هند کې مسلمان لاريون کوونکو ته د نرېندرا مودي د حکومت خبرداری: ځمکې به مو غصب کړو

روهي (پنځه نۍ/۵ د مرغومي)، له تېرې يوې مياشتې هندوستان کې د تابيعت د قانون په اړه پراخه لاريونونه کيږي او د حکومت شوې پرېکړه د مسلمانانو پر وړاندې د تعصب ډک چلند يادوي.

لاريون کوونکي چې شمېر سلګونه زره کسانو ته رسيږي، د نرېندرا مودي حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې اعتراضونونه کوي، چې په پايله کې به يې له مسلمانانو پرته د هند ګاونډ او سيمې هېوادونو کې هندو، عيسوي، بودايي او نورو لږکيو ته د هندوستان تابيعت ورکړل شي.

تازه په اتر پرادش ايالت حکومت لاريون کوونکو ته خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې په لاريونونو کې تاوتريخوالی وکړي او عامه بنسټونو ته زيان ورسوي، نو حکومت به يې په بدل د دوی شتمنۍ او ځمکې غصب ونېسي.

خپره شوې راپورنه په ګوته کوي چې پوليس له مسلمانو لاريون کوونکو سره تاوتريخوالی کوی. اتر پرادش کې پوليسو يو شمېر هغه مسلمانان هم نېولي دي، چې په لاريونونو کې يې برخه نه وه اخېستې او خپل استوګن ځای کې وو.

د بشري حقونو راپور په يوې برخې کې ليکل شوي دي، اتر پرادش پوليسو يو لاريون کوونکی په سر او زړه او بل يې بيا په ملا وېشتلی او دا په ګوته کوي چې پوليسو له ځان د دفاع په حالت نه بلکې په قضدي ډول دغه کسان وېشتلي او وژلي دي.

اتر پرادش ايالت کې څارونکي وايي چې پوليسو د دغه دوه وژل شوي مسلمانانو جسدونه د دوی کورنيو ته نه دي سپارلي ترڅو د اسلامي مراسمو په ترڅ کې يې خارو ته وسپاري.