د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ)

د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (درې نۍ)
 
روهي (څلورنۍ/۳ د جدي)، د روسیې ولسمشر ولادميير پوتين او د اوکراين بيلتون غوښتونکو مشر ولدميیر زلنسکي د لومړي ځل لپاره سره مخامخ خبرې کړې دي او د تاوتريخوالي په کمېدو غږېدلي دي.

دغه دوه مشرانو په دې هم هوکړه کړې ده چې د روان کار تر پای پوري به د زندانيانو تبادله هم تر سره کړي. د اوکراين او روسيې ترمنځ ۳۵ کسان زندانيان دي.

د روسيې او اوکراين په جګړه کې له پيل بيا تر نن تر ۱۳۰۰۰ کسان وژل شوي او يو مېلېون چې ډيری يې اوکرايني دي بې ځايه شوي دي.

دواړه خواوو خو د بنديانو د تبالې نوملړونه يو اوبل ته سره سپارلي دي.

ګارډين: د اسټراليا په اور لګېدنه کې ۵ مېلېونه هکټاره ځمکه سوځېدلې ده
اسټراليا کې د تېرې يو مياشتې سخته اور لګېدنه پيل شوې چې د يو شمېر ځخاني تلفاتو په شمول يې خلکو او حکومت ته درنه مالي تلفات هم رسولي دي.

خپرې شوې شمېرې ښيي چې په دغه اور لګېدنه کې تر ۵ مېلېونه هکټاره ځمکه چې ځنګلونه او کرنيزې ځمکې په کې شاملې دي، سوځېدلي دي.

د اسټراليا لومړي وزير هم د نوي کال په پار جاپان او هند ته خپل سفرونه ځنډولي او له خپلو خلکو يې په دې پار بښنه غوښتي دي، چې د اورلګېدنې پر مهال امريکا ته تللی وو.

وال سټريټ ژورنال: د بيجينګ او واشنګتن نوې اقتصادي هوکړه
د امريکا متحدو ايالتو او چين حکومتونو پرېکړه کړې ده چې د نوي عيسوي کال په پيل کې به د يو او بل پر سوداګريزو مالونو تعرفې راکمې کړي.

د چين مالي وزارت وايي چې د واشنګتن او بيجينګ ترمنځ دغه هوکړه د عيسوي کال جنوري له لومړيی نېټه پلې کيږي چې په پايله کې به يې پر ۸۵۹ ډوله مالونو ګمرکي تعرفې راکمې شي.

درمل، د خنځير غوښه، د ټېکنالوژۍ وسايل او په لسګونه هغه توکي دي چې دواړه هېوادونو ته به يې لېږد را لېږد ډېر او تعرفې به پرې کمې شي.

واشنګتن او بيجينګ سره پراخه سوداګري لري چې همدا کال ولسمشر ټرمپ امريکا ته په چينايي وارداتي توکو ماليه لوړه او په پايله کې يې چين هم په ورته کړنې لاس پوري کړ.

رشيه ټوډې: فرانسوي ډرون الوتکو په مالي ۷ وسله وژلي
رشيه ټوډې د فرانسوي مقاوماتو له ادرسه ليکلي دي، چې د لوېدځې افريقا په مالي هېواد کې د داعش او القاعده وسله والو ډلو جنګيالي په نښه کړي چې اوه يې په کې وژلي دي.

د فرانسې دفاع وزارت ويلي دي چې په مالي کې دا دوی لومړني هوايي عمليات وو چې تر سره خو له ستونزو ډک وو.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې وسله وال پر موټرسکايلونو سپاره وو او فرانسوي الوتکو چې د ناجريا له هوايي اډې پورته شوې دوی په نښه کړي دي. ولسمشر مکرون هم د پېښې له سيمې لېدنه کړې ده.

العربيه: مصر له اسرېيلو هر کال د ۷ مېلېارده معکب متر طعبيي ګاز د رانېونې هوکړه کړې
مصري او اسرائيلي چارواکي په دې سره هوکړه شوې ده چې مصر به هر کال له اسرائيلو ۷ مېلېارده معکب متر طعبيي ګاز رانيسي.

دغه هوکړه چې پخوا لاسليک شوې ده د نوې ۲۰۲۰ز کال په جنوري مياشت کې به پلې شي. د مصر او اسرائيلو ترمنځ د ګاز د لېږد دا لومړنۍ هوکړه شمېرل کيږي.

د يادونې ده چې له دې وړاندې هم په ۲۰۱۲ کې دغه دوه هېوادونو د طعبيي ګاز د لېږد هوکړه کړې وه خو پايپ لينونه يې د سني مذهبه وسله والو له خوا په نښه او پلې نه شوه.

جيونيوز: له دوه کاله ځنډ وروسته واشنګتن اسلام اباد ته پوځي تمريناتو کې د ګډون اجازه ورکړه
دوه کاله وړاندې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امريکايي ځواکونو سره د پاکستاني پوځيانو ګډ تمرينونه وځنډول خو اوس يې يو خل بيا د دغه تمرينونو د تر سره کېدو اجازه ورګړه.

پاکستان د دغه تمريناتو بيا پيل د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړيکو د يو ځل بيا ښه کېدو پيل بللی او هر کلی يې کړی دی. په تېر جولای مياشت کې ولسمشر ټرمپ او لومړي وزير عمران خان په دې اړه خبرې کړې وې.

د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې د دغه تمرينونو د پيل ويلي دي. د واشنګتن او اسلام اباد ترمنځ اړيکې هغه وخت خرابې شوې چې ټرمپ پاکستان تورن کړ چې مرستې اخلي خو د ترهګرۍ سره مبارزه کې همکاري نه کوي.
 
ټايمز اف انډيا: د بشري حقونو د څار ډله؛ هندي پوليس دې د مسلمان لاريون کوونکي پر وړاندې بې ځايه تاوتريخوالی نه کوي
د بشري حقونو نړيوال کمېسيون د سويلي اسيا څانګې مشرې (مين کشي) په يوې خبري ناسته کې د هند پوليسو غوښتي دي چې د مسلمانو لاريون کوونکو پر وړاندې دې له بې ځايه تاوتريخوالي لاس واخلي.

مين کشي ويلي چې د هند په ځينو سيمو کې له لاريون کوونکو سره د پوليسو چلند د تاوتريخوالي ډک وي او له زور په کې کار اخېستل کيږي.

د بشري حقونو کمېسيون وايي چې د تېرې يوې مياشتې په دې لاريونونو کې ۲۵ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپيان دي.

هند کې وروسته له هغې لاريونونه پيل شول، چې حکومت د تابيعت داسې قانون جوړ کړ چې له مسلمانانو پرته به په نورو هېوادونو کې لږکيو هندوانو، عيسويانو، سيکانو او بوديانو ته تابيعت ورکړل شي.

اسوشېټېډ پرېس: د متحدو عربي اماراتو (ToTok) آپلېکېشن د حکومت جاسوسي وسيله پېژندل شوې
متحده عربي امارتو کې د ToTok په نوم يو آپلېکېشن جوړ شوی چې په کم وخت کې شهرت رسېدلی دی. دغه آپلېکېشن د کورنۍ او ملګرو ترمنځ د اړيکو لپاره کارول کيږي.

د ToTok په اړه تازه راپورونه وايي چې دغه آپلېکېشن په اصل کې د د عربي متحدو اماراتو يوه جاسوسي وسيله ده چې د کارونکو په اړه ترې مالومات را اخلي.

د ToTok په اړه ويل کيږي چې د کارونکو انځورنه، د ځای پته، خبرې - اترې او اړوند نور مالومات د عربي متحده اماراتو حکومت لاس ته ورځي.

عربي متحده اماراتو په خپل هېواد کې د آپل کمپنۍ FaceTime او د فېسبوک اړوند واټس آپ بند کړي دي او پر ځای يې ToTok مروج کړی.

ToTok څو مياشتې وړاندې جوړ شوی دی چې اوس مهال په مېلېونه کسانو راښکته کړی او کاروي يې، چې ډيری کارن يې د عربي متحده اماراتو وګړي دي.