 / 7 / 2 نېټه حيرانه شوه ، چې صدام پر کويټ بريد وکړ او دا يې خپل نولسم ولايت اعلان کړ کله ، چې له کويټ څخه منتختبو چارواکو پښې سپکې کړې صدام حسين ورته نظامي والي وټاکه .
دصحرا باد
صدام د نړۍ د اکثرو هېوادونو غوښتنه ونه منله اوکويټ يې په سوله ييزه توګه خوشې نه کړ ، هماغه و ، چې متحده ايالاتو د ولسمشر بوش ( پلار ) د واک پر مهال په 1990 ز د نړيوال ائتلاف په جوړولو صدام له کويټه په زور وويست . دغه عمليات ، د صحرا باد په نوم يادېدل . د صدام حسين پوځونه اړ شول ، چې له کویټه ووځې . صدام په دغه جګړه کې د کویټ د بریښنا اواوبو سیستم ویجاړ شول عراقې پوځيانو د کويټ ملي ارشيف له ځان سره عراق ته يوړل . پر کويټ له يرغل وروسته امنيت شورا يو څه بېړنې پرېکړې لکه له کويټ څخه پرته له کوم شرطه وتنه او د کويټ لوټ شوې اثار بايد ورته وسپارل شي وروسته بيا دغه شرطونه پر اقتصادي هغو بدل شول د عراق ډېره وسله د بمبارد له امله له منځه ولاړه متحده ايالاتوپه شمال کې کرد مېشتې اوپه سهيل کې شيعه مېشتې سيمې د ممنوعه سيمې اعلان کړې يا په بله مانا له دغو دوو سيمو به هوايي پروازونه نه شي تېرېدی .
د پلټنې کميسون
امنيت شورا پرېکړه وکړه ، چې د عراق وسلې دې وپلټل شي د کميسون لومړنۍ مشر ريچارد باټلر او دوهم هانز بليکس وو ، باټلر په 1994 ز کې خپل کار پيل کړ او په 1998 ز کې پای ته ورساوه دده دلاس لاندې ګروپ وکولای شو ، چې په عراق کې يو شمېر وسلې له منځه يوسي او ځينې حساس ځايونه يې هم وکتل خو باټلر عراق په دې تورن کړ ، چې د پلټنې له ګروپ سره همکاري نه کوي . امريکايي او برتانوي الوتکو څلور ورځې پرله پسې په عراق کې نظامي او دولتي ځايونه تر بمبارد لاندې ونيول دواړو هېوادو په ډاګه وويل ، چې د دوی موخه د ولسمشر صدام حسين راپرځول دي .
د جګړې سيوری
د 2001 ز يولسم سپټمبر له پېښو وروسته د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جورج بوش اعلان کړه ، چې عراق د شر محور دی او له ترهګرو ډلو سره مرستې کوي د پراخه ويجاړونکو وسلو په لټه کې دی بايد ځان ورڅخه خلاص کړو او نظآم يې نسکور شي . په 2002 ز کې ولسمشر بوش د ملګرو ملتونو په سرمشريزه کې وويل : د صدام حسين نظام ټولې نړۍ ته ګواښ دی که موږ ددې تاريخ ته وګورو کله يې له ګاونډيانو سره لانجې وي کله کيماوي مواد کاروي له ترهګرو ډلو سره مرستې کوي د امنیت شورا اکثره پریکړې نه مني . دمارچ په 20 مه متحده ايالاتو او انګلستان دواړو پر عراق بريد وکړ او د اپرېل پر 9 مه يې بغداد ونيو او د صدام حسين حکومت يې ړنګ کړ . صدام حسين په 2003 / 9 / 4 / نېټه تکرېت ته څېرمه سيمه کې امريکايي ځواکونو ته په لاس ورغی . له دې وروسته نوموړی په بغداد کې په زندان کې ساتل کېده . د صدام دمحاکمې لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوه د ډېر جنجال او بحث وروسته محکمې پر صدام د اعدام پرېکړه وکړه . کله ، چې صدام دغه پرېکړه واورېده د قاضي له خبرې پورې ېې وخندل
بالاخره امرېکايې چارواکو د ځېنو عراقي چارواکو خبرې له پامه وغورځولې او د لوی اختر ورځ ېې د صدام د اعدام لپاره وټاکله هماغه و ، چې د 2006 / ډسمبر / 30 مه د سهار په شپږو بجو او پنځه دقېقو د دار رسۍ د صدام حسين غاړه ته ورسېده . د صدام سرسخته مخالف مقتدی الصدر هم دده د اعدام نندارې ته راغلی و . همدغه ورځ د صدام په ژوند کې دده وروستۍ شېبې وې ، چې ده ورسره په ډېره مېړانه مبارزه وکړه .