
روهي (درې نۍ/۳ د مرغومي)، د متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټوکې په ډول د شمالي کوريا په اړه ويلي دي، چې هيله لري ترڅو د نوي کال لپاره به د دغه هېواد ډالۍ توغندی يا مزايل نه بلکې د ګلونو ګلداني اوسي.
ټرمپ وايي چې هيله مند دی چې د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون به د نوي کال ډالۍ کې ورته د ګلانو ډالۍ د توغندي پر ځای ولېږې.
ټرمپ خبريالانو ته ويلي دي، "تاسې نه پوهيږئ، تاسې هېڅکله نه پوهيږئ، ما ته به د کېم جونک ډالۍ د ګلونو ډالۍ وي نه مزايل توغندی."
د شمالي کوريا مشر او د متحدو ايالتو ولسمشر ځيني وخت په ټوېټر او خبري ناستو کې د يو او بل پر وړاندې د تعجب ډکې څرګندونې او خيرانونکي لقبونه وړاندې کوي.