روهي (درې نۍ/۳ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو او چين حکومتونو پرېکړه کړې ده چې د نوي عيسوي کال په پيل کې به د يو او بل پر سوداګريزو مالونو تعرفې راکمې کړي.
د چين مالي وزارت وايي چې د واشنګتن او بيجينګ ترمنځ دغه هوکړه د عيسوي کال جنوري له لومړيی نېټه پلې کيږي چې په پايله کې به يې پر ۸۵۹ ډوله مالونو ګمرکي تعرفې راکمې شي.
درمل، د خنځير غوښه، د ټېکنالوژۍ وسايل او په لسګونه هغه توکي دي چې دواړه هېوادونو ته به يې لېږد را لېږد ډېر او تعرفې به پرې کمې شي.
واشنګتن او بيجينګ سره پراخه سوداګري لري چې همدا کال ولسمشر ټرمپ امريکا ته په چينايي وارداتي توکو ماليه لوړه او په پايله کې يې چين هم په ورته کړنې لاس پوري کړ.
وروستي