
نړيوالو معتبرو ورځپانو ته لنډه کتنه
ډاکټر نېک محمد ويال
ګارډين:
د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د ناټو سرمشريزه ناسته په نيمه کې خوشي کړې. ګارډين هغه وېډيو رسنيزه کړې ده، چې د ناټو يو شمېر مشرانو پر ولسمشر ټرمپ رېشخند وهي، دی په غوسه کيږي او ناسته پرېږدي. د ناټو د مشرانو ناسته تېره ورځ پيل چې افغانستان کې د دوی ماموريت او ولسمشريزې ټاکنې يې هم اجنډا برخې وې.
جيو نيوز:
پاکستانۍ جيو نيوز رسنۍ افغانستان کې د هغه پلار خبر راخېستې ده، چې د لورګانو درس، ښوونځي ته رسول او زده کړې يې خپله دنده ټاکلې ده. ميا خان هر ورځ ۱۲ کيلو متره پر موټرسکايل مزل وهي او د پکتيا ولايت نورنيا د نجونې ښوونځي ته خپله لور د درس لپاره بوځي. ميا د ټولنيزو رسنيو سرليک هم جوړ شوی دی او خلکو يې د دغه دندې ستاينه کړې ده.
واشنګتن پوسټ:
واشنګتن پوسټ د افغانستان ننګرهار ولايت کې د جاپاني ډاکټر تتسو ناکامورا پر مرګ مقاله لېکلې ده. دغه رسنۍ د جاپان د لومړي وزير شنزو ابي غبرګون راخېستی چې ناکامورا مړينه ظالمانه عمل بلل او ټکان يې ورکړی. ابي ويلي چې ناکامورا په يوې خطرناکې سيمې کې کار کولو، هره شيبه يې خپل ژوند په ګواښ کې اچولی او د بي وزلو لاس نيوی يې کولو. ناکامورا په ۲۰۰۸ کال کې افغانستان ته راغلی وو او ننګرهار مېشتو افغانانو ورته له مېنې کاکا مراد ويل.
انډيا ټايمز:
د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د يو لنډ ځنډ وروسته بيا دوحې ته ځي ترڅو له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي. خليلزاد به قطر کې له طاالبانو سره د تاوتريخوالي په کمولو او اوربند خبرې وکړي. زلمي خليلزاد د سولې خبرو د بيا پيل په پار کابل کې له افغان مشرانو سره هم کتلي وو.
وال سټرټيت ژورنال:
د ټرمپ اداره منځني ختيځ ته د ۱۴۰۰۰ امريکايي پوځيانو په لېږد فکر کوي. متحد ايالات به ۱۴ زره پوځيان او يو شمېر بحري بيړۍس منځني ختيځ ته ولېږي، وال سټريټ ژورنال د چارواکو له قوله ليکلي دي، چې په دې کار سره امريکا غواړي په سیمه کې د ايران کړنې مهار کړي. په دې وروستيو کې متحدو ايالتو پر ايران سياسي او اقتصادي بنديزونهخ لګولي، چې ايران يې له کورني تاوتريخوالي سره مخ کړی دی.
الجزيره:
اروپايي ټولنې ايران ته د اټومي وسلو د لېږد توغندي د نه توليد خبرداری ورکړی دی. د ناټو په سرمشريزه کې متحدو ايالتو، فرانې او جرمنې؛ ايران په دې تورن کړی چې د بالسټيک توغندي د جوړېدو هڅې يې روانې کړې دي.