معلول روغ انسان وګڼئ!

معلول د یوې ټولنې برخه ده. سربیره پر دې چې دوی ته په ځانګړو قوانیو کې خاص حقونه ورکړل شوي بلکې دوی سره باید په ډيرې مهربانۍ چلند وشي ترڅو د کمترۍ احساس ونه کړي او د نورو انسانانو په څېر ژوند وکړي.

د دوی د زده کړو، کار کولو او د چاپیریال په برخه کې اړوندې مسوولې ادارې مکلفې دي چې ځانګړې پاملرنه ورته ولري خو بدبختانه تاسو د یوه معلول له ژونده خبر یاست چې نه یوازې کوم فعالیت ترسره کوي بلکې له خپل دایمي رنځ هر وخت زوریږي.

په افغانستان کې د معلولو وګړو شمېر نیږدې ۴ لکه معلولو وګړو ته رسیږي چې له څخه ۳ زره تنه په ملکي خدمتونو کې کار کوي؛ په داسې حال کې د معلولیونو د حقونو او امتیازاتو قانون له مخې ۳ سلنه معلول وګړي باید په ملکي خدمتونو کې دندې ترسره کړي، کوم چې ‎پورتنۍ شمېره یې یوه سنله هم نه جوړي.

دغه راز د قوانینو پر بنسټ، په دولتي ادارو او وزارتونو کې د معلولو وګړو لپاره د سهولتونو رامنځته کېدو بحث شوی دی. متاسفانه تر اوسه پورې په دې برخه کې موږ داسې یوه څه نه شو موندلی چې معلول وګړي ترې ګټه پورته کړای شي او اسانتیا ورته محیا شوې وي.

مسوولینو تل د معلولیت لرونکو افرادو نړیوالې ورځې ( ۳ ډيسمبر) نمانځلو پر مهال ژمنې کړې چې د دوی حقونو ته به رسېدنه کوي مګر نه یوازې دوی ته خپل حقونه رسیدلي بلکې د پلازمینې او ولایتونو په ګډون په ټولو ښارونو او ولسوالیو کې د معلولو وګړو ژوند او اوسېدنه د اندېښنې وړ ده.

سربیره پر دې چې د معلولو وګړو د حقوقو تأمنېدو لپاره مسوولې ادارې مکلفې دي خو له دوی سره په خوا هر وګړی خپل مسوولیت لري چې له دوی سره په چلند کې له ډېر احتیاطه کار واخلي، صله رحمي ورسره ولري او ښې هیلمندۍ لپاره یې رهبري کړي ترڅو د کمترۍ احساس یې مړ شي.

په دې برخه کې د کورنیو دنده تر هر چا ډيره ده ځکه د معلول ژوند سخت وي او دوی ځینو شیونو ته اړمن وي کله چې له معلولو سره ژر او ښه همکاری نه کېږي نو ښايي ناهیلي شي او له ممکنه نورو ستونزو چې ژور سټریس ( خفګان) یې تر ټولو خطرناکه ناروغي ده، اخته کېدلی شي.

د معلول پر وړتیا سترګې پټول نه دي پکار، د دوی نظر، فکر او تجره ډيره د پاملرنې وړ ده. ټول انسانان باید دغه فکر چې ګواکې معلول نا توانه دي، د تل لپاره له ذهنه وباسي او معولو ته د یوه روغ انسان په توګه وګوري.

سره له دې چې په دې سره به د معلول حق ادا کړو بلکې په یو نا یو ډول به مو له معلولو سره خپله انساني همدري چې هغوی ورته اړتیا لري ترسره کړې وي.