د واټس آپ له لارې له بانکي اکونټونو د پيسو غلا

روهي (څلورنۍ/۴ د مرغومي)، هندوستان کې په دې څو اوونيو کې داسې په لسګونه پېښې ثبت شوې دي، چې سايبري جرم کوونکي يا Cybercriminals توانېدلي دي چې د واټس آپ (QR code) له لارې د خلکو بانکي اکونټونو يا حسابونو ته لاس رسی پيدا او پيسې يې غلا کړي.
 
سايبري غلا د واټس آپ QR code په نښه شوې کسانو ته لېږي او هر کله چې د دوی د لارښوونو اړوند پر دغه کډ پروسه وړاندې يووړل شي نو دوی بانکي حسابونو ته لاس رسی پرې پيدا کوي.

هند کې تېره مياشت په يوې شمېر ايالتونو کې د دغه بهير لسګونه پېښې ثبت شوي دي او د سايبري جرمونو ضد پوليسو خلکو په دې اړه پوهای او خبرداري وړاندې کړي دي.

انټرنيتي غله د سوداګريزو اعلانونو د پيسو په نوم QR code خلکو ته ليږي او هر کله چې يو څوګ دغه کوډ قوبل کړي، نو پر ځخای دا دې چې د هغې اکونټ پيسې ور زياتې شي، د اکونټ کنټرول يې د نورو په لاس کې کيږي.

د سايبري جرمونو ضد پوليسو له خلکو غوښتي دي چې QR code يوازې هغه وخت کېکاږئ چې تاسې پيسې تحويلوی، په هغه وخت کې ورڅخه ډډه وکړې چې کله تاسې ته د پيسو د تر لاسه کولو پيغام راشي.

QR code يو انټرنېټي لېنک دی، که چېرې يې رېښتنې سرچينه يې مالومه نه وي نو د پيسو په شمول ډيری مالومات د درغلۍ کوونکو لاس ته ورځي.