د نړۍ متعبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (دوه نۍ/دو شنبه)

الجزيره: د ليبيا حکومت له نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې
د ليبيا نوي تشکيل شوې حکومت مشر چې ملګرو ملتونو هم په رسميت پېژندل له نړيوالې ټولنې غوښتې دي، چې د مرستې لاس ورکړي.

د ليبيا حکومت د جرمونو پر وړاندې له نړيوالې محکمې غوښتي دي، چې د وسله والو د مشر خليفه هفتار پر وړاندې دي اقدام وکړي.

د ليبيا د حکومت مخافې ډلې د روان کال له اپريل مياشتې د حکومت ضد وسله واله مبارزه پيل کړې ده. د حکومت او وسله والې ډلې ترمنځ د کړکېچ په پايله کې سلګونه ولسي وګړيی ژوبل او او وژل شوي دي.

جيو نيوز: افغان طالبانو پر لنډمهاله اوربند هوکړه کړې
پاکستانۍ جيور نيوز رسنۍ لېکلې دي، چې افغان طالبانو له افغان حکومت سره د لنډ مهاله اوربند هوکړه کړې ده. جيونيوز د اسوشېټېډ پرېس آژانس د مالوماتو پر اساس ليکلي دي، چې د طالبانو رهبري شورا د اوربند په اړه هوکړې ته رسېدلې ده.

تر اوسه طالبانو دا نه دي ويلي چې له کومې ڼېټې به دغه اوربند پيل او تر څومره وخت به دوام وکړي. د دغه اوربند موخه د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې هوکړه ښوودل شوې ده.
ځيني راپورونه وايي چې ښايي د طالبانو اوربند به تر لسو ورځخو دوام وکړي. تېر کال په کوچني اختر هم افغان حکومت او وسله والو طالبانو سره اوبرند وکړي، چې له هرکلي سره مخ شو.

رشيه ټوډي: چنيايی ساينس پوه په درې کاله بند محکوم شو
د چين حکومت هغه چنايی ساينس پوه په درې کاله بند محکوم او زندان ته اچولی دی چې د يوې نوې اختراع ادعا يې کړې وه.

ساينس پوه جای نيکو په ۲۰۱۸ کال کې ويلي وو چې د (حجرې) جینونو ته يا gene-edited پراختيا ورکول شي. د چين د ساينس کمېټې په دې اړه ژورې څېړنې کړې او نوموړې اختراع کې يې د غير قانون درملو د کارونې ويلي دي.

حکومت دغه ساينس پوه په درې کاله بند او همدا ډول 430,000 امريکايي ډالرو د نغدو پيسو په جريمې محکوم کړی دی.

العربيه: ايران بر عراق د متحدو ايالتو هوايي بريد ترهګريز عمل بللی دی
د ايران بهرنيو چارو وزارت نن په يوې رسنيزې خبرپانې کې ويلي دي چې عراق کې پر وسله والو د امريکا متحدو ايالتو وسله وال بريد يو ترهګريز عمل وو.

د متحدو ايالتو دغه هوايي بريد کې چې د عراق او سوريې په ګده پوله شوې ده د ايران ملاتړ لرونکې وسله والې ډلې مشر کاتب حزب الله هم په کې وژل شوی دی.

ايران وايي چې د عراق خاروې دننه د متحدو ايالتو دا ډول بريد په څرګنده د ترهګرۍ يوه بېلګه ده او په کلکه يې غندو.