د متحدو عربي اماراتو (ToTok) آپلېکېشن د حکومت جاسوسي وسيله پېژندل شوې

روهي (درې نۍ/۳ د مرغومي)، متحده عربي امارتو کې د ToTok په نوم يو آپلېکېشن جوړ شوی چې په کم وخت کې شهرت رسېدلی دی. دغه آپلېکېشن د کورنۍ او ملګرو ترمنځ د اړيکو لپاره کارول کيږي.

د ToTok په اړه تازه راپورونه وايي چې دغه آپلېکېشن په اصل کې د د عربي متحدو اماراتو يوه جاسوسي وسيله ده چې د کارونکو په اړه ترې مالومات را اخلي.

د ToTok په اړه ويل کيږي چې د کارونکو انځورنه، د ځای پته، خبرې - اترې او اړوند نور مالومات د عربي متحده اماراتو حکومت لاس ته ورځي.

عربي متحده اماراتو په خپل هېواد کې د آپل کمپنۍ FaceTime او د فېسبوک اړوند واټس آپ بند کړي دي او پر ځای يې ToTok مروج کړی.

ToTok څو مياشتې وړاندې جوړ شوی دی چې اوس مهال په مېلېونه کسانو راښکته کړی او کاروي يې، چې ډيری کارن يې د عربي متحده اماراتو وګړي دي.