الجزيره: اندونزيا کې بس موټر ژورې درې ته غورځېدلی او ۲۷ مسافر په کې وژل شوي

روهي (څلورنۍ/چهارشنبه)، اندونزيا کې يو مسافر وړونکی بس موټر ژورې درې ته غورځېدلی چې په پايله کې يې ۲۷ مسافر وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان دي. پېښه د دغه هېواد په سومترا ټاپو کې شوې ده.

ياده پېښه د شپې ناوخته رامنځ ته شوې او دمسافرو ډک دغه بس تر ۱۵۰ متره ژورې درې ورغورځېدلی دی.

پوليس او ژغورنکې ډلې د پېښې سيمې ته رسېدلي دي او په وينا چې يو شمېر ټپيان اوس هم د بس دننه بند پاتې دي چې د رااېستلو هڅې يې راونې دي.