
پاني پت فلم خپور شو، د احمد شاه بابا او تاريخ په اړه په کې څومره زيات او کم شوی؟ دلته يې ولولئ
ډاکتر نېک محمد ويال
پرون (ډسمبر ۶مه نېټه) د پاني پت نومي هندي فلم چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د ۱۸مې پيړۍ د تاريخي جګړې (پاني پت) په اړه جوړ شوی، له خپرېدو وړاندې يې د افغانانو اندېښنې راپورته کړې وې. نوي ډيلي د افغانستان سفارت هم په دې برخه کې اندېښنه درلوده؛ له بالېوډ سېنما او اړوندو نورو ادارو سره يې خپلې غوښتنې او اندېښنې شريکې کړې وې.
احمد شاه بابا له خپل اسلامي لښکر سره په ۱۷۶۱ ز کال کې د هندوستان پاني پت سيمې ته لاړ او د وخت مرهَته امپراتورۍ پر وړاندې يې جګړه وکړه. دغه جګړه د احمد شاه بابا په ګټه تمامه شوه، خو دواړه خواوو تلفات درلودل. افغانانو دا اندېښنه درلوده چې په پاني پت فلم کې د افغانانو او په ځانګړي ډول د احمد شاه بابا رول په منفي ډول سره ښوودل شوی دی او رېښتنې تاريخ په کم او زيات شوی دی.
د هندوستان په شمول انګلستان، عربي متحده اماراتو او يو شمېر نورو هېوادونو کې پاني پت فلم پرون ننداره شو. د افغانانو او احمد شاه بابا کرکتر په پاني پت فلم کې په رېښتنې مانا هم يو څه تخريب شوی دی.
۱- په پاني پت فلم کې د احمد شاه بابا رول د يو توند خويه، ظالم، ژر غوسه کېدونکي او غچ اخېستونکي امپراتور په ډول وړاندې شوی دی. د فلم ځيني صحني داسې دي چې احمد شاه بابا پر تخت ناست وي او هغه کسان چې د احمد شاه بابا د وژنې هڅه کوي او وروسته بيا بښنه غواړي، خو احمد شاه بابا يې په خپل لاس وژني.
۲- دغه فلم کې د تاريخ هغه دوره چې احمد شاه بابا پاني پت ته ځي او دلته په کور دننه کندهار کې ګډوډۍ رامنځ ته کيږي غلطه ښوودل شوې ده. کندهار کې بغاوت پاني پت ته د احمد شاه بابا له تګ وړاندې وو خو په دې فلم کې د پاني پت له جګړې سره لېنک ورکړل شوی دی.
۳- له احمد شاه بابا سره په خپل لښکر کې د پنجاب سيکانو هم ور سره وو، په جوړ شوي فلم کې يوازې د افغانانو په رول تمرکز شوی دی او دوی په کې نندارې ته وړاندې شوي دي. مطلب دا چې د هند بالېوډ سېنما هغه څه چې د پاني پت جګړې رېښتنې تارېخ وو نه دی راخېستی.
۴- د پاني پت فلم يو بله تېروتنه دا وه چې دا فلم تاريخي وو؛ په تېر تاريخ او اوس وخت کې د افغانانو لباس، کلتور او جامي څرګندې دي. په فلم کې هغه کسان چې د افغانانو او يا احمد بابا رول لوبوي، د افغاني کلتور خلاف د بدمعاشونو او نورو کلتورونو جامې يې اغوستې دي.
۵- هندوستان ته د احمد شاه بابا د لښکر دوه موخې په تاريخي کتابونو کې ذکر شوي دي. لومړۍ د پنجاب د سيکانو کنټرولو او د بغاوتونو مخنيوی او دويم په هندوستان کې د شته مسلمانانو سره همدردي، خو په پاني پت فلم کې د احمد شاه بابا رول داسې ښوودل شوی دی يوازې د لوټمارۍ په پار ورغلی او اصلي موخه يې د ډيلي تخت وو.
۶- هغه وخت چې احمد شاه بابا د پاني پت جګړې ته تلو، نو عمر يې يوازې تر ۳۰ کاله وو، خو په پانی پت فلم کې د سنجي دت اصلي عمر او هم لوبول شوی عمر تر ۶۰ کالونو وړاندې دی. د تاريخ فلم جوړولو موخه دا وي چې په لنډو تېر تاريخ وښيي، خو پاني پت فلم همدا هڅه پرته له رېښتنې تاريخ او په تاريخ کې د يو اړخ په مثبت او بل په منفي کردار سره ښوودلې ده.