واشنګټن له لوېدېځې افريقا تر ۷۰۰۰ خپل پوځيان باسي

روهي (څلورنۍ/۴ د جدي)، پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ليکلي دي چې د امريکا متحد ايالت پلان لري چې له لوېدېځې افريقا خپل پوځيان چې شمېر يې له شپږو بيا تر اوو زره رسيږي وباسي.

د متحدو ايالتو دفاع وزارت دغاه پلان وروسته له هغې نېولی دی چې په نجريا کې يې پوځي اډه جوړه او اوس يې د پوځيانو او مهاماتو د ځای پر ځای کېدو تمرکز هلته دی.

ويل کيږي چې متحد ايالت به ورته د پوځيانو اېستلو پلان عراق، افغانستان او لاتين امريکا کې هم پلی کړی او د خپلو پوځيانو شمېر به راکم کړي.