د تاریخ اهمیت څه دی؟

تاریخ د پرون د پیښو شاهد، د نن د لوستونکو قضاوت او د راتلونکي دپاره د عبرت درس دی 
تاریخ سیاسي بصیرت دی:
کله چې موږ د نړۍ او یا د افغانستان معاصر تاریخ مطالعه کوو پر هغو اشتباهاتو او سالمو کړونو د قضاوت په نتیجه کې د راتلونکی ټولنیز ، نظامي او سیاسي ژوند هغه مسیر ټاکو چې د تاریخ په اوږدو کې د مثبت تحول سبب شوی وي او له هغه صرف نظر کوو چې د ناخوالو ، بې نظمیو او ګډوډیو سبب شوی وي.
 
تاریخ تجربه ده:
څه چې د سلګونو کلنو په جریان کې پبښ شوي وي امکان نه لري چې یو څوک دي یې په خپل ټول د څو محدودو لسیزو په ژوند کې تجربه او د ژوند په اصلاح او سمون کې استفاده ځني وکړي ، انسان مجبوره دی چې همدا د تجربو دسرچینې په توګه د ژوند په چارو کې وکاروي.
 
تاریخ عبرت دی:
تاریخ د مخکنیو انسانانو د بریاوو او ناکامیو هغه سلسله ده چې د راتلونکو نسلونو د اشتباهاتو او سمونونو د تعقل پر بنسټ ولاړه نظریي منځ ته راوړي او د پر مختګ پر هغه لار حرکت وکړي چې تاریخ ورته غوره ثابته کړی وي.
 
تاریخ هویت دی:
نه یوازې تاریخ عبرت دی د یوه هیواد یا ټولنې د هویت هغه څیره ده چې د مربطي ټولنې بنسټ راسپړي او پر همدې اساس د ټولنې ورستی قشر ته د ژوند ګړنلاره په داسي توګه عیاروي چې خپل ټولنیز او ملي ارزښتونه پکښي په سالمه او منظمه توګه وساتلای شي.
 
تاریخ میراث دی:
ځني ټولنیز او سیاسي مسایل ډيري ژورې ریښې لري یا په بل عبارت د سیاسي او ټولنيزو مسایلو د میراث په څېر پاته کیږي چې د نوی نسل د ژوند سره د تاریخ اګاهي یوه حیاتي موضوع ګرزي ، بشري متنازعات که د ژوند په هره چاره کې وي له نسلونو تر نسلوو پاته کیږي دلته نو که څوک د تاریخه اګاهي ونه لري ناممګنه ده چې خپل سیاسي او نظامي مسایل د خپلو ملي ګټو په نفعه تحلیل ، تجزیه او تمام کړي
 
تاریخ حق دی:
د تیرو پېړیو د استعماري مفکرو پر بنسټ د یوه له خوا د بل هیواد لاندی کول او یا ځني برخي اخستل د هغه وخت د یوه مشروع عمل او د قدرت د پراختیا په هدف تر سره شوي دي ، خو نن چې د مستقیم استعمار فکر له منځه تللی دی د هغو سیمو د خپلولو موقع او زمینه مساعدوي چې د لاسه یې ورکړی وي.
 
دلته موږ یوازې د تاریخ د اهمیت جزیات را واخستل که څه هم اهمیت یې تر هغه په کراتو لوړ دی چې دلته په دې څو جملو کې یې یادونه وشوه تر څو هغوی چې تاریخ لولي وپوهیږي چې تاریخ یوازې د تیرو پیښو تکراري لوستل نه دی بلکي زموږ د راتلونکې جوړولو له مهمو او اساسي بنسټونو څخه یو مهم عنصر او بنسټ دی.