د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (جمعه)

د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه
ډاکټر نېک محمد ويال

الجزيره: د هند پوليس له هغه لاريونو کوونکو سره د تاوتريخوتالي ډک چلند کوي چې د دغه هېواد د تابعيت د ورکړې قانون په خلاف لاريونونه کوي. تازه، د لاريون کوونکو او په پوليسو ترمنځ تاوتريخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي او په لسګونه پوليس ژوندي نېولي او ټپيان دي.

تېره ورځ د هند په سويل کې دوه لاريون کوونکي چې يو ۲ کلن او بل ۴۹ کلن وو، لومړي د پوليسو په ډزو ټپيان او وروسته يې ساه ورکړې.

پوليس په سويلي ايالت کې مانګلور کې په ګرځېدو بنديز لګولی دی خو تېره ورځ تر ۲۰۰ لاريون کوونکو پر پوليسو هجوم وروړ او پايله کې يې تاوتريخوالي رامنځ ته شو.

لاريون کوونکي بې وسلې دي او د فلسطين او اسرائيلو د جګړې پر ډول پر وسله والو پوليسو د کاڼو ګوزارونه کوي.

د هند حکومت په اتراپردېش ايالت کې د خلکو پر هر ډول راټولېدنو بنديز لګولی دی. نوي ډيلي کې په زرګونه کسان چې په لاريونونو کې برخه اخېستې وه زندانونو ته اچول شوي دي.

ګارډين: د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسون له خپلو خلکو بښنه غوښتي
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسون په دې پار له خپلو خلکو بښنه غوښتې ده چې د دغه په يو شمېر سيمو کې د سخت اور لګېدنې پر مهال يې رسمي رخصتي اخېستې وه.

سکاټ موريسون ويلي دي چې دی په دې کار پېښمانه دی او ډېر ژر به پلازمينې سيدني ته ور ستون شي. اوس مهال نوموړی د متحدو ايالتو په هاوايي ايالت کې دی.

لومړي وزير د نوي عيسوي کال په پار رخصتي اخېستې وه؛ جاپان او هند ته يې د تګ پلان درلود خو دغه سفر يې لغوه کړ او بېرته ترې ستانيږي.

اسټراليا کې له تېرو څو ورځو سخت اور لګېدلی دی چې يو شمېر کسان يې ټپيان کړي او همدا ډول طعبيت او د خلکو شتمنيو ته زيان رسولی.

العربيه: د ترکيې تر کنټرول لاندې سوريه کې موټربم ۵ وژلي
د ترکيې دفا وزارت رسنيو ته ويلي دي چې د دغه هېواد تر واک لاندې د سوريې په شمالي برخه کې تېره ورځ يوې موټربم چاودنې ۵ کسان وژلي دي چې درې په کې ماشومان دي.

د ترکيې حکومت د دغه چاودنې په اړه په سيمه کې پر ګُرد جنکياليو اچولې ده. ترکيې چارواکي وايي چې دغه چاودنه د کُردانو وسله وال کارګر ګوند کار وو.

د ولسمشر رجب طيب اوردغان په مشرۍ ترکيې ځواکونه د سوريې شمال سيمې، چې ډېری وګړي يې کُردان دي ځای پر ځای شوي او هلته خوندي سيمې يا safe zone پلان لري.

رشيه ټوډې: پر واشنګتن د پوتين نيوکه
د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين په يو رسمي سفر جاپان ته تللی دی. نوموړي توکيو کې د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي دي چې د مسکو او بيجينګ اړيکې د متحدو ايالتو په خلاف اتلاف نه بلکې متقابله همکاري ده.

پوتين وايي چې چين او روسيه د کوم ائتلاف او تهاجمي عمل د جوړېدو هڅه نه کوي خو دغه دوه هېوادونه د ځان ساتنې او دفاع په پار سره همکاري لري.

نوموړي پر واشنکټن نېوکه کړې ده، چې د خپلو ملګرو يانې جاپان او سويلي کوريا په همکارۍ سيمه کې ائتلاف رامنځ ته کوي چې ښايي موخې به يې تهاجمي وي.

ولسمشر پوتين د مسکو له خوا بيجينګ ته د توغنديو د سېستم په اړه ويلي دي چې دغه سېسټم هېڅ ډول تهاجمي موخه نه لري او هدف يوازې د دفاعي دی.

وال سټريټ ژورنال: متحد ايالت له شمالي کوريا د خبرو د بيا پيل هيله لري
د شمالي کوريا لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړي استازي ويلي دي چې هېواد يې هليه لري ترڅو شمالي کوريا سره د اټومي وسلو په اړه ځنډول شوې خبرې بيا پيل کړي.

د متحدو ايالتو دغه ځانګړی استازی سټيفن بيګن سويلي کوريا ته تللی او هلته يې چارواکو په لېدنو کې ويلي دي، چې اوس هغه وخت دی چې له شمالي کوريا سره پيل شوې خبرې يوې مطلوبې پايلې ته ورسيږي.

تېر کال د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون او ولسمشر ټرمپ په سېنګاپور کې سره ولېدل خو له هغې وروسته د دغه دوه هېوادونو ترمنځ خبرې وځنډېدې.
 
جيوز نيوز: هغه قاضي چې مشرف يې پر اعدام محکوم کړ اوس د خپل برخليک په اړه د محکمې پرېکړې ته منتظر دی
د پاکستان د يوې ځانګړې محکمې د درې کسيز هئيت مشر قاضي احمد وقار پخوانی ولسمشر جنرال پروېز مشرف په اعدام محکوم کړ خو د اعدام د پريکړې وروسته خبرو يې وضعيت بدل او غبرګونونه راپورته کړل.

دغه قاضي ويلي چې حکومت بايد پروېز مشرف پيدا او قانون پرې پلی کړي او که چېرې حکومت ته پروېز مشرف ژوندی په لاس ور نه شي نو بايد چې جسد يې پيدا او درې ورځې يې په دار ځوړند کړي.

د نوموړي له خبرو وروسته د پاکستان د قانون وزير رسنيزه ناسته را غوښتي او ويلي دي چې د قاضي وقار احمد رواني وضعيت جوړ نه دی او حکومت به يې په اړه پرېکړه وکړي.

د قاضي وقار احمد قضيه اوس د پاکستان سترې محکمې ته تللې دي او د قاضي القضاوت په شمول به د سترې محکمې پنځه غړي په دې اړه پرېکړه وکړي. که چېرې قاضي وقار احمد فزيکي او رواني ناروغ وپېژندل شي، نو له دندې به ګوښه شي او که چېرې يې روغتيايي وضعيت سم وو نو د ناوړه چلند او څرګندنو پر اساس به ورته سزا ورکړل شي.
 
ايفون څنګه له سمسونګ او نورو کمپينو بازار نه نېولی؟ د ايفون د بريا راز
نړۍ کې د ټېکنالوژۍ او په ځانګړي ډول د ګرځنده موبايلونو په اړه تازه راپور دا په ګوته کوي، چې د سمسونګ په شمول د نړۍ د ټېکنالوژۍ کمپنۍ ولې د آپل په اندزاه وړاندې نه دي او يا دا چې د ايفون د بريا راز په څه کې دی؟

د Counterpoint د څېړنو مرکز په يو نوي راپور کې ويل شوي دي چې آپل د ټېکنالوژۍ د صنعت په برخه کې ۶۶ سلنه او د ګرځنده موبايلونو د صنعت په برخه کې ۳۲ سلنه بازار له ځان سره لري.

د Counterpoint راپور وايي چې د ايفون د بريا راز په دې کې دی، چې آپل کمپنۍ د متحدو ايالتو، اروپايي ټولنې هېوادونو او جاپان بازارونه خپل کړی دی، چې په پايله کې يې د سويلي کوريا سمسونګ، د چين واوې او آپو کمپنۍ شاته کړې دي.

د آپل په اړه په دې راپور کې ويل شوي دي، چې د راتلونکو کالونو لپاره يې پر نوې ټېکنالوژيو کار کړی دی او ښايي چې شته بازار پراخه او لا تسلط پيدا کړي.

اېکسپرېس ټرېبيون: انسټګرام له يوې نوې زياتونه سره
د فېسبوک ادارې اړوند انسټګرام ټولينزې او تفريحي رسنۍ پر موبايل آپلېښکن باندې يوه ځانګړې ور ډېره کړې ده. له دې ووروسته به د انسټرګام کارونکي وکولی چې بيلا انځورنه د انسټګرام سټورۍ برخې ته انتخاب کړي.

انسټګرام اوس مهال په نړۍ کې د انځورونو په برخه کې تر ټولو وړاندې موبايل آپلېشکن دی، چې د کارنو شمېر يې تر يو مېلېونه ډېر دی.

د انسټګرام يوه ځانګړنه دا ده چې انځورونو ته په کې ښه اېفکېت يا اغيز ورکول کيږي چې دغه ځانګړنه به اوس د سټورۍ په برخه کې د کار وړ وي.

اسوشېټېد پرېس: سختې جوش شوې هګۍ زهري دي
په امريکا متحدو ايالتو کې د روغتياپالانو څېړنو موندلې ده چې ډېر شوې جوش هګۍ چې په مغازو کې ستال کيږي، د حمل لرونکو ميرمنو او د ۶۵ کالونو ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره زهري تمامېدی شي.

روغتيا پالان وايي چې هر هغه خوراک چې ډېرې جوش هګۍ په کې کارول شوې وې، د پورته کسانو لپاره د ګټې پر ځای زيان پېښوي.

دغه ډول هګيو په تېرو څو ورځو کې اووه کسان بد اغېزمن کړي دي چې له منځ يې دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سکای نيوز: لندن کې دوه کسان د چاړو په بريد کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي
لندن کې پولیسو رسنيو ته ويلي دي چې تېره شپه دوه بيلا بيلو پېښو کې بريدګرو دوه کسان په چاړو وژلي او دوه نور په کې ټپيان شوي دي.

يو وژل شوی شل کلن او بل ۳۰ کلن ښوودل شوی دی. پوليس وايي چې د دغه پېښو په تور يې يو کس نېولی دی چې په دې اړه ترې پوښتنې او ګروېګنې روانې دي.

د نړۍ په پرمختللو هېوادونه کې دا ډول پېښې بې سارې نه دی او په تېر کې يې هم ډېرې بېلګې موجودې دي.