
د يو اغېزناک رسمي او دفتري برېښناليک (ايمېل) د لېکنې لارښوود (لومړۍ برخه)
ډاکټر نېک محمد ويال
رسمي ايمېل هغه چاته لېکل کيږي چې تاسې يې د ملګري او کورنۍ د غړي په توګه نه پېژنی او يا هم دنده کې د صلاحيت کس وي. ډېری وخت رسمي ايمېلونه په هغه چاپيريال کې هم لېږل کيږي چې تاسې په کار کوی. تاسې خپل رئيس، همکارانو او کارمندانو ته رسمي ايمېلونه لېږئ.
د يو رسمي او دفتري ايمېل يا برېښناليک جوړښت او لارښوود:
۱- عنوان Subject Line: عنوان هغه برخه ده چې ايمېل تر لاسه کوونکي ته په Inbox کې ښکاري. دا مهمه برخه ده. که عنوان مهم او جذب کوونکی ونه لېکل شي نو ښايي چې لېږل شوی ايمېل له لوستلو پاتې او بې ارزښته وشمېرل شي. د ايمېل عنوان يا سرليک تفصيلي ولېکئ خو په ورته وخت کې مو پام وي چې ډېر اوږد نه شي.
لاندې دوه عنوانونه پرتله کړئ.
- Required Student Meeting: December 5th, 9:30 a.m
- Upcoming Meeting
لومړی سرليک بشپړ او مالوماتي دی، خو دويم سرليک بيا مناسب نه دی.
۲- روغبړ Salutation: دغه برخه په نيغ ډول هغه چاته لېکل کيږي چاته چې ايمېل لېږی.
- که چېرې د يوې ډلې يا ګروپ په ادرس ايمېل لېږئ نو د روغبړ په برخه کې داسې ولېکئ.
بېلګه: ،Dear Students
- که چېرې د داسې کس په پته ايمېل لېږئ چې نوم يې درته مالوم وي نو داسې ولېکئ.
بېلګه: ،Dear Professor Smith
- که چېرې د کس نوم نه پېژنی خو اداره او دنده يې درته مالومه وي نو داسې ولېکئ.
بېلګه: ،Dear Human Resources Director
- که چېرې نه درته د کس نوم مالوم وي او نه د هغې د دندې نو بيا ورته د روغبړ په برخه کې ولېکئ.
بېلګه: ،To whom it may concern
۳- پېژندنه Introduction: رسمي او دفتري ايمېل کې د ځان معرفت مهم دی، ځکه چاته چې ايمېل لېږی ښايي تاسې ونه پېژني.
بېلګه: My name is Jordan Smith. I am the professor of Statistics for XYZ University. This message is for all current students
نور بيا .....