جنرال پرويز مشرف

جنرال پروېز مشر د پاکستان پوځي ډېکټاتور ظاهراً په دې بريالی شو ، چې دپاکستان له څلور ګونو صوبايي اسمبلو څخه د بيا ټاکنې رايه تر لاسه کړي . رسمي نتيجه به يوازې د سترې محکمې له پرېکړو وروسته اعلانيږي . مشرف ګواښ کړی ، که چېرې ستره محکمه د ده دټاکل کېدو پرېکړه ونه مني ، نو کېدای شي د پوځي حکومت اعلان کړي ، دې ته وايي آزادې ټاکنې !
د مشرف په اړه لکه څنګه چې د ده خپل ولس ضد اونقيض برداشت لري ، بهرني څارونکي او شنونکي هم متضاد نظريات لري . يو شمېر په دې عقيده دي ، چې مشرف پاکستان په ډېر وبدو شرايطو کې وژغوره ، خو ځينو نور وايي چې د همده له لاسه پاکستان خپله خپلواکي له لاسه ورکړې ، ځمکنۍ بشپړتيا يې له ګواښ سره مخ ده او ان پايښت يې له سوال سره مخ شوی . د دوی په اند د پاکستان د خاورې ځيني برخې د ده د غلطو سياستونو له عملاً له لاسه وتلي ، په نړيواله کچه د پاکستان نوم د يو بنسټپاله او ترهګر هېواد په توګه مشهور شوی اوسياسي واک يې عملاً د امريکې لاس ته ورلوېدلی . دوی دليل راوړي چې مشرف د امريکې تر فشار لاندې له بې نظير بوټو سره روغې جوړې ته غاړه ايښې او هغې ته يې د لومړي وزارت څوکۍ منلې ده ، مانا دا چې لومړۍ وزيره د امريکې له خوا ټاکل کيږي .
په لوېديځ کې هم ځيني مشرف په سيمه کې د ثبات او لويديځوالو د ګټو يوازېنی ساتونکی ګڼي او ځيني بيا ده ته د ترهګرۍ ، بې ثباتۍ او بنسټپالنې د پياوړتياد اصلي لامل په سترګه ګوري .
زياتره پاکستاني سياستوال دغو ټاکنو ته د لويديځ له خوا د يوې غلطې لوبې په سترګه ګور ي ، دبېلګې په توګه د پښتنو يو مشر افضل خان لالا په دې اند دی ، چې له دغو ټاکنو سره به يوازې يوڅو څېرې بدلې شي ، په سياستونو کې به هېڅ اساسي بدلون رامنځته نه شي .
مشهوره خبرياله ماريانا بابر بيا وايي ، چې امريکې او برتانيې ته خپلې ګټې مهمې دي ، هغوی ته په پاکستان کې دموکراسي هېڅ ارزښت نه لري ، که يې ورته لرلای نو به يې د پاکستان له پوځي رژيم سره خپلې اړيکې پرې کړې وای .
زياتره شنونکي په دې فکر دي ، چې امريکه او برتانيه پر مشرف غوليدلي ، ځکه هغه په پاکستان کې د ثبات لامل نه ، بلکې د بې ثباتۍ اصلي سبب دی .
راځی وګورو ، جنرال پرویز مشرف چې په 1999 ز کې د اکتوبر پر 12 مه يې د سپينې کودتا له لارې د لس کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا پوځ د واک پر ګدۍ کیناوه څوک دی ، څنګه واک ته ورسېد او په واک کې يې څه وکړل :
1 - مشرف په 1943/9/11 کې په نوي ډهلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولي ، د پاکستان له جلاکیدو وروسته نوی ډهلی د هندوستان پلازمینه شو . مشرف څلور کلن و ، چې کورنۍ یې پاکستان ته ولیږدیدله او هلته مشرف خپلې لومړنۍ زده کړې په کراچۍ کې بشپړې کړې. نوموړی د اوو کلو و ، چې پلار یې په ترکیه کې د پاکستان په سفارت کې دمالي چارو او مور یې د ټایپستۍ پردنده وګومارل شول. هغوی خپله کورنۍ له ځان سره بوتلله او د اوو کلو لپاره هلته واوسېدل . مشرف هلته د عيسويانو په کاتولیک ښوونځي کې شامل شو . دخپلې ځوانۍ لومړنۍ ورځې يې په کراچۍ کې تیرې کړې او د زده کړې یوه برخه یې په انګلستان کې هم بشپړه کړې . مشرف په 1961 ز کې په نظامي اکاډمۍ کې شامل شو .
2- مشرف په 1964 کې د پوځ ليکوته ور ګډ شو ، په 1995 ز کې جنرال شو اود هندوستان پولو ته څیرمه دستراتیژیکې سیمې ( منګلا ) دساتنې مسوول وټاکل شو . هغه د مختلفو دندو د ترسره کولو وروسته د جنرال جهانګیر کرامت له استعفا وروسته په 1998 ز کې د پوځ لوی درتيزوټاکل شو .
3- له هندوستان سره یې په دواړو جګړو کې ونډه اخیستې، لومړۍ یې په 1965 کې د پنجاب په ایالت کې وه او د زړورتیا نښان یې د همدې جګړې لامله واخیسته او دوهمه یې په 1971 ز کې وه .
4– مشرف د هندوستان او پاکستان تر منځ د 1999 ز د جګړې پر مهال لوی درستیز و ، دغه جګړه د هغې کرښې پرسره وه ، چې دواړه هېوادونه سره جلا کوي . هندوستان په دغه جګړه کې پاکستان پردې تورن کړ، چې له کرښې را اوښتی خو پاکستان د تل په څیر دغه تور رد کړی .
5 – په 1999 ز اکتوبر کې جنرال مشرف سریلانکا ته په یوه رسمي سفر تللی و ، دغه مهال لومړی وزیر نوازشریف پریکړه وکړه ،چې نوموړی د لوی درستیز له دندې ګوښه او پر ځای یې د خپلې خوښې کس وټاکي . د مشرف الوتکه د کراچۍ نړیوال هوایې ډګر پرسر ګرځیده او حکومت ورته دناستې اجازه نه ورکوله دغه مهال یې ملګرو په سپین اوښتون لاس پورې کړ او د نواز شریف انتخابي حکومت یې ړنګ کړ . شنونکي وايي ،چې هغه مهال د جنرال مشرف خوښه نه وه چې دحکومت واګې په لاس کې ونیسي خوملګرو یې اړ کړ او ده دهغوی هیله پر ځای کړه .
6- مشرف ځان د2001 ز په جون کې د پاکستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ او د نواز شریف دمهال ولسمشر رفیق تارړ یې په ډیر هنر رخصت کړ . دغه مهال د سیاسي اپوزیسیون له کلک مخالفت سره مخ شو اوتور یې پرې ولګاوه ، چې نوموړی له هندوستان سره دخبرو لپاره هیڅ ډول مشروعیت په واک کې نه لري .
7 – دجنرال مشرف او اتل بهاري واچپای تر منځ د 2001 ز د می میاشت خبرې ناکامې شوې ، مشرف پرته له دې ، چې پر تړون لاسلیک وکړي پاکستان ته را ستون شو .
8 – د سپټمبر تر يولسمې وروسته چې اسامه بن لادن د نيويارک په پېښو کې تورن وګڼل شو او طالبانو يې له سپارلو څخه دډه وکړه ، جنرال مشرف امریکا ته اجازه ورکړله د اسامه بن لادن د نيولو او د طالبانو د ځپلو په موخه د پاکستان خاوره وکاروي . مشرف د خپل واک په لومړیو ورځو کې له ولس او نړۍ سره د ډیموکراسۍ ، د فساد د مخینوی او ... ژمنې وکړې. پوځ دفساد د څیړنې لپاره کمیسون وټاکه او ټول هغه کسان یې تر څارنې لاندې ونیول چې شک پرې کیدای شو، ان تردې چې دده د کورنیو چارو وزیرآفتاب احمدخان شیرپاو هم په دغه ډله کې شامل و، هغه تر څه مودې بند وروسته په مرموزه توګه خلاص او له هېواده ووت . فساد خو دومره عام شوی و ،چې د پوځ په څیر بااعتماده اداره هم په کې ښکیل وه ، جنرال مشرف ته له ستونزو ډک پاکستان په میراث پاتې شو د سړ ي سر کلنی دخل له 47 امریکايي ډالرو زیات نه و . جنرال مشرف په دې وروستیو کې په پوځ کې یو لړ بدلونونه راوستل ، ندیم تاج یې د آی اس آی مشر وټاکه ، وموړی پخوا د جنرال مشرف نظامي سکرتر و وروسته بیا د نظامي استخباراتو ( ام ای ) مسوول وټاکل شو . دغه ارګان له آی اس آی سره توپیر لري یوازې د پوځ دننه چارې څاري. ندیم تاج اوس د پاکستان د آی اس آی د سازمان مشر وټاکل شو . دی دهغه کمیسون پیاوړۍ څیره ده ، چې له بینظر بوټو سره خبرې اترې پر مخ بیایي ، ندیم تاج دهغه شپږو تورن جنرالانو څخه دی چې اوس یې ترفیع کړې . له بل پلوه مشرف غواړي چې دځان پر ځای داسې کس د لوی درستیز په توګه وټاکي ، چې دی چیرې ملکي ولسمشر شي ځان د پوځ له لاسوهنې څخه پرې وژغوري . جنرال مشرف اوس دهغو جنرالانو په لیکه کې ودرید ، چې له پوځ څخه یې سیاست ته رادانګلي لکه اسکندر میرزا ، محمد ایوب خان ، یحیی خان ، محمدضیاء الحق .
په امریکا کې چارواکي دې پایلې ته رسیدلي ، چې دا به ښه او په زړه پورې وي چې د جنرال مشرف دځایناستي دموندلو په اړه سوچ وشي او داسې وړ کس پیدا شي ، چې د وسله والو ځواکونو مشري وروسپارل شي او همدغه وخت په هېواد کې د ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره هم هڅې وشي . دغه مهال جنرال مشرف ته بله لاره نه ده پاتې پرته له دې ،چې هر څه په پټه خوله ومني او په راتلونکو ټولټاکنو د ملکي وګړي په توګه د ولسمشرۍ په سیالۍ کې ونډه واخلي . امریکايي چارواکې چې په وروستي ځل په اسلام ابادکې له یو شمیر لوړپوړو سیاستوالو او مخورو سره لیدنې او کتنې درلودلې د بیرته تګ پر مهال په عربي اماراتو کې د لنډې مودې لپاره تم شول او هلته یې له پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو سره اوږدې خبرې وکړې ، دخبرو مرکزي برخه له واک څخه د جنرال مشرف لیرې کول او په هېواد کې د ډیموکراسۍ پلی کول و . په پاکستان کې دا کومه نادوده خبره نه ده ، چې پوځي جنرال دې د واک په سر کې وي ، ځکه چې دلته پوځ د پاکستان د عمر له نیمايي څخه زیات واک په مستقیمه توګه د پوځ په لاس کې و . خو جنرال مشرف ، چې څه وکړل دا له نورو سره جوت توپیر لري . لومړنی پږځي واکمن جنرال سکندر میرزا و ، هغه له پاکستان سره د فیوډالي هېواد په توګه چلند کاوه او ځان یې مطلق حاکم باله ، دده خلف محمدایوب خان بیا د لاتینې امریکا په څیر نظامي دیکتاتوري رامنځ ته کړه ، چې فساد او زورزیاتی یې له څرګندو نښو څخه وو، دریم پوځي ولسمشر یحیی خان هیڅ ونه توانیده ، چې له خپلې وړتیا سره سره بریالی شي او په خپل پیر کې دغمیزو مخه ونیسي . د سکندر ، ایوب او یحیی خان تر منځ مشترک ټکی دا و، چې دا درې واړه یوې ایډلوژۍ ته اړ و دوی وکولای شو چې د اټکل پر خلاف لکه څرنګه چې په پاکستان کې دود دی پوځ له خونړیو پیښو څخه وژغوري ، څلورم پوځي واکمن جنرال ضیاء الحق و ، چې د الوتکې د رانسکوریدو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ جنرال ضیاء له پورتینو دریو څخه بیخي بدل و ځان یې د یوې تاریخي قضیې دساتونکي په توګه پیژانده اوغوښتل يې ، چې له پاکستان څخه یو اسلامي هېواد جوړ کړي . مخکنیو په پاکستان کې د ژوند د بدلولو کومه هڅه نه ده کړې ، خوجنرال ضیاء دولت د یوې وسیلې په توګه وکاروه په هېواد کې یې د ملي کلتور د راژوندي کولو تابیانیوله او د واک پر مهال يې دیني ګوندونه پیاوړي شول .
که د جنرال مشرف واکمنۍ ته ځیر شو په 2007 ز کې داسې پیښې رامنځ ته شوې ،چې دمشرف د واک پښې یې ولړزولې ، په بلوچستان کې بلوچ قبیلې راپورته شوې ، سیاسي کړکیچ مخ په زیاتیدو شو ، دا لومړی واکمن جنرال دی چې پوځونه یې کرښې ته څیرمه پرتو قبایلو ته ورننوتل او هلته یې د پوځ هغه ارمان پوره کړ ، چې له ډیره پخوا ورسره و . مشرف په درېیمه نړۍ کې د ولسمشر بوش د خوښې کس دی . جنرال مشرف په خپل نوي کتاب ( د اور پر کرښه ) کې کاږي : « زه د لومړي ځل لپاره هغه مهال د مرګ له ګواښ سره مخ شوم ، چې کله په 1961 ز کې د آم له یوې ونې څخه مې ځان راځوړند کړ څانګه ماته شوه او زه پر ځمکه راپریوتم ، دوستانو مې فکر کاوه ، چې زه مړ شوې یم . په 1972 ز کې جګړن وم د سهیل په غرنیو سیمو کې د یوې ډلې مشر وم ، ومې غوښتل چې زه او مرستیال مې له ګلګت څخه اسلام اباد ته د پاکستان د هوایي ځواکونو په الوتکه کې سفر وکړو دغه مهال زما ددوه نفرو مړي وموندل شول ، چې الوتکه یې د همالیا په غرونو کې راپریوتې وه . په وروستۍ دقیقه کې مې تصمیم ونیو ، چې زه او مرستیال باید پاتې شو ، څوچې الوتکه په ارامۍ سره ورسیږي ، خوهغه الوتکه تر ننه بيا پیدا نه شوه . بله پیښه دا ده ، چې زه 1988 / اګست / 17 مه د جنرال ضیاء الحق دنظامي سکرتر په توګه وټاکل شوم باید له هغه سره په سی – 130 الوتکه کې سپور شوی وای ، خو بخت راسره یاري وکړه او زما پر ځای بل تن وګومارل شو ، چې له جنرال سره په الوتکه کې سپور شي ، د امریکا سفیر آرنولډ لویس رافیل هم په دغه پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ ، دغه پیښه د پاکستان په معاصر تاریخ کې یو راز دی ، چې تراوسه یې هیڅ جزئيات نه دې رابرسیره شوي . په 1998 کې تورن جنرال وم د مانګلا د قول اردو مشري راسپارل شوې وه ، په راولپنډۍ کې د اردو قومندانۍ ته وغوښتل شوم تر څو په یوه غونډه کې برخه واخلم له غونډې وروسته له خپل یو ملګري ډګروال اسلم چیما سره رابهر شوم تر څو د هغه په دفتر کې یو څو شیبې له هغه سره د زړه خواله وکړم . زما دلاس لاندې د هوايي ځواکونو قومندان هم مانګلا ته روان و ، هغه هڅه وکړه ، چې ما ومومي تر څو له هغه سره په هلیکوپتر کې ولاړ شم او د موټر له دوه ساعته سفر څخه بچ شم ، ما تل له هغه سره په مینه سفرکاوه خو هغه خبر نه و ، چې زه چیرته یم او له خپلو هڅو لاس په سر شو او له ما پرته يې پرواز وکړ، الوتکه له پیښې سره مخ شوه اوهغه بدمرغه په کې په خپل سره وخوړ، په دې توګه له خپل ملګري سره د یوې شیبې ناستې زما ژوند وژغوره . کله ، چې لوی درستیز وم په 1999 ز د اکتوبر پر 12 مه له کولمبو څخه کراچۍ ته راتلم لومړي وزیر ( نواز شریف ) موافقه ونه کړه ، چې الوتکه مې د کراچۍ په هوايي ډګر کې کیني دا او د پاکستان ټول هوايي ډګرونه یې وتړل او امر یې وکړ ، چې زما الوتکه دې د پاکستان له قلمرو څخه ووځي ، د الوتکې تیل بیخي کم و که پوځ د کراچۍ هوايي ډګر کنترول کړی نه وای الوتکه به لا ډیره پخوا له منځه تللای وای ، زه پوره اوه دقیقې په هوا کې پاتې شوم دتیلو له ختمیدو سره سم زما الوتکه هم پر ځمکه کیناسته ، له لومړي وزیر سره کړکیچ پای ته ورسید او تقدیر زه واک ته ورسولم . په 2001 ز کې دملګرو ملتونو له عمومي ناستې څخه وروسته له نیویارکه پاکستان ته را روان شوم پیلوټ خبرراکړ ، چې هوايي ترافیک وايي ، چې د ولسمشر په الوتکه کې بم ځای پر ځای شوی ، وروسته معلومه شوه ، چې دا هسې له حمقاته ډکه ټوکه وه . په 2003 ز کې له کراچۍ څخه د چکلاله هوايي ډګر ته چې د روالپنډي نظامی قرارګاه څخه څلور کیلومتره اوله اسلام اباد څخه لس کیلومتره لرې دی روان وم ، خپل نظامي سکرتر مې ولیده ،چې له دوو خبرو سره زما خوا ته را روان دی یو یې پاکستان له هندوستان څخه کومه لوبه ګټلې اوبل دعراق پخوانی ولسمشرصدام حسین ونیول شو . دغه مهال مې له خپل نظامي سکرتر سره خبرې کولې او جنرال ندیم تاج مې ښي خواته ناست و ناببره مې یو دروند اواز تر غوږو شو لږ وروسته مې موټر په هوا شو پوه شوم ، چې څه پیښه ده . »
جنرال مشرف په واک کې د پاتې کیدو په هیله د پیپلز پارټۍ له مشرې او پخوانۍ لومړۍ وزیرې سره په دوبۍ کې پټې خبرې کړي نوموړی یو څه موده له دې کتنو منکر و خو د کابینې وزیر او مشهور سیاستوال شیخ رشید او د کابینې غړي شیرافګن ددغه لیدنې پخلی وکړ ، له بینظیرې سره د ائتلاف د رامنځ ته کول به تر یوه وخته په واک کې د جنرال مشرف پاتې کېدل باوري کړی خو خپله بینظیر بوټو رسنیو ته ویلي ، چې جنرال مشرف له خپلو ژمنو په شا شوی دی . مشرف هڅه کوي ،چې څرنګه د پاکستان په تاریخ کې د اوږدې مودې لپاره دولسمشر په توګه پاتې شي . د پاکستان د يوه سياستوال ( شجاع الملک ) په وينا : « ده اوس د واک خوند ليدلی ، دی به هېځکله ونه غواړي چې واک له لاسه ورکړي » . له داسې يوې هڅې سره به وګورو ، چې د د ه او د پاکستان برخليک کومې خواته ځي ؟