د ظاهري سیاست دویم مخ

که څه هم د انسانانو د لرغونیت څخه او مدنیت ته د اوښتلو پېړۍ تیریږي خو یو د بل په مقابل یې د خپلو غیرو مشروع کټو حرص نه په انفرادي توګه نه په اجتماعي توګه له خپلو ذهنونو محوه کړ، همدا چې تر ځان په ژوند کې ټيټ ویني د هغو په ژوند کې مداخله او تصرف د ځانونو مشروع حق ور وګڼي. دا کیسه تر فرده نیولې تر هیوادونو رسیږي ، همدا لامل دی چې د ولسواکۍ په پلمه د امریکا او روسيې غوندي قوي دولتونه هغه هیوادونه لکه سوریه او عراق د ولسواکۍ په شعار د اور په لمبو کې وسوځول خو په افغانستان کې د ولسواکۍ د ټولو اصولو پر خلاف بایلونکی په زور په منتخب حکومت تحمیلوي، د سعودي په څېر شاهي دولتونه چې قوي اقتصاد او اجرایوي قوې لري اړیکې پیاوړي کوي خپلې ګټې په ساتي خو هلته بیا نه استبداد مني نه د بشري حقوقو د نقض لفظ وي او نه یې ولسواکي په خېر بولي چې دا د زبر ځواکنو د ظاهري سیاست دویم مخ دی.

د نړۍ په دې کاذبو سیاسي لوبو کې د هیوادونو یو د بل خلاف له مداخلو توطیو اصولاً د شکایت کمه خبره نه مطرح کیږي، ځکه دلته د ځان ساتني او ژغورلو په فلسفه په دې کې ده چې څنګه یو هیواد ځان ددې جوګه کړي چې د پریدو د مداخلو او توطیو په مقابل ځان ثابت او مستحکم وساتي او ځان ثابت او مستحکم ساتل د رهبر او یا دیوه هیواد د سیاسي رهبرانو په قوی ارادو، ملي ګټو ته په تعهد، او ژمنیا ساتل کيږي او سیاسي رهبران هم د ولس د ارادې او ملاتړ په پایله کې تر سیاسي رهبیریته رسیږي ، او ولس د یوه فرده شروع په یوه ټولنه بشپړیږي.

ډېر کم چې په ضعیفو هیوادونو د قوی هیوادونو مداخله لکه د امریکا مداخله په افغانستان کې د مجبوریت په اساس چې غواړي د ترهګرو له شره ځانونه خوندي کړي ورسره پر مرکزي او جنوبي اسیا په ځانګړې توګه پر خپلو دوو لویو رقیبانو روسېې او چین خپل نظر نژدې وساتي پېښیږي.

خو د دوی له دې مجبوریته لکه څنګه چې پکار وه یا ده د افغانستان سیاسي رهبرانو د خپل هیواد په نظامي پیاوړتیا کې چې د یوه هیواد د ارضي تمامیت او امنیت تضمینوي ګټه پورته نه کړه ، یوازې د یاد هیواد د اړینو مالي مرستو ورکولو یې بیا بیا ټینګار وکړ او هغه تجهیزات چې نن د افغان پوځ په لاس کې دي هم د امریکایانو خپل سري پېرزوینه ده نه زموږ د سیاسینو لاس ته راوړنه.

دلته مهمه داده چې که ولس په خپله خوښه کې تېروتنه کړې وي نو جبرانولای یې هم شي خو دلته هم یوه داسي ولسي غږ چې د اتحاد او تعهد سره مله وي تغیر په په وجود را وستلای شي او اتحاد هغه وخت منځ ته راتلای شي چې د ټولنې اکثریت وګړې په دې باور شي چې خپله تېروتنه یې د ټولني فرد فرد ته په زیان تمامیږي.

که عامه زهنیت په خپلو باورونو د عدم باور اظهار شرم محسوس کړي نه یوازې به د زلت ژوند ور په برخه شي ورسره وه به یې راتلونکو نسلونو ته هغه څه په میراث پریېښی وي چې نه به وجدانونه منلای شي نه به یې د پاک ایمان ذهنونه زغملای شي.