د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ/سه شنبه)

کېم جونګ اون: د خپل هېواد د ملي حاکميت په پار له پوځي او سياسي لارو کار اخلم

الجزيره: د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد د واکنم کمونېسټ ګوند کنګرې په ناسته کې ويلي دي، چې د خپل هېواد د ملي حاکميت او خلکو د خپلواکۍ په پار به له د پوځي او سياسي متقابل اقدام څخه ګټه واخلي.

نوموړي تېره ورځ د کمونېسټ ګوند د کنګرې په څلور ورځنۍ ناسته کې اووه ساعته وينا کړې. کېم په دغه ناسته کې د شمالي کوريا د اقتصادي پراختيا موخې هم موخې هم رسنيزې کړې.

کېم جونګ سبا بيا د خپل ګوند په سياسي کنګره کې وينا کوي او د نيو ۲۰۲۰ کال لپاره به اقتصادي، سياسي او پوځي برخو کې د حکومت پالېسۍ په ډاګه کړي.

شمالي کوريا د امريکا متحدو ايالتو سره د اټومي وسلو پر سر خبرې ځنډولې دي او تمه ده چې کېم جونګ به د ۲۰۲۰ کال پوځي او سياسي پالېسۍ کې ياده مساله هم ورګډه کړي.

رشيه ټوډې: د ۸۵۰ مېلېونه امريکايي ډالرو پر ارزښت کښتۍ ټکر کړی
روهي (درې نۍ/۱۰ د مرغومي)، تېره ورځ د ايټاليا په Palermo کې د ۸۵۰ مېلېونه امريکايي ډالرو پر ارزښت کښتۍ تم ځای کې له ديوال سره ټکر کړی چې يوه برخه يې زيانمنه شوې ده.

دغه کښتي د MSC Grandiosa په نوم ده چې د نړۍ د سترو او ګران بيه کښټو په ډله کې راځي.

د MSC Grandiosa کښتۍ د ټکر په دغه پېښه کې چا ته د سر زيان نه دی رسېدلی خو د کښنتۍ مخکنۍ برخه يې خرابه کړې ده.
 
جيونيوز: ۲۰۱۹ روسيه کې د ترټولو ګرم کال رېکارډ جوړ کړ
روهي (درې نۍ/۱۰ د مرغومي)، د روسيې د هوا ادارې مشر تېره ورځ يوې خبري ناستې کې ويلي دي چې روان ۲۰۱۹ کال په روسيه کې ترټولو سخت ګرم کال ثبت شوی او پخواني رېکارډونه يې مات کړي دي.

دغه کال کې د هوا د تودخي درجه تر ۷،۶ او ۷،۷ سانتي ګرېډ وه چې پخواني د تودخي رېکارډ مات کړی دی.

د روسيې د هوا اداره وايي چې د ۲۰۲۰ کال جنوري مياشت به هم د ۲۰۱۹ په څېر ګرمه مياشت وي. دوی د هوا د تودخي لامل د نړيوال اقليم ګرمېدل يادوي.

د روسيې په تېر سل کاله کې د ډسمبر دغه مياشت تر ټولو ګرمه مياشت رېکارډ شوې ده. روسيه په عموم کې سړه هوا لري او په شمالي قطب کې پرته ده.

پاسپورټ يې لومړی مقام خپل کړ؛ د عربي متحده اماراتو وګړي پرته له ويزې ۱۷۹ هېوادونو ته سفر کولی شي
روهي (درې نۍ/۱۰ د مرغومي)، د ۲۰۱۹ کال د غوره پاسپورټونو په اړه شوې سروې کې د عربي متحده اماراتو پاسپورټ په لومړي مقام کې راغلی دی او وګړي يې کولی شي پرته له ويزې د نړۍ ۱۷۹ هېوادونو ته سفرونه وکړي.

آلمان، فنلانډ، لوکزامبورګ، اسپانیا، امريکا متحد ايالت، اسټراليا، سويس او سويلي کوريا بيا په تر تيب په لسو نورو ټاپونو هېوادونو کې راغلي دي.

د عربي متحده اماراتو چارواکي لري چې د ۲۰۳۵م کال په را رسېدو سره نړۍ پراخه شي او وګړي به يې وکولی شي چې د نړۍ هر هېواد ته پرته له ويزې سفرونه وکړي.

تېرو دوه کالونو کې د پاکستان اقتصاد لوېدلی او د غريبو وګړو شمېر يې ۷۰ مېلېونه ته رسېدلی
روهي (درې نۍ/۱۰ د مرغومي)، پاکستانۍ ساېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د شمېرو پر اساس دغه هېواد کې له ۶۰ بيا تر ۷۰ مېلېونه کسان په بد اقتصادي وضعيت دي او د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د پاکستان د احصايي ادارې او ملګرو ملتونو ځينو ادارو د شمېر په اساس پاکستان کې غريب وګړي تر ۷۰ مېلېونه دي چې د ټول نفوس ۴۰ سلنه جوړوي

مسوول چارواکي وايي چې په تېرو دوه کالونو کې د پاکستان اقتصاد ښکته لوېدلی دی او پايله کې ډيری کسان بې کاره شوي دي، چې په دې سره د غربت سلنه پورته شوې ده.

د پاکستان حکومت وکولی شول چې په ۲۰۱۵ کال کې له غربت سره مبارزه وکړي او په سلو ۱۲ د غريبۍ کچه راټېته کړي، خو واک ته د عمران خان په رسېدو يو ځل پاکستان له اقتصادي بحران سره او د غربت شمېرې پورته شوې.