
زموږدښوونځی اوعمومي سړک ترمنځ يوه لويه وياله وه ، چې له اوبو ډکه وه اوپه سريې واړه دلرګيوپلونه وو . داپلونه دومره خراب وو ، چې خلک به په سختۍ او ويرې سره ورباندې تيريدل .
. پلارمې راسره و او ﻻس نيولی يې ښوونځي ته ورسولم . زمالپاره دښوونځي لومړی ورځ وه که څه هم ښوونځی څوورځې دمخه پيل شوی وخو زه دناروغۍ له امله ، څوورځې وروسته ښوونځي ته راوستل شوم .
ښوونځي ته په ننوتوسره لوی اونامنظمه ، په خاموخښتوجوړدهليزپيل کيده ، چې دچت تيرونه يې کاږه شوي وو . دهليزباندې اوبه شيندل شوې وې اوخاورين بوی ترسږمو کيده . دتياره دهليزپه پای کې بياروښنايي څرګنده شوه اوانګړته دوتو ﻻرترسترګوکېده . دښوونځي انګړ هم دومره لوی نه واو چاپيره يې دوه پوړيزه ودانۍ ، چې ټولې په خاموخښتواودخټوپه پڅخو جوړې شوي وې راتاو وې .
پلارمې په دوهم چت کې ټولګی ته نيغ بوتلم لکه ، چې له پخوانه ورته معلوم و . دټولګي دروازه يې وټکوله اوښوونکې سره ترروغبړ وروسته يې ورته وويل ، چې زما زوی په دې ټولګي کې دی . ښوونکې ماته اشاره وکړه ، چې کښېنم . ماله پلارنه وغوښتل ، چې دی هم ماسره پاتې شي ، که ماهرڅومره ټينګارهم وکړخوپلار مې ونه منله اوراسره پاتې نشو . په ټولګي کې ، چې کېناستم له ښوونکې پرته ټولوهمصنفيانو مخونه راواړول اوپه ځيرځيريې راکتل يوڅوتنه مې دځان په شان کوچني په کې وليدل .
لږه شيبه وروسته ښوونکې په لوړاواز غږ کړ : څه سيل دی ، خره لنګه شوې که پيشو ؟ ددې خبرې په اوريدوسره ټولوپخوانی حالت غوره کړ اوښوونکې دکتاب په لوستلوپيل وکړ . ژبه يې راته نااشناغوندې وه خواشناکلمې مې په کې اوريدلې . ښوونکې يوه يوه کلمه لوسته اونوروبه ورپسې تکرارولې .
په دې وخت کې ماته هم موقع په ﻻس راغله ، چې خپل چاپيريال وپېژنم . ښوونکې ته مې وکتل پرشونډيوتيزلبسرين له ورايه ترسترګوکېده . زماخولومړی ځل و ،چې يوه ښځه مې په جرابواولمنه کې وليده .جرابې يې نازکې اودپوستکي رنګ درلود اوپښو ته يې يوډول ځلاورکوله . له اوله خوپه دې پوه شوی هم نه وم ،چې جرابې يې اغوستي دي . په ﻻس کې يې يوۀ تانده شنه لښته هم نيولې وه اودميزترشاکښيناستله او په لوړاوازبه يې يوه يوه کلمه لوسته اوموږبه ورپسې تکرارولې .
دسبق ويلوپه لړکې مې يوځل بياجرابوته پام شواوځليدونکي پوستکي وزمه رنګ ته مې په ځيرسره وکتل خوسبق مې بياهم تکرارولو. لږوخت نه وتيرشوی ، چې ښوونکې له خپله ځايه پاڅيده اوپه ګرځيدوشوه . زموږ له کتاره ، چې تيرېده نودوه درې تنوماشومانوزماپه ګډون ، دلښتې خوندوڅکلو . ډېرسوخت يې درلود ،ماويل که غومبسې وچيچلم .
يوه شيبه وروسته ښوونکې دکتاب لوستل بندکړل او سمدﻻسه يې ماته اشاره وکړه ، چې سبق تکرارکړه . يودوه کلمې مات اوګوډې مې نه وي لوستې ، چې بياغومبسې وچيچيلم . زماپه شمول بيايوڅوتنولښتې وخوړې .
په ټولګي کې ټول له ويرې ارام ناست وو اويوازې دښوونکې اوامروته به غوږ وو . وخت ډېرپڅ روان و ، هره شيبه راته ډېره اوږده شوه اوورځ راته کال شو .کور مې يادشواوارمان مې وکړ .
څو شيبې وروسته دزنګ اواز راغی اوورسره جوخت په ښوونځي کې شوراوزوږ هم پيل شو . زموږ ښوونکې هم له ټولګي بهرشوه اوټول هلکان هم بهرته په منډوشول . زه هم ډېرخوشاله شوم او په منډه مې کورته ځان ورسولو .
په سبابياپه نه زړۀ ښوونځي ته راغلم . څنګه چې ټولګي ته راننوتم ، نوهمصنفيانوراپورې وخندل ، چې ولې پرون په تفريح کې کورته تښتيدلی وم؟ ! ټولوراته وويل ، چې ښوونکې به ﻻر دروښيي .
پرونۍ لښتې رايادې شوې له ځان سره مې پرېکړه وکړه ، مخکې تردې چې ښوونکې راشي کورته ځان ورسوه . زه دجګيدوپه حال کې وم ، چې راننوته . حاضري يې په تخرګ کې نيولې وه او حاضري يې واخيسته .
ترحاضرۍوروسته يې ماته غږکړ ، چې وړاندې ورشم اوله دوه غټوهلکانونه يې غوښتنه وکړه ، چې مادميزپه سرڅملوي اوپښې مې لوڅې کړي دښوونکې په وينا ښه يې قفايي کړم . په دې ورځې خوڅه بل شانته لښتې وې ، لکه بمبرې (ډمبرې ) غومبسې ،چې چيچلی وم . ډير سوخت يې درلود زماژړا اوفريادهم څه ځای ونه نيولو .
په دې ورځ يې نورونه وهلم اوددرس پوښتنه هم رانه ونشوه . بيازنګ ووهل شو اوبياشور اوزوږ شو ، په ښوونځي کې منډې رامنډې شوې . زه دمنډونه وم اوپه کراره ګوډ ګوډ په نوروپسې روان شوم ،چې دوی څه کول ماپه ځيرسره څارل . ټول هلکان دښوونځي انګړته ووتل اوپه کانتين باندې داسې بيروبارشولکه مچۍ چې په ټمبوکي کې سره ټولې شي . ځينوله کورنونه له ځانه سره خواړه راوړي وو اوپه خوړلويې لګياشول . ځينې نوروهلکانو له يوبل سره لوبې کولې اويابه يې غېږې نيولې . په دې مهال به کوم ښوونکی که ورباندې برابرشو ، نوکړس به يې ورنه پورته کړ .
په ښوونځي کې يوازې دښوونکيووهل ټکول نه وو، بلکې لويوهلکانوبه هم له ځانه کشران ډبول . هرکوچني به هڅه کوله له ځانه مشرسره مخامخ نه شي . داخوﻻپرېږده دښوونځي چپړاسي هم په وهلوکې پوره مهارت درلود اوزده کوونکوبه ورنه سترګه کوله . دسرمعلم په هکله به زه څه ووايم ،هغه خوسرمعلم وکه نه . سم دځنګله قانون جاري و .
په دې ښوونځي کې مې ، چې کوم شی ډېرخوښ شوهغه درخصتي زنګ و اوپه اوريدوسره مې دردونه هيرشول اوکورته په بيړه وﻻړم . مورته مې دښوونکې له ظلمه شکايت وکړ ، په ښه ويلوسره يې خبره راخلاصه کړه . داسې معلوميده ، چې داټول منل شوي دودونه وو . خو مور مې زماپه تنکيوپښو زخمونه نه وو ،ليدلي اوکه نه څه خوبه يې کړي وای . بياسباشواوبايدښوونځي ته تللی وای ما پلارته وويل :
_ زه ښوونځي ته نور نه ځم !
_ نه داسې نه کيږي ښوونځي ته به ځې !
_ خوهلته ښوونکې ټوله ورځ ما وهي .
_ خير دی بچو بيازه يوه ورځ ښوونځي ته درځم اوورته وبه وايم ، چې نوردې ونه وهي .
له کوره بيادښوونځي په لور په نه زړۀ روان شوم . له ځان سره مې سوچ کولو ، چې څنګه له ښوونځي ته تګ نه ځان بچ کړم . رايادشول ، چې زموږکورسره نږدې يوکور اباديږي ، چې يوازې ديوالونه يې رسيدلي او اوس څوک نورپه کې کارنه کوي . داځای مې دځان لپاره دامن سيمه وګڼله . شاوخوا مې وکتل څوک نه وواو کورته وردننه شوم .
دکورپه انګړکې راز راز توکي پراته وو . يوځای شګې ډمبارشوي وې اوبل ځای خاورې اوبل ځای هم تيږې پرتې وې . خپل دڅرمنې بکس ، چې تت نصواري رنګ يې درلود له اوږې ښکته کړ . ﻻنوی واو لمريې رنګ نه واړولی .
ځان ته مې دناستې ځای وکوت ، شګې په نظرښې راغلې اوکيناستم . ځان له پاره د مشخولتياپه فکرشوم ، په دې وخت کې مې دخاورې ډنبارته پام شو داسې راته ښکاره شوې لکه تپې اوپه سريې يوڅوشنه شوي بوټي داسې معلوميدل لکه ځنګل . سرپه سرپرتې تيږي هم راته غرونه شول .
ميږي مې وليدل ، چې تلونکي اوراتلونکي کتارونه يې جوړکړي وو ، بالکل يې دغرونوپه منځ کې تلونکوموټرو ته ورته وو . کله ناکله به يونيم سولي (بمبيرک ) هم راپيدا شو ، چې چورلکه به يې راياده کړه او ـ ـ ـ ـ ـ
يوماشوم تربالغ انسان ډېرتخيل لري او هرځای ، چې ځان ازاد اوخوشاله احساس کړي نوله يوه کوچني ځای نه پراخه نړۍ جوړولی شي .
نه پوهيږم ، چې زه به څومره دخيال په ټال کې زنګيدلی وم ، ترڅوچې دخوب څپوپه ځان کې رانغښتی يم .
کلک بيده شوی وم اوهغه وخت مې سترګې وغړيدې ، چې مافکروکړ چې څوک مې خوځوي . ډېروخت تيرشوی و . مازيګری و خومافکر کولو، چې سهاردی . دديوال په سريوه اوګوبۍ (کشکره ،عککه ) ناسته وه اواواز يې کولو . مااوريدلي و ، چې کارغان توردي اوبدخبرونه راوړي اوسپينې مرغۍ ښه زيري راوړي . داخونيمه توره وه اونيمه سپينه .
ورو ورو په دې پوه شوم ، چې زه چيرته يم . اوس ترټولو سخته دا وه ، چې څه مهال دی وخت دی اوکه ناوخته . څه وخت زه بايدکورته ستون شم .
دکورپه لوري روان شوم ، مورمې دکورپه دروازه کې وﻻړه وه اوﻻره يې څارله . زماپه ليدوسره يې غيږرانه ګډه کړه اوسمدﻻسه يې وپوښتل :
_ پلار دڅه شو ؟
_ ماخونه دی ليدلی !
خيردی ، څوک به ورپسې ورليږم خودادخدای فضل دی ، چې ته روغ اوجوړيې . زه له ځانه سره خوشاله شوم سره له دې ، چې دوی دښوونځي نه زماپه تېښته پوه شوي بيا يې هم ماته څه ونه ويل .
يوه شيبه وروسته مې پلارله ماماسره راستون شواوزماپه ليدوډېرخوښ شو . مورمې له پلاره وپوښتل :
_ په زلزله کې څومره زده کوونکي مړه شوي ؟ پلارمې وويل :
_ هغه څوک به زمادزوی په شان بختوروي ، چې له داسې ښوونځي نه سالم وتلی وي !
نن څولسيزې وروسته زه بياهم داخبره تکراروم ، چې هغه به بختوروي ، چې له داسې ښوونځيواومدرسو نه ، چې بنسټونه يې کاږه دي سالم ووځي !!!
جرمني 31.08.2007