انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ د صفت په ډول د Used To کارول

انګلېسي له روهي سره زده کړئ؛ د صفت په ډول د Used To کارول
شمس رحمانزی 

د انګلېسي ژبې Used To عبارت برخه يا Phrase د فعل په توګه هم کارول کيږي او ځان ته مانا لري. دلته د Used To د صفت په توګه کارو چې د فعل په ډول د Used To له مانا سره توپير لري. 

۱- هر کله چې Used To د صفت په توګه کاروئ نو پښتو مانا يې اشنا او بلد کيږي او د استعمال ځای يې جمله کې له فعل وروسته وي. 
بېلګې: 
After a while you get used to the noise.
يو څه وخت وروسته به ته له غالمغال سرسه اشنا شې. 
I was used to the web site.
زه د وېب پاڼې سره بلد شم. 

۲- used to ته د فعل په ډول هم کار کيږي. هغه وخت چې used to د فعل په ډول کاروئ نو له فعل وړاندې راځي او مانا يې دا ده چې يو څه په تېر کې په بيا ځلې سره پېښ شوي  دي. 
بېلګې: 
We used to swim in the river.
مونږ بحر کې عادتاً لوبه وهله. 
Did you use to work here?
آيا تاسو عادتاً دلته کار کولو؟ 
يادونه -۱: هر کله چې used to د فعل په ډول کارو کيږي نو وروسته فعل په لومړني/مصدري يا ساده حالت کې راځي. 

يادونه -۲: کله چې used to په تېره زمانه کې د did او يا did not کلمو سره کارول کيږي، نو بيا use په اخير کې د d حرف ته اخلي. 

بېلګه
I didn't use to play with my dolls
ما زما له ننځکو سره لوبې نه دي کړې.