موږ ولې خپل دښمن ته موږ وایو ؟

د داسي انسان پرست انسان چې ډاکټر ناکامورا وه په ژوند کې د عامو خلګو په زړونو دده خدمتونو په وجه ځای جوړ کړی وه اود نازه به یې کاکا مراد ورته ویل. کاکا مراد موږ ته د انسانیت ستر درس راکړ ، خو دا ستره هستي زموږ له منځه د وحشت او بربریت هغه حشراتو واخستل چې هره ورځ د لسګونو بې افغانانو ژوند په ډېره بې رحمۍاخلي.

د انسانیت د دې مدرس ژوند واخست د دې ټولني د غیږه د ګوتو په شمار هغه وحشیان او دانسان ضد حشرات وه چې و همدې ټولنې ته د زهرو په ډول صادریږي چې همدا ټولنه یا هیواد هره شېبه درانه رنځونه او دردونه ځني وړي. هغه وحشي حشراتو چې د ناکامورا ژوند یې واخست نه ددې ټولني میراث وه نه ددې ټولني زهنیت ښيي ، اګرچې موږ فکري نیمکړتیاوي لرو.

پرته له شکه چې د ناکامورا وژنه ددې ټولني دپاره ستره ضایعه ده خو دا هم طبعي ده چې هر عمل عکس العمل لري خو هغه ډول عکس العمل چې موږ یې ښیو او په دې وحشیانه عمل ټوله ټولنه متهمو به بشپړه توګه غیري معقوله ده ، نه یوازې ازهان د د اصلي وحشي ترهګرو دښمنانو اړوي په ټولنه کې کرکه او نفرت د وګړو تر منځ او د ټولني په مقابل زېږوي. موږ باید د هرې وحشي کړني پر خلاف عکس العمل وښیو چې زموږ ایمانی او وجدانی مسؤلیت او وجیبه هم ده خو دا عکس العمل باید په داسي غیري معقوله او احساساتي طریقه نه وي چې د نورو محدو کسانو په ګناه خپل ځانونه مرتکب کړو. یا داچې هغه متل پر ځان تطبیق کړو چې وایې هم مړه شو هم پړه شو.