د بشري حقونو د څار ډله: هندي پوليس دې د مسلمان لاريون کوونکي پر وړاندې بې ځايه تاوتريخوالی نه کوي

د بشري حقونو نړيوال کمېسيون د سويلي اسيا څانګې مشرې (مين کشي) په يوې خبري ناسته کې د هند پوليسو غوښتي دي چې د مسلمانو لاريون کوونکو پر وړاندې دې له بې ځايه تاوتريخوالي لاس واخلي.

مين کشي ويلي چې د هند په ځينو سيمو کې له لاريون کوونکو سره د پوليسو چلند د تاوتريخوالي ډک وي او له زور په کې کار اخېستل کيږي.

د بشري حقونو کمېسيون وايي چې د تېرې يوې مياشتې په دې لاريونونو کې ۲۵ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپيان دي.

هند کې وروسته له هغې لاريونونه پيل شول، چې حکومت د تابيعت داسې قانون جوړ کړ چې له مسلمانانو پرته به په نورو هېوادونو کې لږکيو هندوانو، عيسويانو، سيکانو او بوديانو ته تابيعت ورکړل شي.