
د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (دوه نۍ/دوشنبه)
ډاکټر نېک محمد ويال
الجزيره:
هند کې پوليسو پر لاريون کوونکو اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړی. هندوستان کې د تابيعت د ورکړې قانون خلاف له تېرو پنځو ورځو په پر له پسې لاريونونه کيږي. د دغه هېواد مسلمانان د کابينې د هغه پرېکړې خلاف دي، چې له مسلمانانو پرته به د نورو هېوادونو لږکيو هندوانو، سيکانو، بوديانو او عيسويانو ته د هند وستان تابيعت ورکړل شي.
تېره ورځ په نوي ډيلي کې د پوهنتون محصلينو په ګډون يو شمېر مسلمانانو لاريونونه وکړل او پوليسو د لاريون کوونکو د پاشلو په پار اوښکې بهونکی ګاز پرې کارولی. له تاوتريخوالي ډک دغه لاريونونو کې تر اوسه شپږ لاريون کوونکي وژل شوي دي چې له منځ يې څلور پوليسو په ګوليو ويشتلي.
وال سټريټ ژورنال:
د اقليم د بدلون او مهار په اړه د ملګرو ملتونو ناسته بې پايلې پای ته ورسېده. تېرې دوه اوونۍ د ملګرو ملتونو د اقليم د بدلون کميټې د هسپانيې په پلازمېنې مادرېد کې کلنۍ ناسته جوړ کړې وه، خو بې له کوم پرېکړه ليک پای ته روسېده. دغه ناستې ته د ۲۰۰ هېوادونو استازي ورغلي وو. د ناستې غړي وانه توانېدل چې د کاربن او نورو ګازونو د مهار په پار هوکړې ته سره ورسيږي.
العربيه:
ايران د خپل هېواد دننه يو شمېر عيسيوان نيولي دي. د العربيه د خبر پر بنسټ د ايران حکومت د عيسيوانو د نوي کال يا کرېمېس له رارسېدو وړاندې هغه عيسيوان نېولي دي، چې د خپل نوي کال جشن لپاره يې تياری نېولو. له تېرې يوې اوونۍ د ايران حکومت په خپل هېواد کې د هغه عيسويانو په نېولو سر شوی دی چې د عيسوي نوي کال لپاره تياری نيسي.
ګارډين:
هان کانګ کې پوليسو ۱۲ کلن ماشوم، لاريون کې د ګډون په جرم نېولی دی. ګارډين لوېدېځې رسنۍ هان کانګ کې د لاريون کوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د تاوتريخوالي يوه څنډه راخېستې ده. ۱۲ کلن سمول هغه وخت پوليس ونېولو چې په لاريون کې يې د ګډون هڅه کوله. پوليسو دغه ۱۲ ماشوم زندان ته اچولی او همدا ډول يې له نوموړي سره د اوښکې بهونکي ګاز ماسک، د سر خولۍ يا هلمېټ او يو شمېر نور څېزونه موندلي دي.
هان کانګ کې له تېرو څو مياشتو د حکومت ضد لاريونونه روان دي، چې د سمول په شمول ۹۰۰ ماشومان او زده کوونکي د يو حرکت غړي دي؛ لاريونونو، ناستو او راټولېدونو کې برخه او ټېنګار کوي چې د خپلواکۍ لپاره قربانۍ ته چمتو دي.
رشيه ټوډې:
که متحد ايالت او ملګري ملتونه پر ترکيې بنديزونه ډېر او سخت کړي، نو ترکيه به يې په غبرګون کې (انسيرليک Incirlik) هوايي اډه وتړلي. دغه هوايي اډه چې متحدو ايالتو پوري تړاو لري د ترکيې په کُرد مېشته سيمه مالاتيا ولايت کې شتون لري.
د (انسيرليک Incirlik) هوايي اډه د ناټو او متحدو ايالتو د بالسټيک مزايلو د دفاعي سېسټم لپاره مهمه آدّ شمېرل کيږي. ولسمشر رجب طيب اوردغان خبرداری ورکړی دی چې د لودېځې نړۍ د بنديزونو په ځواب کې ياده اډه ورتړلی شي.
جيونيوز:
د مودي حکومت له مسلمانانو سره په جګړه دی. پاکستانی ولسمشر عارف علوي وايي چې د لومړي وزير نرېندرا مودي په مشرۍ د هند حکومت د مسلمانانو دښمني راخېستې ده.
نوموړي د هندي پوليسو له خوا پلازمېنې نوي ډيلي کې د يو شمېر مسلمانو محصلينو سره د تاوتريخوالي چلند غندلی او دا يې د نړۍ د مسلمانانو سره دښمني بللې ده.
ڼوي ډيلي کې د تېرې ورځې لاريون چې ډېره برخه کې مسلمانان محصلين وو، شپږ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور په کې ټپيان شوي دي. لاريون کوونکې د هندۍ کابينۍ د هغه پرېکړې مخالفت کوي چې په پايله کې به يې له مسلمانانو پرته؛ هندو، سېک، عيسوي او بودېست لږکي د هند تابيعت واخلي.
اېکسپرېس ترېبيون:
ټوېټر روان ۲۰۱۹ز کال کې ۳۳۰ مېلېونه فعال کارونکي درلودل. اېکسپرېس ترېبيون ۲۰۱۹ز کال په ترڅ کې د ټوېټر په اړه يو راپور خپور کړی دی او په ګوته کوي، چې تر ټولو ډېر کتل شوی، شريک او کامېنټ شوی ټوېټ، دغه کال د ټوېټر لپاره د هګۍ په اړه وو چې تر شپږ مېلېونه کسانو يې په اړه غبرګون ښودلی دی.
انډيا ټايمز:
د هند کورينو چارو وزير؛ کا اړتيا شوه د تابيعت د ورکړې په قانون کې تعديل رامنځ ته کړو. د هندوستان د کورنيو چارو وزير وايي چې ده د هندوستان شمالي ايالتونو له چارواکو سره کتلي دي او په هغه ستونزې يې خبرې کړې دي چې د تابيعت د ورکړې قانون په اړه د کابينې له پرېکړې وروسته راپورته شوې دي.
کورنيو چارو وزير وايي چې دوی به دغه قانون د اړتيا په وخت کې تغير کړي. د تابيعت د ورکړې قانون په هند کې د مسلمانانو غوسه راپورته کړې دې او له تېرو شپږ په تول هېواد کې يې پر ضد لاريونونه کيږي.
فرانس پرېس:
د سپورټ له ډګره؛ د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړيوال جام سيالۍ په قطر کې تر سره کيږي. د قطر چارواکي وايي چې هېواد يې د نړۍ د هر دين، نژاد، سيمې او کلتور د خلکو هرکلی کوي او د دغه جام لپاره يې تياري نېولي دي.