د بهرنۍ نړۍ سره د ملي ګټو په اساس د سالم سیاست او اړیکو جوړول چې په متقابل احترام بنا وي د یوه هیواد د اقتصادي پرمختګ یو مهم عنصر دی ، که په یوازې توګه د هیواد سلامتیا او متداوم پرمختګ شونی وای نو د سړې جګړې نوم به هم ورسره نه وای.
په طبعي توګه ملتونه دې ته اړ دي چې د نړیوالو اړیکو دضروریت د نظرېې احترام ومني.
د هغو هیوادنو واکمنان چې په غیر مشروع توګه تر قدرته رسېدلی دي د هغو په نسبت چې اقتدار ته رسېدلی دي د سیاست له هغو تیوریو سره چې د هیواد زور او ځواک سره سمون لري بهرنۍ پالیسۍ مخ ته وړي، خو هغوی چې بیا قدرت په غیرمشروع ډول اشغال کړی وي لکه ایرانی اخندانو بیله دې چې خپل ملت ، اقتصادي وضعیت او نظامي طاقت درک کړي پر نړۍ دنفوذ او اثر درلودلو د نړۍ د سترو اقتصادي او نظامي هیوادونو لکه امریکا هغه بدرنګه پېښې کوي چې د ځانونو سره ملتونه هم د تباهې کندي ته غورځوي.
ایران چې د متعصبو بې فکرو اخندانو له خوا اشغال دی په کمه تنه غواړي د ملي ګټو پر ځای د شعیزم د نفوذ د پراختیا په حماقت کې د سنی هیوادونو په مقابل کې چې اکثریت د غرب حمایت د ځانه لري د نړۍ سره ځانونه ښکیل کړی دي.
ایراني اخوندانو خپلي ملي ګټې د هغه څه په لار کې قربانوي چې نه د ایران امنیت نه ارضي تمامیت ته ګواښ پېښولای شي ، د دوی یوازنۍ هڅه داده چې څنګه په سیمه کې شعیزم پراخ او سنیزم ضعیف کړي په داسي حال کې د مذهبې جګړو او مذهبي تعصب لیونتوب په اتلسمه پېړۍ کې لا خپل اهمیت اقتصادي جګړو ته پرېیښی دی.
د استبدادي رژیمونو ناوړې مفکورې همدادي چې اولیت نه پېژني نه اهمیت ورته لري ، نه ملت اهمیت ورته لري نه ملي ګټې ځکه دوی د قدرت امتیاز د ځان ګڼي د ولسواکو هیوادونو په څېر نه چې د ملت واکمنان تر اقتداره د هغوی معنویت په اساس تر قدرته رسولی وي.
ایراني اخندانو د مذهبي جګړو په لیونتوب کې نه یوازې خپل ملي اقتصاد سخت و ځپی د ګاونډیو سره یې اړیکې تر پریکون تر حده یوړې ، سیمه یې بې ثباته کړه بلکي د هغو سلګونو زرو مسلمانانو د وژلو مسؤلیت هم د دوی دی چې په مذهبي نیابتي جګړو کې یې ووژل.
ایراني اخوندانو د متعصبانه مذهبي هڅې ددې سبب شوې چې په سیمه کې د سنی افراطي ډلو د قهر او انتقام سبب او شعیه مذهبه پیروان په خپلو هیوادونو کې هدف وګرزوي.
په کور دننه مخ په پراخېدونکي ولسي نارضایت او د نړۍ سره د ایراني اخوندانو سرټمبه چلند که چيري فیزیکي شخړه جوړیږي له دوو حالتونو به خالی نه وي ، لمړی داچې د ایران به د جګړو په اور کې وسوځول شي او دویم داچې نړۍ په ځانګړې توګه امریکا به د اخوندانو د قدرته دلیري کولو دپاره هره هغه څه وکړي چې ممکنه وي. خو یوه خبره چې واضح ده داده چې په یادو دواړو احتمالاتو کې به ایران سخت متضرر شي.
وروستي