په منځني ختیځ کې د ایران د مذهب پر بنیاد مداخلې ، په منځني ختيځ کې د امریکا حضور او لیوالتیا ، د عربي نژاد پالني غیر مثبتي نتجې ، په نړیوال دریځ پیاوړی سیاسي موقف ددې سبب شوه چې متحده عربي امارات د اسرائیلو سره د سیاسي ، اقتصادي او امنیتي روابطو جوړولو تړون ته وهڅوي.
پر فلسطین یې اغېز ؛
د فلسطینیانو هغه غوښتنه او هیلې چې اسرائیل د اتیایمو لسیزو جغرافیايي تړون ته وګرزوي او یو خپلواک نړیوال رسمي فلسطیني دولت ولري سخته زربه ورسول ، ځکه ددې تړون ورسته ممکن نور عرب هیوادونه د اسرائیلو سره ورته تړونونو ته زړه ښه کړي چې په دې صورت کې به نه یوازې نړیوال بلکي عرب متحدین هم د لاسه ورکړي خو یوه مهمه خبره داده چې د متحده اماراتو په تړون کې اسرائیل ژمن دي چې اسرائیل به هغه پلان دروي چې غوښتل یې د لویدېځې غاړې ځینې برخې رسماً تر خپل کنټرول لاندې کړي او دا هغه کار وه چې مسلحو فلسطین ازادۍ غوښتنونکو او نه القاعده پر امریکا د خونړیو بریدونو په کولو تر لاسه کړ.
د ترکیېې خفګان او اندېښنې ؛
د کردانو د امریکا حمایت ، د ترکېې په کودتا کې د امریکا میشتو ترکانو لاس ، د ترکانو د عثماني امپراطورۍ غرور چې غواړي پر عربي نړۍ نیمه اغیز ولري ،د ترکانو د پاره د امریکا د یو داسي قوي متحد لرل چې امریکا په منځني ختیځ کې د خپلو ګټو د ساتلو د پاره د ترکېې د احتیاجه باسي ترکیه ورته د لوی رقیب په سترګه ګوري ، په همدې اساس ترکیه د اسرایلو سره د عربي نړۍ د سیاسي اړیکي چې د اسرایلو د پیاوړتیا سبب ګرزي سخت مخالفت کوي.
پاکستان ولي ناراضه دی ؟
له هغي ورځي چې پاکستان د هند سره د کشمیر پر خپلولو جنجال شروع کړی دی تل یې هڅه کړې ده په نړیوال دریځ ځان د کشمیر مستحق او هند قابض معرفي کړي په ځانګړې توګه پر هند تر دریو ناکامو بریدونو ورسته خو یې لا زور ورکړی دی ، د کمي هیلي په هڅه کې چې یې د بنګلدیش په نوم یو حیصه دلاسه ورکولو سره سره ستر اقتصادي زیانونه وګالل ، خو داچې په یوازې توګه پاکستان د نړۍ په جلبولو کې ناکامه دی د فلسطین مسله یې هم ورسره وتړل تر څو د اسرائیلو خلاف د فلسطینیاینو خواخوږي هم د ځان سره د هند پر ضد ملګرې کړې چې موضوع ته په نړیواله توګه د حاکم او محکوم رنګ ورکړي خو اوس تر متحده اماراتو ورسته ممکن ځني نور عرب هیوادونه هم د اسریلو سره روابطو ته زړه ښه کړي چې په دې سره د پاکستان دا هڅه چې د هند په مقابل مسلمان ملکونه د ځان ملګرې او د کشمیر پر سر نړیوال حمایت تر لاسه کړي د خاورو سره خاوري کړ.
خو څه چې په یاد تړون کې مهم دي د اماراتو په نسبت د اسرائیل ډېره ګټه ده چې په منځني ختیځ کې به د انزوا څخه راوزي ،پر وړاندي به یې امنیتي ، اقتصادي او سیاسي خنډونه لږیږي خو د نوو ملګرو خوشاله ساتلو د پاره به مجبور وي چې پر فلسطینانو تشدد کم او په رویه کې ورسره د لږ احتیاطه کار واخلي او دا هغه څه دي چې دوی به لدې مخکي هیڅ فروا نه ساتل
وروستي