
روهي (څلورنۍ/۴ د مرغومي)، د پاکستان حکومت د دغه هېواد پخوانی لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د مالي او اداري فساد په جرم زندان کې اچولی او اوس مهال د ورپېښې ناروغۍ له امله روغتون ته وړل شوی دی.
عباسي په عادليه جيل کې اچولی شوی دی. رسنيو ليکلي دي چې نوموړی تېره مياشت جراحي عمليات کړی او په دې پار اوس د اسلام اباد په يو روغتون کې بستر دی.
دا د پاکستان څلورم لومړی وزير/ولسمشر دی، چې د خيانت او فساد په تورونو زندان کې ساتل کيږي.
د پاکستان دولت پخواني ولسمشر پروېز مشرف په اعدام محکوم کړی، نواز شريف او آصف علي زرداري په زندانونو کې ساتل کيږي.